• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې استخبارات: چین د فرانسې د "رافایل" جنګي الوتکو د نوم بدولو هڅې کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۱

د فرانسې استخبارات وايي، چین په نورو هېوادونو کې خپلو سفارت خونو ته سپارښتنه کړې چې، د فرانسې "رافایل" جېټ الوتکو د کار کړنو د څرنګوالي او شهرت په تړاو شکونه خپاره کړي څو له دې لارې د فرانسې دفاعي باور، صنعتي حیثیت او نړیوالې اړیکې کمزورې شي.

د اسوشېتد پرس د راپور له مخې، د فرانسې "رافایل" جېټ الوتکې د روان کال په می میاشت کې د هند او پاکستان تر منځ د جګړې پر مهال کارول شوې وې.

د فرانسې د استخباراتي ادارو د موندنو له مخې، چین هڅې کوي د اندونیزیا په څېر هېوادونه چې وار له مخې یې له فرانسې د یادو جېټ الوتکو د پېرنې وړاندیز کړی، وهڅوي چې فرانسوۍ جېټ الوتکې ونه پېري او پرځای یې چین جوړې الوتکې وپېري.

د روان کال په می میاشت کې د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونوهند او پاکستان تر منځ شخړه دومره جدي شوه چې، پر یو بل یې هوايي بریدونه وکړل او دغې جګړې څو ورځې دوام وکړ.

نظامي چارواکي او څېړونکي له همغه وخت راهیسې پر دې بوخت دي چې د پاکستان چینایي جوړ شوي پوځي هارډویرونه او په ځانګړې توګه جنګي الوتکې او هوايي توغندي د هغو وسلو پر وړاندې چې څومره اغیزناکې وې، چې هند پر پاکستاني اهدافو وکارولې.

رافایل جېټ الوتکه د فرانسې د پوځي صادراتو یوه ستره نښه ده او د دغه هېواد یو له لویو کاروبارونو ګڼل کېږي او همداراز دغه کاروبار د اسیا له یو شمېر هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پراخولو وسیله هم ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې چین هڅې کوي د سیمې مشري خپله کړي.

پاکستان له هند سره د جګړې پر مهال ادعا کړې چې، د هند ۵ جېټ الوتکې یې رانسکورې کړې او په رانسکورو شویو کې ۳ یې رافایل جېټ الوتکې وې. هند هم د خپلو جېټ الوتکو د غورځېدو مساله منلې خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

دغې ادعا هغه هېوادونه سخت اندېښمن کړي چې، له فرانسې یې یا یادې جېټ الوتکې اخیستي او یا یې هم د پېرلو وړاندیز کړی دی.

د فرانسې د هوایی ځواکونو قوماندان جنرال جیروم بیلانګر ویلي، د شواهدو له مخې، د هند او پاکستان تر منځ په جګړه کې یوازې ۳ الوتکې غورځېدلې چې یوه یې رافایل، دویمه یې روسي سوخو او درېیمه هم فرانسوي میراژ-۲۰۰۰ جېټ الوتکې وې.

د نوموړي په وینا، فرانسې دغه الوتکې پر اتو هېوادونو پلورلې او دا یې لومړنۍ الوتکه ده چې، غورځول شوې ده.

فرانسوي چارواکي وایي، د فرانسې دفاعي صنعت له یوه پراخ منفي کمپاین سره مخ دی او په وینا یې پاکستان او د هغه متحد چین له خوا پر ټولنیزو رسنیو منفي تبلیغات کېږي او همداراز د AI په مرسته جعلي انځورونه جوړ شوي او د ویډیو لوبو له لارې د جګړې جعلي صحنې خپرې شوې دي.

د فرانسې متخصصین وایي، د جګړې له پیل سره هم‌مهاله تر ۱۰۰۰ زیات نوي ټولنیز حسابونه جوړ شوي او د چینايي ټیکنالوژۍ د غوره والي پیغام د خپرولو هڅې کوي.

د اسوشېتد پرس د راپور له مخې، که څه هم فرانسوي استخبارات دا نشي ثابتولی چې یاد انلاین کمپاین نېغ په نېغه د چین حکومت له لوري پر مخ بیول کېږي خو دومره وايي چې د چین سفارتونو پوځي استازي همغه پیغام له دفاعي چارواکو سره په کتنو کې تکرار کړی او په وینا یې بېجېنګ هڅې کوي، چې نورو هېوادونو ته د رافایل بده ووايي.

د چین دفاع وزارت په دې تړاو د اسوشېتد پرس پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، "دا ادعاوې بې‌اساسه اوازې او بدنامول دي. چین تل د وسلو د صادراتو په برخه کې مسوولانه او محتاط چلند غوره کړی او د نړیوالې سولې او ثبات لپاره رغنده رول لوبوي."

د فرانسې دفاع وزارت بیا د رافایل جېټ الوتکو په تړاو د شویو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په دې سره د فرانسې اعتبار او ستراتیژیکې اړیکې په نښه شوې دي.

د فرانسې دفاع وزارت زیاته کړې، "رافایل تصادفي هدف نه و، دا یوه پرمختللې جنګي الوتکه ده چې نړیوالو ته صادریږي، او له همدې امله یو ستر فرانسوي ستراتیژیک محصول ګڼل کېږي. په دې برید سره د فرانسې باور، صنعتي اعتبار او ستراتیژیکې اړیکې په نښه شوې دي."

"ډاسالټ ایوی ایشن"۵۳۳ رافایل الوتکې پلورلز دي، چې ۳۲۳یې مصر، هند، قطر، یونان، کروشیا، متحده عربي اماراتو، سربیا او اندونیزیا ته د صادرولو لپاره دي. اندونیزیا د ۴۲ الوتکو د پېرلو وړاندیز کړی او د نورو د اخیستلو په اړه غور کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

نتنياهو: له ټرمپ سره لیدنه به د اوربند په هوکړه کې پرمختګ راولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنياهو ویلي، تمه لري چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دوشنبې ورځې لیدنه به د غزې جګړې د بندیدو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو په تړاو د قطر د خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ راولي.

نتنياهو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د واشنګټن پر لور د روانېدو پرمهال وکړې او ویې ویل چې اسرایيلي پلاوي ته د خبرو لپاره واضح هدایات ورکړل شوی چې د اسراییل له منل شویو شرایطو سره سم اوربند ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه: « زه باور لرم چې له ولسمشر ټرمپ سره بحث کولی شي دا پایلې ګړندۍ کړي. زه ژمن یم چې زموږ یرغمل شوي وګړي بېرته راولو او د حماس ګواښ له منځه یوسو».

د امریکا په ملاتړ د۶۰ ورځني اوربند طرحه د حماس له خوا هم "مثبته " ارزول شوې، خو لا هم ځینې اختلافونه شته.

فلسطیني چارواکو اندېښنه ښودلې چې د بشري مرستو، د رفح بندر له لارې تګ راتګ، او د اسرایېلي ځواکونو د وتلو مهال‌وېش لا هم مبهم دي.

د نتنياهو دفتر ویلي، که څه هم د حماس له لوري وړاندیز شوي بدلونونه د اسراییل لپاره د منلو وړ نه دي، خو بیا هم پلاوی قطر ته استول شوی څو د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هڅې دوام ومومي.

د اسراییل د مالیې وزیر د غزې جګړې د پالیسۍ په اړه پر نتنیاهو نیوکه کړې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د اسراییل د مالییې وزیر او د سخت درېځه مذهبي ګوند مشر بیزالیل سموتریچ د غزې تړانګې ته د مرستو پرېښودل «یوه جدي تېروتنه» بللې او وايي، دا مرستې به د حــماس لاس ته ولویږي.

د اسراییل د سخت دریځه مذهبي ګوند دغه نفوذ لرونکي وزیر پر بنیامین نتنیاهو تور لګولی، چې د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس پر وړاندې د جګړې په تعقیب کې د حکومت د لارښوونو په تعقیبولو کې پاتې راغلی.

نوموړي د ایتلافي حکومت پرېښودو ته مستقیمه اشاره نه ده کړې، خو وايي، چې د اوس لپاره د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه فکر کوي.

سموتریچ پر اېکسپاڼه لیکلي:« کابینې او لومړي وزیر تېره ورځ دا جدي تېروتنه وکړه چې له داسې لارې یې د مرستو داخلېدو ته اجازه ورکړه چې له حماس سره هم مرسته کوي.»

نوموړی ویلي، چې دا مرستې به د حماس لاس ته ولویږي او د جګړې پر مهال به یې د لوژستکي ملاتړ په توګه وکاروي.

پر همدغه مهال د اسراییل حکومت د مرستو د تګلارې د بدلون په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی، خو د اسراییل رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد کابینې د شمالي غزې لپاره د اضافي مرستو د داخلېدو پرېکړه کړې ده.

د اسراییل د مالیې وزیر پر نتنیاهو دا نیوکه په داسې حال کې کړې، چې اسراییل له حماس سره د ممکنه اوربند او بندیانو د تبادلې خبرو په اړه نن قطر ته یو پلاوی استولی او ټاکل شوې، چې نتنیاهو به سبا له ټرمپ سره په واشنګټن کې د امریکا په ملاتړ د ۶۰ ورځني اوربند د وړاندیز په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، په غزه کې د دایمي اوربند منلو په اړه په اسراییل کې پر نتنیاهو فشارونه زیات شوي، خو د بیزالیل په مشرۍ مذهبي سخت دریځه ګوند غړي یې مخالفت کوي.

د بریټانیا سمندري ځواکونه: په سره سمندرګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید شوی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د بریټانیا سمندري ځواکونه وايي، د یکشنبې په ورځ د یمن ساحل ته څېرمه په سره سمندرګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ وسله والو د سپکو او درندو وسلو برید کړی دی. د اسوشېټد پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، سملاسي د دغه برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی.

د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز (UKMTO) ویلي، چې له پېښې سره هم مهاله د بېړۍ د امنیتي کسانو له‌خوا متقابلې ډزې شوې دي.

د امبري په نوم یوه سمندري امنیتي شرکت ویلي، پر یادې بېړۍ اتو وسله والو برید کړی او لا هم څرګنده نه ده چې، بریدګر څوک دي.

د اسوشېټډ پرېس اژانس د راپور له مخې، دغه موضوع په منځني ختیځ کې د امریکا له سمندري ځواکونو سره هم شریکه شوې، خو تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودل شوی.

سره له دې چې، تر اوسه د دغه برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو تر دې مخکې د یمن حوثیانو په سره بحیره کې پر سوداګریزو او نورو نظامي بېړیو بریدونه کول.

د یمن حوثیانو ویلي وو، تر هغه چې، پر غزې د اسراییل بریدونه نه وي درول شوي نو په سره سمندرګي او همداراز عدن خلیج کې د لویدیزوالو هر ډول بېړۍ به په نښه کوي.

د اسوشېتد پرس د راپور له مخې، د یمن حوثیانو د ۲۰۲۳ له نومبره د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ په سرې بحیرې کې پر څه باندې سلو بېړیو بریدونه کړي او په ترڅ کې یې دوه بېړۍ ډوبې شوي او څلور سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.

سرچینه وايي، دغه وضعیت د سره سمندرګي له لارې نړیوال سوداګریز بهیر چې، کلنی سوداګریز ارزښت یې څه باندې یو ټریلیون ډالره کېږي، ټکنی کړی دی.

امریکا بیا د همدې موضوع په تړاو د روان کال په مارچ میاشت کې د یمن پر حوثیانو سخت هوايي بریدونه وکړل او بالاخره د دواړو لوریو تر منځ اوربند وشو او تر هغه را وروسته د سیمې په سمندرونون کې پر بېړیو برید نه دی شوی، خو په دې موده کې حوثیانو کله نا کله پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي دي.

ایراني توغندیو د اسراییل پنځه نظامي مرکزونه مستقیم هدف ګرځولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د سپوږمکۍ له لارې تازه معلوماتو پر بنسټ، ایران له اسراییل سره جګړه کې د خپلو غچ‌اخیستونکو بریدونو په لړ کې د تل ابیب پنځه مهم نظامي اهداف مستقیم په نښه کړي دي، چې یوه هوایي اډه، یو استخباراتي مرکز او یو لوژستیکي مرکز پکې شامل دي.

دا سپوږمکیز راداري معلومات، چې د جګړه‌يیزو سیمو د بمباریو د اغېزو د ارزونې لپاره کارول کېږي، د اورېګن ایالت پوهنتون له خوا د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې ته ورکړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه شپږ توغندي د اسراییل د شمال، جنوب او مرکز په برخو کې پر پنځو مهمو نظامي تاسیساتو ویشتلي دي. دا بریدونه تر دې دمه د اسراییلي چارواکو له لوري رسمي نه دي اعلان شوي.

د ټلګراف په رپوټ کې ویل شوي، سره له دې چې زیات شمېر توغندي د اسراییل د هوايي دفاعي سیستم له خوا شنډ شوي، خو د بریدونو په لومړیو اتو ورځو کې، د هدف ته د رسیدو کچه په پرله‌پسې ډول لوړه شوې ده.

د متقابلو بریدونو له اوومې ورځې وروسته، شاوخوا ۱۶سلنه ایراني توغندي د اسراییل د دفاعي سیستم له لارې تېر شوي او ټاکل شوي اهداف یې په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې اسراییل د جون پر ۱۳مه پر ایران پراخ بریدونه کړي وو، چې د دغو بریدونو هدف د ایران اټومي تاسیسات او لوړپوړي نظامي مشران وو.

اسراییل له حماس سره د خبرو لپاره قطر ته پلاوی استوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

اسراییل ویلي، چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او پر اوربند د یوې احتمالي هوکړې لپاره د یکشنبې په ورځ یو پلاوی قطر ته استوي. دا خبرې د امریکا تر ملاتړ لاندې د یوې طرحې پر بنسټ کېږي او موخه یې د غزې جګړې پای ته رسول او د یرغمل شویو کسانو بېرته راګرځول دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې حماس د اوربند په طرحه کې د ځینو بدلونونو وړاندیز کړی خو قطر ته د اسراییلي پلاوي له استولو سره سره د حماس دغه وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي:« د حماس هغه بدلونونه چې د قطر وړاندیز کې یې غوښتنه کړې، موږ ته رسېدلي، خو دا بدلونونه د اسراییل لپاره د منلو وړ نه دي.»

نتنیاهو د شنبې په شپه د کابینې بېړنۍ ناسته کې قطر ته د پلاوي استولو پرېکړه کړې ده، خو ټینګار کوي چې له حماس سره به تر هغه هوکړه و نه کړي، څو چې دا ډله بې‌وسلې شوې نه وي.

حماس د امریکا په ملاتړ د اسراییل د اوربند طرحې ته مثبت ځواب ویلی، خو درې پړاویزه هوکړه یې وړاندیز کړې، چې له مخې به یې د ۶۰ ورځو په موده کې ژوندي او مړه شوي یرغمل شوي کسان په څو پړاوونو کې خوشې کیږي او غوښتنه کوي، چې د دایمې اوربند خبرې به دوامداره ساتل کیږي.

همدارنګه حماس غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو بشپړ بهیر دې بیا ځلي پیل او د اسراییل ځواکونه دې خپلو پخوانیو موقعیتونو ته ور وګرځي.

پر همدغه مهال د یرغمل شویو کسانو کورنیو د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ټولو یرغمل کسانو د خلاصون لپاره یو جامع او وروستی تړون لاسلیک شي.

یو شمېر مظاهره‌چیان وایي، که دا فرصت له لاسه ورکړل شي، نو دا به یوه “سیاسي ناکامي” وي.

د اسراییل له خوا په غزه کې د اوربند مساله په داسې حال کې ګرمه شوې، چې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه کې تردې مهاله تر ۵۷۰۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي او له ۱۲۰۰ ډیر اسراییلیان وژل شوي دي.