سعودي عربستان د برېکس په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نهده اعلان کړې

سعودي عربستان لا تر اوسه له برېکس هېوادونو سره د یو ځای کېدو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نهده اعلان کړې. سعودي عربستان اوسمهال یوازې د دغه اقتصادي اېتلاف په مشورتي غونډو کې ګډون کوي.

سعودي عربستان لا تر اوسه له برېکس هېوادونو سره د یو ځای کېدو په تړاو خپله وروستۍ پرېکړه نهده اعلان کړې. سعودي عربستان اوسمهال یوازې د دغه اقتصادي اېتلاف په مشورتي غونډو کې ګډون کوي.
برېکس په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین په ګډون رامنځته شو. همداراز په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افریقا هم له یاد اېتلاف سره یو ځای شوه.
برېکس په تېر ۲۰۲۴ کال کې مصر، اېتوپیا، اندونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم د نویو غړو په توګه ومنل.


اوکرایني چارواکي وایي، چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د خارکیف اړوند د استوګنې په سیمو بریدونه کړي چې له کبله یې د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.
معلوماتو له مخې؛ د بریدونو له کبله یو ښوونځی او یوه څو پوړیزه ودانۍ سوځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون یکشنبه (د چنګاښ ۱۵مه) پر اوکراین د روسیې د تازه بریدونو د غندنې سربېره له ځنډ پرته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ د اسراییل پوځ نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) له سهار راهیسې تر دې دمه په خپلو بریدونو کې ۱۳ فلسطینیان وژلي دي.
په راپور کې د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله راغلي، چې اسرايیلي ځواکونو بریدونه پر کلابندو شویو سیمو کړي دي.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن دوشنبه د ( چنګاښ۱۶مه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ته ورسېد. تمه کېږي، چې نوموړی به په واشنګټن کې له ټرمپ سره د اسراییل او ایران د وروستي کړکېچ او د امریکا له لوري د وضع شویو تعرفو په اړه خبرې اترې وکړي.
د ځینو رسنیو په حواله نتنیاهو هڅه کوي، ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر اسراییلي وارداتو د ټاکل شوې ۱۷ سلنه تعرفې پرېکړه بېرته واخلي او یا یې کمه کړي.
نوموړي له هنګري څخه د سفر پر مهال ویلي و، چې دغه تعرفې د اسراییل اقتصاد ته ستر ګواښ دی.
تمه کېږي، چې دواړه مشران به په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړي.

ملګري ملتونه وایي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ملي هویت سند نه لري او له دې امله له ډېرو بنسټیزو حقونو بې برخې دي. د ملګرو ملتونو د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې له ۴۷زرو ډېرو هغو کسانو تابعیت ترلاسه کړ، چې هیڅ ډول ملي هویت یې نه و څرګند.
ملګرو ملتونو په خپله ویب پاڼه کې لیکلي، څېړنې ښيي که څه هم له پخوا څخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دغه ډول خلک اوسېږي؛ خو دا د تېرو کلونو پرتله ډېر لوړ شمېر دی.
د تابعیت نه درلودو او ناڅرګند ملي هویت لویه ستونزه دا ده، چې په نړۍ کې ۴.۴ مېلیونه خلک د ناڅرګند هویت او اسنادو نه درلودلو له امله د کار، زدهکړې، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو حقونو څخه محروم دي.

د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي. دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.