• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې له ایرانه نږدې درې نیم لکه کسان راستانه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او د کډوالو د چارو د کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې مسوول احمد الله متقي وايي، چې په ورځنۍ کچه له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده.

نوموړي د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په راستانه شویو شاوخوا درې لکه او څلوېښت زره کسانو کې ډېری یې په جبري توګه له ایرانه اېستل شوي دي.

که څه هم له ایرانه یو شمېر راستانه شویو کډوالو د افغانستان انټرنشل په ګډون له ځینو رسنیو سره د امکاناتو او اسانتیاوو د نشتوالي له کبله شکایتونه کړي دي؛ خو دغه طالب چارواکی بیا ادعا کوي، چې د راستنېدونکو لپاره د اسلام کلا سربېره په ټولو ولایتونو کې د پام وړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

مولوي عبدالکبیر له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو د بهیر اروزنه کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له خپلو کارکوونکو سره په اداري ناسته کې له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ارزولی دی. هغه ویلي، په هرات، فراه او نیمرزو ولایتونو کې دې د کډوالو د احتمالي څپو ډېرېدو ته تدابیر ولري.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په هرات کې د ستنېدونکو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

په دغه ولایت کې شکایتونه شوي، چې په پنډغالو کې لازم او لومړني امکانات نه دي برابر شوي. په دغه ناسته کې له هرات، فراه او نیمروز څخه بېلابېلو ولایتونو ته د کډوالو پر لېږد هم بحثونه شوي دي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر زور اخیستی او یو شمېر راستنو شویو شکایت کړی چې په یاد هېواد کې د پولیسو له لوري سخت شکنجه شوي دي.

همدا راز زیاته شوې، چې ایراني پولیسو او حکومتي چارواکو ترې په بېلابېلو پلمو ان پیسې هم په زوره اخیستې دي.

ایراني چارواکو د (چنګاښ ۱۵مه) د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ټاکلی و او د دې مودې په پوره کېدو سره اندېښنه شته، چې هېواد ته به د ستنېدونکو روان بهیر لا ګړندی او پراخ شي. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر دوام لري.

نیوکې دا دي، چې طالبانو دغو تازو ستنو شویو افغانانو ته د سرپناوو او لومړنیو مرستو په برخه کې ناغېړي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او شمېر نورو بشري ادارو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دغه ستانه شوي په کور دننه له سختو اقتصادي ننګوونو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

د مقاومت جبهې په پنجشېر کې د دوو کسانو وژنه وغندله

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې په یوه خپاره کړي بیان کې د «حکیم‌الله خان او احمد علي» په نومونو د دوو کسانو وژل‌کېدل تایید او غندلي دي.

په بیان کې راغلي، چې دا دواړه «د طالبانو په لاس» وژل شوي او دا پېښه د دغې ډلې «د سیاسي بندیانو او بې‌ګناه خلکو د دوامداره وژنې» یوه برخه ده.

یادې جبهې ویلي، چې طالبان په داسې کړنو سره د خپلو «تاریخي جرمونو دوسیه» درنه کوي او ټینګار یې کړی چې یوه ورځ به د دې کړنو ځواب وايي.

نوموړې جبهې همداراز زیاته کړې، چې «د بې‌ګناه خلکو وژنه» د طالبانو «د کمزورۍ او ماتې» نښه ده او دا ډله هڅه کوي؛ څو د تاوتریخوالي له لارې خپل دریځ ژوندی وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په پنجشېر کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د لوا ځانګړي ځواک جنګیالیو دوه ولسي وګړي تر څو ورځني بند او شکنجې وروسته د ملم‌خاک په غرنۍ سیمه کې په ډزو وژلي دي.

یوه بله ځایي سرچینه چې نه‌ یې غوښتل نوم یې افشا شي، هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې «دې دوو کسانو له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکه نه لرله».

د افغان کډوالو د اېستلو بهیر؛ روان کال ۱.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د مرستو د کموالي له امله د دغو تازه ستنو شویو افغانانو راتلونکی له جدي ګواښ او ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي، چې ورځ تر بلې د تازه ستنېدونکو په برخه کې اړتیاوې ډېرېږي او باید لازمې مرستې وشي.

له پاکستان او ایران نه په زوره ستنېدونکي افغان کډوال نیوکې کوي، چې په هېواد کې ورته طالبانو لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړې او د روزګار تر څنګ د سرپناوو له جدي ستونزو سره مخ کېږي. همدا راز ادعاوې شوې، چې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.

طالبانو څو، څو ځله د ملګرو ملتونو له سازمان، خیریه بنسټونو او له یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د اېستل کېدو روانې څپې په برخو کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او همدا راز د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښوولې، چې د دوی کلنۍ بودجې له مخې اوس‌مهال د تېر په شان دغو ستنو شویو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.

یادو سازمانونو له هېوادونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

افغانستان چې وار دمخه د طالبانو د بندیزونو او سختو تګلارو له کبله له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی؛ د تازه ورستنو شویو افغانانو په تړاو هم ورسره اندېښنې راپورته شوې دي.

د بشري حقونو یو شمېر ادارو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د تازه ستنو شویو افغانانو په تګ سره افغانستان کې روان اقتصادي او انساني ناورین مخ په پراخېدو دی.

طالبان: نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې پرمهال له ټاکلي یونیفورم ګټه واخلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا سپارښتنه کړې، چې د دغه ډلې ټول پوځي مسوولین او امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال یونیفورم پر تن کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتين قانع نن دوشنبه ( د چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال د ملاهبت الله له لوري د منظور شوي یونیفورم څخه ګټه واخلي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده پرېکړه د قانون د ټینګښت او د جرمنو پر وړاندې د لا ښې مبارزې په موخه شوې ده.

د یادونې ده، چې څه باندې درې کاله وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به یې وسله‌وال ځواکونه په ځانګړي یونیفورم سمبال شي؛ خو لاهم د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو وسله‌وال ځواکونه په شخصي جامه کې لیدل کېږي، چې د خلکو له پراخو شکایتونو سره مخ ي دي.

د ګوزڼ وایرس؛ د پولیو مرکز وایي، له پاکستانه ستنېدونکي باید پر کرښه خپل ماشومان واکسین کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي. دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.