• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو شمېر معترضو افغان مېرمنو د مسکو له‌خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه وغندله

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

یو شمېر معترضو افغان مېرمنو د روسیې له‌خوا دطالبانو د «رسمیت پېژندنې» پرېکړه په کلکه غندلې او دا یې «د جنسیتي تبعیض ښکاره ملاتړ او د عدالت له اصولو نه سرغړونه» بللې ده.

افغان مېرمنو شنبه (چنګاښ ۱۴مه) په خپل بیان کې زیاته کړې چې د کرېملین دا اقدام نه یوازې د افغان ښځو حقونو ته جدي ګواښ دی، بلکې په سیمه او نړۍ کې د افراطیت او بې‌ثباتۍ خپراوي ته لار هواروي.د بیان له‌مخې، د مسکو دا ادعا چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري کوي، د د دې ډلې لپاره «د سیاسي ملاتړ توجیه کولو لپاره یوه ناسمه هڅه» ده.

په دغه بیان کې ټینګار شوی چې د روسیې پرېکړه له افغان ولس سره «ښکاره دښمني» ده او پایله یې کېدای شي د بشري حقونو کړکېچ لا پسې ژور، د ښځو، زیان‌منو قومونو او مذهبي لږکیو ځورول ډېر کړي.

افغان معترضو مېرمنو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د هغه څه په اړه بې پروا پاتې نه‌شي چې د دغه سازمان د منشور له‌مخې سرغړونه بلل کېږي او له عمومي اسامبلې نه یې غوښتي چې د «سولې لپاره یووالي» د پرېکړه‌لیک په چوکاټ کې د روسیې د غړیتوب د ځنډېدو امکان په پام کې ونیسي.

دا څرګندونې وروسته تر هغې کېږي چې وړمه ورځ مسکو اعلان وکړ چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژانده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی وایي، ایراني رسنۍ افغانانو ته «سپکه او ناانساني ژبه» کاروي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې «ایراني رسنۍ تبعیضي مطالب خپروي، افغان کډوال او اقلیتونه د «خیانت کوونکو» په توګه انځوروي او د هغوی پر وړاندې سپکه او ناانساني ژبه کاروي.»

نوموړي شنبه (چنګاښ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکي نیول شوي دي.د هغه په ​​وینا، ایراني چارواکي دا کسان پر «جاسوسۍ» تورنوي.

بېنېټ پر ایراني چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او له خپل سري نیولو، ناوړه چلند او تبعیضي اقداماتو نه ډډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شدیدې جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي چې هره ورځ له دوغارون پولې نه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال باسي. د نوموړي په وینا، تر دمه له دې پولې نه تر «۵۰۰ زرو» ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.

پاکستان: د روسیې له‌خوا د طالبانو په «رسمیت پېژندل» د دواړو هېوادونو خپل‌منځي موضوع ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، هېواد یې د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته پام کړی دی. هغه وایي چې دا د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ یو »خپپلمنځي مساله» ده.

نوموړي د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «د روسیې او افغانستان اړیکې د دوو خپلواکو هېوادونو ترمنځ یوه موضوع ده». شفقت علي خان دا هم زیاته کړه چې روسیه په سیمه کې مشروع امنیتي ګټې لري او دا د هغوی د تګلارې برخه ده.

د پاکستان دغه ډیپلومات څرګنده کړه چې اسلام‌اباد له مسکو سره نږدې، تودې او دوستانه اړیکې لري او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې دا مثبت تعاملوساتي.

حماس له اسراییل سره د «اوربند» په تړاو خبرو ته چمتووالی ښودلی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د فلسطین حماس ډلې اعلان کړی چې دوی چمتو دي څو په غزه کې له اسراییل سره د اوربند په تړاو سملاسي خبرې پیل کړي. د دې ډلې په وینا، د خبرو اصلي هدف د جګړې پای ته رسول او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره لازم ترتیبات برابرول دي.

که څه هم د نظر اختلافونه او بې‌باوري شته، خو یو شمېر چارواکو او منځګړیو دا پرمختګ یو «مثبت ګام» بللی دی.

حماس ویلي چې د امریکا، قطر او مصر تر منځګړیتوب لاندې د اوربند وړاندیز ته یې «مثبت» ځواب ورکړی او چمتو دي چې په «سملاسي او جدي ډول» د دې هوکړې د تطبیق پر پر څرنګوالي خبرې پیل کړي.

واینټ وېب‌پانې حماس ډلې ته د یوې نږدې سرچینې له قوله لیکلي چې دې ډلې هم مهاله د یو شمېر کوچنیو بدلونونو غوښتنه هم کړې ده. له دې غوښتنو یوه دا ده چې د غزې بشري بنسټ (GHF) باید له دې هوکړې لیرې شي. دا بنسټ د اسراییل او امریکا له لوري ملاتړ کېده، خو حماس ادعا کوي چې د دوی پر نفوذ یې منفي اغېز کړی.

حماس همداراز غوښتنه کړې چې د اسراییل پوځ دې هغو مورچلو ته شاتګ وکړي چې په پخواني اوربند کې پرې موافقه شوې وه. دغه راز، دوی له امریکا، قطر او مصر څخه درې اړخیز ضمانتونه غواړي، څو د ۶۰ ورځني اوربند وروسته، جګړه بېرته بیا پیل نه شي.

د اسلامي جهاد ډلې مشروط ملاتړ

د فلسطین جهاد اسلامي ډلې هم له اوربند سره خپل ملاتړ څرګند کړی، خو په یوه اعلامیه کې یې ټینګار کړی چې دوی د اضافي ضمانتونو غوښتنه کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل به له یرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو وروسته، یو ځل بیا بریدونه ونه کړي.

په تل‌ابیب کې تاوتریخجنه سیاسي غونډه

په اسراییل کې بیا پر سیاسي کچه، د جګړې د راتلونکي پر سر جدي اختلافات روان دي. د اسراییل چېنل ۱۲ ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي‌وزیر بنیامین نتانیاهو او د پوځ لوی درستیز ایال زمیر د غزې تړانګې لپاره د راتلونکو پوځي پلانونو پر سر له لوړپوړو امنیتي قومندانانو او وزیرانو سره په یوې تاوتریخجنه غونډه کې شخړه کړې ده.

په دې غونډه کې نتانیاهو د دې طرحې د چمتو کولو امر کړی چې پراخ شمېر خلک د غزې جنوب ته انتقال شي. خو زمیر خبرداری ورکړی چې دا کار به د «حالات له کنټروله وباسي» او د ولسي پاڅون سبب به شي. نتانیاهو بیا ټینګار کړی: «زه نه غواړم نظامي اداره هلته ولرو، خو چمتو نه یم چې حماس پاتې شي».

سپاه پاسداران وایي، ایران کې د انټرنېټ کمزوري کېدل د «سایبري جګړې» پایله ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د ایران سپاه‌پاسداران اړوند فارس خبري اژانس وايي چې د انټرنېټ ورووالی او په دغه هېواد کې ځینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ګډوډي د «لویې سایبري جګړې» پایله ده.

یاد رسنۍ لیکلي، کله چې د انټرنېټ سرعت ورو وي یا ځینې خدمتونه نه وړاندې کېږي، نو لامل یې ښايي د پردې تر شا تنظیم شوي بریدونه وي چې د ایران مخابراتي زیربناوې په نښه کوي.

فارس خبرداری ورکړی چې دا سایبري بریدونه یوه پټه جګړه ده چې «هره ورځ لا شدیده کېږي» او دغه هېواد په سایبري فضا کې له پراخو ګواښونو سره مخ دی.

د ایران رسمي حکومتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بلاول بوټو: ښايي د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې وي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له الجزیزې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه ویلي چې پاکستان د جیش محمد وسله‌والې ډلې د مشر مسعود اظهر د ځای ځایږي په تړاو معلومات لري. هغه زیاته کړې چې نوموړی ښايي اوس په افغانستان کې وي.

بلاول بوټو همدا راز زیاته کړې چې د لشکر طیبه وسله‌والې ډلې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید بیا په پاکستان کې زنداني دي. د نوموړي په وینا، مسعود اظهر له پخوانیو افغان مجاهدینو سره نږدې اړیکې لري او همدې ته په پام ښايي هغه اوس په افغانستان کې وي.

بوټو وویل: «که هند موږ ته معلومات راکړي چې هغه رښتیا په پاکستان کې دی، موږ به ډېر خوشاله شو او هغه به ونيسو. خو حقیقت دا دیچې د هند حکومت موږ ته په دې اړه معلومات نه راکوي». هغه وایي، که نوی ډیلي تمه لري چې اسلام اباد ورسره د ترهګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، نو باید یو له بل سره د ترهګرو ډلو او کسانو په تړاو معلومات شریک کړي.

د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نوي له نظره ډېر پياوړی او خطرناک ترهګر بلل کېږي او د هند دننه به ډېرو بریدونو کې ښکېل بللشوی. هند څو څو ځله له پاکستانه غوښتي چې هغه او د لشکر طیبه مشر حافظ سعید دې ورته وسپاري.

مسعود اظهر په ۲۰۱۹زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د ترهګرو په نوملړ کې هم شامل شوی دی.