• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پروان والي: د خبریالانو هدف باید دین او نظام ته خدمت کول وي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د پروان والي محمد ادریس انوري له یو شمېر ځايي خبریالانو سره په کتنه کې ویلي، خبریالان باید خپل رسنیز فعالیتونه مسوولانه پر مخ یوسي او خپله اصلي موخه هم باید دین او اسلامي نظام ته خدمت کول وګرځوي.

ادریس انوري دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو غونډه کې کړې دي.

د طالبانو د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس په دغه ولایت کې په نږدې راتلونکې کې د دانش راډیو د بیاځلي فعالیتونو له پیلېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې خبریالان د خپرو شویو خبرونو پر وړاندې دنیوي او اخروي مسوولیتونه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالان د ځانونو د خوندیتوب لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوي او لسګونو ټلویزیوني او راډيويي شبکو خپل رسنیز فعالیتونه یا درولي او یا هم اړ اېستل شوي چې خپل نشرات بند کړي.

د رسنیو د ملاتړ ادارو ویلي، چې په افغانستان کې شته فعالې رسنۍ هم تر سخت فشار لاندې دي ځکه خبرونه باید د طالبانو له فلتره تر تېرېدو وروسته خپاره شي او هېڅوک په هېڅ خپرونه کې د طالبانو پر اداره د نیوکې حق نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په نیمروز کې راستنېدونکو افغانانو ته د میشتغالي جوړولو چارې روانې دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۲ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، له ایران نه په جبري توګه اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکې، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په نیمروز ولایت کې د یوه لنډ مهالي میشتغالي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه میشتغالی د ورېښمو پله په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي او موخه یې هم له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهالي او خوندي ځای برابرول دي.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه میشتغالي کې د کډوالو لپاره ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوې، چې تشنابونه، حمامونه، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیسات، روغتیايي کلینیک، جومات او نور ورته خدمات پکې شامل دي.

خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې، پر دغه میشتغالي څومره لګښت راځي او د کوم بنسټ له لوري ورکول کېږي او همداراز په څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي، څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانو او سېلابونو اټکل کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ وزارت د هوا پوهنې ادارې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله له اوښتو زیانونو وروسته، نن او سبا په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، چټکو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یادې ادارې د نن او سبا لپاره په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پوهنې ادارې ویلي، جې د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۵ ملي متره پورې وي او د اټکل له مخې، په شمالي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې به د تېزو بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره وي.

پر همدغه مهال په ننګرهار کې ځايي طالب مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له امله د دوو ماشومانو د مړه کېدو ترڅنګ ۲۸۰ کورونه او ۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

سرچینې: طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې د غړیتوب په تور دوه تنه وژلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په پنجشېر کې محلي سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د لواء ځانګړي ځواک جنګیالیو دوه تنه ولسي وګړي له څو ورځني بند او شکنجې وروسته، د ملم‌خاک په غرنۍ سیمه کې په ډزو وژلي دي.

سرچینې وایي، دغه کسان، چې حکیم‌الله او احمدعلي نومېدل، شاوخوا لس ورځې مخکې د پنجشیر ولایت په عبدالله‌خېل دره کې نیول شوي وو او بیا د دشتک مرکزي زندان ته انتقال شوي وو.

د سیمې یوه اوسېدونکي او مدني فعال غلام‌فاروق علیم، چې اوس له افغانستان نه بهر ژوند کوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «طالبانو دغه کسان څو ځلې له زندان څخه غرونو ته انتقال کړل [د احتمالي وسلو د کشف لپاره]،او ځایي خلکو لیدلي چې دوی غرونو ته وړل کېدل».

د علیم په وینا، طالبانو دا دوه تنه د وسلو پټولو په تور تورن کړي وو، خو هیڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

علیم زیاتوي چې یاد کسان د شنبې په ورځ، د چنګاښ میاشتې پر۱۴مه نېټه، د ملم‌خاک په غرونو کې په ډزو وژل شوي او تر اوسه یې مړي کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

یوه بله ځایي سرچینه، چې نه‌غواړي نوم یې افشا شي، هم دا پیښه تاییدوي او وايي، چې «دغو دوو کسانوله ملي مقاومت جبهې سره هیڅ اړیکه نه درلوده».

طالبان وايي، په لومړي ځل یې له بلخ څخه ۲۱ ټنه مینځونکي توکي لندن ته صادر کړل

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په لومړي ځل یې په دغه ولایت کې تولیدیدونکي منیځونکي توکي لندن ته صادر کړل. د دغو مینځونکو توکو ارزښت ۳۰ میلیونه امریکايي ډالر ښودل شوی دی.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بلخ د یوې خصوصي فابریکې له لوري تولیدیدونکي ۲۱ ټنه مینځونکي توکي یې لندن ته صادر کړل او تر راتلونکو پنځو کلونو به د دغو توکو صادرات دوام ولري.

د دغو مینځونکو توکو ارزښت ۳۰ مېلیون امریکايي ډالر ښودل شوی دی.

د ځايي طالب سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد مینځونکي توکي تردې وړاندې ازبکستان ته هم صادریدل.

جرمني کې یو افغان په ښکاري ټوپک د خپل ورور د قتل په تور محاکمه کیږي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

یو ۶۹ کلن افغان د جرمني په هاناو سیمه‌ییزه محکمه کې په دې تور محاکمه کیږي چې ادعا کېږي نږدې لس کاله مخکې یې په کندهار ښار کې خپل ورور په ښکاري ټوپک وژلی. شکمن افغان له جنورۍ راهیسې د فرانکفورت په توقیف‌خونه کې بندي دی.

تمه ده چې دغه محاکمه د جولای میاشتې پر۱۷مه پیل شي. پر تورن د « پټې دښمنۍ او ټیټو انګیزو» پر بنسټ د قتل تور لګول شوی. د پېښې ځای، کندهار دی، چې د جرمني د عدلي واکمنۍ له حوزې بهر دی، خو د قضیې د ځانګړو شرایطو له امله به دا موضوع د جرمني د عدلي نظام له خوا تعقیب شي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، جرمني له افغانستان سره نه سیاسي او نه هم کونسلي اړیکې لري. له همدې امله، د جرمني د جزایي قانون ۷مه ماده اجازه ورکوي چې که د جرم عامل یا قرباني د جرمني له اقلیم او تابعیت سره تړاو ولري، جرمني محکمو ته بهرني جرمونه راجع کېدای شي.

د عامه ادعاوو وکیله لیزا اورف وايي، چې پر یاد کس تور دی، چې په کندهار کې یې یو تن د دسیسې له مخې د ښکاري ټوپک په ډزو وژلی دی.

شکمن افغان له جنورۍ راهیسې د فرانکفورت په توقیف‌خونه کې بندي دی. هغه او مدافع وکیل یې تورونه ردوي. د قضیې یو مهم شاهد، چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، هم د محکمې له خوا احضار شوی.

د قرباني د کورنۍ له خوا شکایت ثبت شوی و. د جرمني د پلټونکو په وینا، هغوی د یو کال پلټنو په ترڅ کې داسې شواهد راټول کړي چې د وژنې ادعا پیاوړې کوي. لومړني رپوټونه ښيي چې مقتول پر سر په مرمۍ ویشتل شوی.

محکمې تر اوسه درې ځله د توقیف دوام ارزولی او هر ځل یې د شکمن د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې ده.

د هاناو د محکمې مرستیال رییس ډاکټر میرکو شولتې دا قضیه پر مخ وړي. د محکمې لومړۍ ناسته به د تور لیک (محکمې د ادعا سند) په لوستلو سره پیل شي او بیا به څو نورې ناستې هم ترسره شي.