طالبانو څلور کسان د «کوډګرۍ» په تور نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو تېره اوونۍ څلور کسان د کوډګرۍ په تور نیولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د بلخ، میدان وردګو، غزني او بدخشان ولایتونو کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.