یوه بنګله دېشي شرکت د افغانستان د لمریزې برېښنا تولېد کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې یوه بنګله دېشي شرکت په افغانستان کې د ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې یوه بنګله دېشي شرکت په افغانستان کې د ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د بنګله دېش د بي پي ټي ایل په نوم شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې د جلب او جذب رییس رحمت ولي رحماني سره په کته کې د لمریزې برېښنا تولید ته لیوالتیا ښودلې.
طالبانو د بنګله دېشي شرکت د رییس محمد اسحاق ابوالخیر له قوله ویلي:« لیواله دي چې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.»
طالبانو د یاد بنګله دېشي شرکت مسوولینو ته په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې ډاډ ورکړی، خو د لمریزې برېښنا د تولید پروژو د پانګونې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د ځینو هېوادونو خصوصي شرکتونو ته په کانونو، برېښنا او نورو برخو کې پروژې ورکړې دي، خو ډیری کسان په دا ډول پروژو کې طالبان په مالي فساد، غیر مسلکي عمل او د شفافیت نشتوالي تورنوي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، چې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې دا اونۍ یوه جرګه راغوښتل شوې وه چې پکې ځایي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې یا د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ بند کړئ او یا د نویو پوځي عملیاتو لپاره تیار شئ.
محسن داوړ په یوه مقاله کې چې په فرایډې ټایمز کې خپره شوې، لیکلي، چې دا سیمه پخپله د پاکستان د ناکامې افغان پالیسۍ تر ټولو لویه قرباني وه او اوس هغوی ته دا وړاندیز کېږي چې د داسې یوې ستونزې حل راوباسي، چې د دوی له واکه بهر ده.
محسن داوړ استدلال کوي چې افغان طالبان او ټي ټي پي جلا نه دي، بلکې دا دواړه له یو بل سره ایډیالوژیک او عملي تړاو لري. د داوړ په باور، که په شمالي وزیرستان عملیات وشي، د ټي ټي پي جنګیالي به یو ځل بیا افغانستان ته وتښتي، او د افغانستان طالبان، چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له نرم دریځ ګټه اخلي، هیڅ امکان نه لري چې د دوی مخه ونیسي.
داوړ وايي، په پاکستان کې د افغان طالبانو حضور یوازې په جنګیالیو پورې محدود نه دی، بلکې د دوی کاروبارونه، کورنۍ او مشران لا هم دلته موجود دي او سره له دې چې دوی پوهېږي په افغانستان کې یې واکمني ډېره نازکه ده، خو د پاکستان دوامدار نرم چلند او تساهل دوی ته یو ډېر باثباته ځای برابروي.
د داوړ په وینا، د پخوانۍ فاټا لپاره د جرګو د بیا احیا کولو کمېټې جوړول، د پاکستان د عدلي نظام ناکامي ده. هغه زیاتوي، « دا کار نه یوازې د اساسي قانون خلاف دی، بلکې دا هغه ژمنې هم لهمنځه وړي چې له مرکز سره د فاټا د یوځای کولو پر مهال شوې وې».
محسن داوړ استدلال کوي چې ترڅو پاکستان د افغان طالبانو او د هغوی د پاکستاني اتحادیانو پر ضد یو روښانه او اصولي دریځ ونه نیسي، تر هغه به نه سوله راشي، نه امنیت.
هغه وايي، چې د جرګو بیا راژوندي کول، محدود عملیات او پر ولس پړه اچول به د ترهګرۍ ستونزه حل نه کړي، بلکې نوره به یې پراخه کړي.

د طالبانو د پروان والي محمد ادریس انوري له یو شمېر ځايي خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، خبریالان باید خپل رسنیز فعالیتونه مسوولانه پر مخ یوسي او خپله اصلي موخه هم باید دین او اسلامي نظام ته خدمت کول وګرځوي.
ادریس انوري دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو غونډه کې کړې دي.
د طالبانو د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس په دغه ولایت کې په نږدې راتلونکې کې د دانش راډیو د بیاځلي فعالیتونو له پیلېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې خبریالان د خپرو شویو خبرونو پر وړاندې دنیوي او اخروي مسوولیتونه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالان د ځانونو د خوندیتوب لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوي او لسګونو ټلویزیوني او راډيويي شبکو خپل رسنیز فعالیتونه یا درولي او یا هم اړ اېستل شوي چې خپل نشرات بند کړي.
د رسنیو د ملاتړ ادارو ویلي، چې په افغانستان کې شته فعالې رسنۍ هم تر سخت فشار لاندې دي ځکه خبرونه باید د طالبانو له فلتره تر تېرېدو وروسته خپاره شي او هېڅوک په هېڅ خپرونه کې د طالبانو پر اداره د نیوکې حق نه لري.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، له ایران نه په جبري توګه اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکې، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په نیمروز ولایت کې د یوه لنډ مهالي میشتغالي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه میشتغالی د ورېښمو پله په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي او موخه یې هم له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهالي او خوندي ځای برابرول دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه میشتغالي کې د کډوالو لپاره ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوې، چې تشنابونه، حمامونه، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیسات، روغتیايي کلینیک، جومات او نور ورته خدمات پکې شامل دي.
خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې، پر دغه میشتغالي څومره لګښت راځي او د کوم بنسټ له لوري ورکول کېږي او همداراز په څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي، څه نه دي ویل شوي.

د بریټانیا سمندري ځواکونه وايي، د یکشنبې په ورځ د یمن ساحل ته څېرمه په سره سمندرګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ وسله والو د سپکو او درندو وسلو برید کړی دی. د اسوشېټد پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، سملاسي د دغه برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز (UKMTO) ویلي، چې له پېښې سره هم مهاله د بېړۍ د امنیتي کسانو لهخوا متقابلې ډزې شوې دي.
د امبري په نوم یوه سمندري امنیتي شرکت ویلي، پر یادې بېړۍ اتو وسله والو برید کړی او لا هم څرګنده نه ده چې، بریدګر څوک دي.
د اسوشېټډ پرېس اژانس د راپور له مخې، دغه موضوع په منځني ختیځ کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره هم شریکه شوې، خو تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودل شوی.
سره له دې چې، تر اوسه د دغه برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې د یمن حوثیانو په سره بحیره کې پر سوداګریزو او نورو نظامي بېړیو بریدونه کول.
د یمن حوثیانو ویلي وو، تر هغه چې، پر غزې د اسراییل بریدونه نه وي درول شوي نو په سره سمندرګي او همداراز عدن خلیج کې د لویدیزوالو هر ډول بېړۍ به په نښه کوي.
د اسوشېتد پرس د راپور له مخې، د یمن حوثیانو د ۲۰۲۳ له نومبره د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ په سرې بحیرې کې پر څه باندې سلو بېړیو بریدونه کړي او په ترڅ کې یې دوه بېړۍ ډوبې شوي او څلور سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.
سرچینه وايي، دغه وضعیت د سره سمندرګي له لارې نړیوال سوداګریز بهیر چې، کلنی سوداګریز ارزښت یې څه باندې یو ټریلیون ډالره کېږي، ټکنی کړی دی.
امریکا بیا د همدې موضوع په تړاو د روان کال په مارچ میاشت کې د یمن پر حوثیانو سخت هوايي بریدونه وکړل او بالاخره د دواړو لوریو تر منځ اوربند وشو او تر هغه را وروسته د سیمې په سمندرونون کې پر بېړیو برید نه دی شوی، خو په دې موده کې حوثیانو کله نا کله پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ وزارت د هوا پوهنې ادارې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله له اوښتو زیانونو وروسته، نن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، چټکو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یادې ادارې د نن او سبا لپاره په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د هوا پوهنې ادارې ویلي، جې د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۵ ملي متره پورې وي او د اټکل له مخې، په شمالي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې به د تېزو بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره وي.
پر همدغه مهال په ننګرهار کې ځايي طالب مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو د مړه کېدو ترڅنګ ۲۸۰ کورونه او ۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
