په نړۍ کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ملي هویت اسناد نه‌لري

ملګري ملتونه وایي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ملي هویت سند نه لري او له دې امله له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې له ۴۷زرو ډېرو هغو کسانو تابعیت ترلاسه کړ، چې هیڅ ډول ملي هویت یې نه و څرګند.