• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د افغانان غبرګونونه

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱

ډېلي مېل ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه په افغانستان کې له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې ده. یو شمېر افغانان دا ګام د اقتصادي پرمختګ لپاره یو فرصت بولي، خو یو شمېر نور اندېښنه لري، چې دا به د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ونه لري.

روسیه هغه لومړنی هېواد شو چې د پنجشنبې په ورځ یې د طالبانو حکومت په رسمي توکه و مانه.

روسیې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ورو ورو له دې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې کړې، دا ډله یې د ترهګرو له نوملړه واېسته او څه موده وړاندې یې په مسکو کې د طالبانو سفیر ومانه.

ډیلي میل په خپل راپور کې لیکلي چې د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پیژندنې اعلان وروسته ځیني افغانان د روسیې له دغه اقدام څخه خوښ دي.

د ګل محمد په نوم یو کابل مېشتي ډېلي مېل ورځپاڼې ته ویلي:«اوسنی وضعیت ډېر ستونزمن دی، هر څوک اندېښمن دي. که نړۍ افغانستان و پېژني، موږ به خوشحاله شو. دا مهال خو کوچنی پرمختګ هم ګټه لري.»

ډېلي مېل په خپل راپور کې زیاتوي، چې ګل محمد د شوروي د یرغل پرمهال هر څه له لاسه ورکړې و او پاکستان ته کډوال شوی و، خو اوس پدې باور دی چې “لومړیتوبونو بدلون موندلی دی.”

پر همدغه مهال یوه پخواني پیلوټ چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي:« اوس به سوداګري او اقتصادي پرمختګ وغړیږي.»

نوموړي زیاته کړې:«نور هېوادونه لویدیځ او ختیځ باید د طالبانو حکومت وپېژني او د طالبانو پر ضد تبلیغات بند کړې.»

همدا راز ډیلي میل ویلي، چې یو شمېر افغانان بیا د روسیې دغه نوي اقدام ته د شک په سترګه ګوري او اندېښنه لري، چې افغانستان به د ترهګرو لپاره په پټنځای بدل شي.

یو کس چې د طالبانو له ډاره خپل مستعار نوم عاطف ښیي ویلي، چې د روسیې او طالبانو اړیکې به د عامو افغانانو پر ژوند هېڅ مثبت اغیز ونه کړي. دغه کس چې بې روزګاره دی ډیلي میل ته ویلي:« زما په اند افغانستان به یوځل بیا د روسانو په دام کې ولویږي، ستونزې به زیاتې شي او دا به عامو خلکو ته هېڅ ګټه ونه رسوي. خلک لا هم په ستونزو کې دي او له رسمیت سره یا بې رسمیته حالت همداسې خراب دی.»

پر همدغه مهال د ښځو د حقونو فعالانې چې تل یې د طالبانو د منزوي کولو ملاتړ کړی، د روسیې دا پرېکړه یو شاتګ ګڼي او وایې دا د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو لپاره “ مشروعیت” برابروي.

د ښځو د حقونو فعالې هدا خموش د روسیې دا پرېکړه بې ارزښتنه بللي ده هغه وایي:«د بشري حقونو سازمانونه اوس هڅه کوي، چې په افغانستان کې د جنډر اپارتایید په رسمیت و پيژني، ځکه طالبان یو ظالم رژیم دی، چې د ښځو پر وړاندې ظلم کوي له همدې امله دا ډول رسمیتونه به هېڅ نتیجه ونه لري.»

روسيې او طالب چارواکو دغه پرېکړه د اقتصادي او امنیتي همکارۍ لپاره یوه نوې دروازه بللې ده، خو شنونکي بیا وايي، دا چې دا به د لوېدیځو بندیزونو د کمزوري کولو هڅه وي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

ملا پوتین اخوند

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۳ GMT+۱
•
د نوې - زړې د لیکوالو ډله

مقتدي: (په مسجد کې) ملا صاحب یوه پوښتنه مې کوله ملا صاحب: (د ملنډو په ډول مسکی کېږي) مکتبیه وایه بیا دي په زړه کې څه پساتي پوښتنه درګرځېدلې ده، تاسې مکتبیان خو له پساته پرته بل کار نه لرئ.

مقتدي: ما ویل چې روسانو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، دا مسلمان هېوادونه او په خاص ډول ګاونډي هېوادونه یې ولې په رسمیت نه پېژني؟

ملا صاحب: روسان اوس هغه پخواني دهریان نه دي، اوس یهود او نصارا دي.

مقتدي: نو یهود او نصارا کافران نه دي؟

ملا صاحب: کافران دي، خو اهل کتابه دي، د دوی له ښځو سره زموږ نکاح روا ده، د دوی د لاس ذبحه روا ده او بل نو په اخيره زمانه کې ایمان راوړي.

مقتدي: نو اهل کتابه کافران چې دومره ښه خلک دي تاسې ولې دا شل کاله جګړه ورسره کوله؟

ملا صاحب: (په قهر) ما خو درته وویل چې ته مکتبی یې، زړه مې غواړي چې دا تفدانۍ دې پر دا سر درچپه کم، ته و خدای دا اوس پوښتنه ده؟

مقتدي: (په وارخطايي) خیر دی بله پوښتنه به وکم، ما ویل چې دا مسلمان هېوادونه ولې دا حکومت په رسمیت نه پېژني؟

ملا صاحب: نو پوتین صاحب خو کافر دی او له کافر سره شیطان نه وي، له چا سره چې شیطان نه وي هغه به خود دغسې نېک کارونه کوي، مسلمانان بېچاره ګان خو شیطان پر ارامه نه پرېږدي.

مقتدي: نو نور ملایان خو وايي چې کافران هیڅکله د مسلمان دوست نه شي کېدای، تاسې ولې د پوتین رسمیت ته خوشحاله یاست؟

ملا صاحب: علما وايي چې په اخیره زمانه کې پاک خدای خپل دین په کافرانو ساتي.

مقتدي: دا خبره په کوم کتاب کې راغلې ده؟

ملا صاحب: (په قهر) شین امي ته په عربي پوهېږې که په دین خبر یې؟ که زه همدا اوس کتاب درښکاره کم ته یې ویلای شې؟

مقتدي: (په ډار) خیر دی بله پوښتنه به وکم، ملایان صاحبان خو وايي چې د نجونو زده کړه په دین کې نه شته، مکتب په دین کې نه شته، پلانی شی په دین کې نه شته، دا نه شته او ها نه شته... ایا د کفارو له خوا په رسمیت پېژندل په دین کې شته؟

ملا صاحب: نو دین خو ملایان بیانوي، ديني کتابونه هم ملایانو لیکلي دي، ضرور نه ده چې هره خبره دې په کتاب کې راغلې وي، ملایانو چې هر څه وویل هغه د دین خبره ده، مثلا د اشغال پر مهال د تاریاکو کښت روا و، خو اوس حرام شو، په کتاب کې د رسمیت پېژندنې موضوع شاملول هم سخت کار نه دی، زه همدا اوس د یوې فتاوا په لیکلو لګیا یم، دا فتوا به هم په کې ولیکم چې د کفارو له خوا د مسلمانانو حکومت په رسمیت پېژندل (قبیح بذاته و احسن لغیره) دی.

مقتدي: (په حیرانۍ) قبیح بذاته او احسن لغیره څه مانا؟

ملا صاحب: مانا دا چې دا کار د پوتین له پاره قبیح او بد عمل دی، یاني پوتین سور کافر دی پاک خدای یې د دې کار ثواب نه ورکوي، خو احسن لغیره دا مانا چې دا کار زموږ په ګټه او احسن کار دی.

مقتدي: که امریکایانو مو په رسمیت وپېژني هغه به هم احسن کار وي؟

ملا صاحب: نو امریکایانو خو هم تر اشغال وروسته ځینې ښه کارونه هم وکړل، مثلا په دوحه کې یې موږ ته واک راتسلیم کړ او هره هفته به یې څو میلیونه ډالر راکول.

مقتدي: نو امریکایان پخوا بدل خلک وو؟

ملا صاحب: خود بد خلک وو، زه د جمهوریت په وخت کې د دوی دښمن نه وم، نه طالب وم او نه مجاهد، خپله ملايي مې کوله، دې لاس ته مې وګوره ټپ یې تر اوسه پورې پاتې دی. یوه ورځ له جومات څخه ووتلم چې ګورم چې د جومات مخ ته یو سور امریکايي ولاړدی، ده چې ویل زه مجاهد یم، توپک یې راته سم کړ او ویې ویشتلم.

مقتدی: (په داسې حال کې چې ځان منډې ته برابروي) نو ولې وروتلې؟

ملا صاحب: (په قهر او لوړ اواز) رزیله ته په ملایانو ریشخند وهې؟ وا طالبانو! هلئ راشئ دا زندیق ونيسئ او سنګسار یې کړئ! هلئ دا مکتبي کافر شوی دی...

(مقتدي تښتي)

ملا صاحب: (په لوړ اواز) ودرېږه چېرې ولاړې؟ په لاس به رانه شې!  

ګڼ نفوسه ښار؛ ښايي کابل په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱

الجزیره وايي چې ښايي شپږ مېلیونه نفوس لرونکی کابل ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول بې اوبو شي. د راپور له‌مخې، که د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.

یادې نړۍوالې خبري شبکې د کارپوهانو په حواله خبرداری ورکړی چې د کابل د ژورو څاګانو نږدې نیمایي برخه چې د خلکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، دمګړۍ وچې شوې دي. د اوبو د کمښت ترڅنګ، ککړتیا هم یوه جدي ستونزه یادېږي چې تر ۸۰ سلنې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله موادو، ارسنیک او مالګې له امله د څښلو نه دي.

کارپوهان وايي چې دا ناورین د جګړې، کمزوری مدیریت، اقلیمي بدلون او د نفوس چټکې ودې له امله رامنځته شوی دی.د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو مېلیون کم و چې دمګرۍ شاوخوا شپږو مېلیونو ته رسېدلی دی. دې سره جوخت، د بارانونو کمښت، د واورې ژر ویلې کېدل او پرله‌پسې وچکالۍ هم دا وضعیت ناوړه کړی دی.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون پخوانی استاد عاصم مایار له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې که بېړني اقدامات ونه شي، ښايي د کابل د وچېدو خطر رښتیا دی. هغه زیاته کړه: «دا یو داسې ناورین دی چې اوسنی حکومت [طالبان]یې په یوازې ځان نه شي اداره کولای.»

د موندنو پر بنسټ، په کابل کې تر۵۰۰ډېرد څښاک او معدني اوبو شرکتونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې کاروي. یوازې د الکوزي شرکت هره ورځ ۲.۵ ملیون لیټره اوبه راباسي. همداراز، په کابل کې د ترکارۍ د کرکیلې لپاره سلګونه شنې خونې فعالیت کوي چې هر کال په مېلیاردونو لیټره اوبه لګوي، په داسې حال کې چې زرګونه څاګانې په ناقانونه ډول او له څارنې پرته کېندل شوي دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اوبو ناورین به د بې‌وزلو خلکو ژوند تر ټولو ډېر زیانمن کړي. په داسې حال کې چې شتمن خلک د ژورو څاګانو د کېندلو وس لري او بې‌وزله خلک، په ځانګړي توګه ماشومان هره ورځ ساعتونه- ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه وي.

په کابل کې د چاپېریال ساتنې یوه بنسټ مشر عبدالهادي اڅکزي الجزیره ته وویل: «هره شپه زه ډېر ماشومان وینم چې له کوچنیو لوښو سره د اوبو په لټه کې دي. د زده‌کړې پر ځای، دوی خپل وخت په اوبو پسې سرګردانه تېروي.»

د اوبو ځینې لویې پروژې چې کولای یې شول د اوبو د دغه ناورین یوه برخه کنټرول کړي، اوس ودرول شوې دي. له لوګر نه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د جرمني تمویل شوې پروژهچې دوه پر درېیمه برخه یې بشپړه شوې وه، د تېر جمهوري نظام ترپرځېدو وروسته په ټپه درېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې مرسي کورپس بنسټ راپور ورکړی و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د ښار د څښاک اوبو ګڼې څاه ګانې وچې شوې او د اوبو د را اېستلو کچه د طبیعي پرتله ۴۴ مېلیونه مکعب متره ډېره شوې ده.

یو شمېر معترضو افغان مېرمنو د مسکو له‌خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه وغندله

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

یو شمېر معترضو افغان مېرمنو د روسیې له‌خوا دطالبانو د «رسمیت پېژندنې» پرېکړه په کلکه غندلې او دا یې «د جنسیتي تبعیض ښکاره ملاتړ او د عدالت له اصولو نه سرغړونه» بللې ده.

افغان مېرمنو شنبه (چنګاښ ۱۴مه) په خپل بیان کې زیاته کړې چې د کرېملین دا اقدام نه یوازې د افغان ښځو حقونو ته جدي ګواښ دی، بلکې په سیمه او نړۍ کې د افراطیت او بې‌ثباتۍ خپراوي ته لار هواروي.د بیان له‌مخې، د مسکو دا ادعا چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري کوي، د د دې ډلې لپاره «د سیاسي ملاتړ توجیه کولو لپاره یوه ناسمه هڅه» ده.

په دغه بیان کې ټینګار شوی چې د روسیې پرېکړه له افغان ولس سره «ښکاره دښمني» ده او پایله یې کېدای شي د بشري حقونو کړکېچ لا پسې ژور، د ښځو، زیان‌منو قومونو او مذهبي لږکیو ځورول ډېر کړي.

افغان معترضو مېرمنو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د هغه څه په اړه بې پروا پاتې نه‌شي چې د دغه سازمان د منشور له‌مخې سرغړونه بلل کېږي او له عمومي اسامبلې نه یې غوښتي چې د «سولې لپاره یووالي» د پرېکړه‌لیک په چوکاټ کې د روسیې د غړیتوب د ځنډېدو امکان په پام کې ونیسي.

دا څرګندونې وروسته تر هغې کېږي چې وړمه ورځ مسکو اعلان وکړ چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژانده.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی وایي، ایراني رسنۍ افغانانو ته «سپکه او ناانساني ژبه» کاروي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې «ایراني رسنۍ تبعیضي مطالب خپروي، افغان کډوال او اقلیتونه د «خیانت کوونکو» په توګه انځوروي او د هغوی پر وړاندې سپکه او ناانساني ژبه کاروي.»

نوموړي شنبه (چنګاښ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکي نیول شوي دي.د هغه په ​​وینا، ایراني چارواکي دا کسان پر «جاسوسۍ» تورنوي.

بېنېټ پر ایراني چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او له خپل سري نیولو، ناوړه چلند او تبعیضي اقداماتو نه ډډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شدیدې جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي چې هره ورځ له دوغارون پولې نه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال باسي. د نوموړي په وینا، تر دمه له دې پولې نه تر «۵۰۰ زرو» ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.

پاکستان: د روسیې له‌خوا د طالبانو په «رسمیت پېژندل» د دواړو هېوادونو خپل‌منځي موضوع ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، هېواد یې د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته پام کړی دی. هغه وایي چې دا د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ یو »خپپلمنځي مساله» ده.

نوموړي د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «د روسیې او افغانستان اړیکې د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ یوه موضوع ده». شفقت علي خان دا هم زیاته کړه چې روسیه په سیمه کې مشروع امنیتي ګټې لري او دا د هغوی د تګلارې برخه ده.

د پاکستان دغه ډیپلومات څرګنده کړه چې اسلام‌اباد له مسکو سره نږدې، تودې او دوستانه اړیکې لري او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې دا مثبت تعاملوساتي.