طالبان: نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې پرمهال له ټاکلي یونیفورم ګټه واخلي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا سپارښتنه کړې، چې د دغه ډلې ټول پوځي مسوولین او امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال یونیفورم پر تن کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا سپارښتنه کړې، چې د دغه ډلې ټول پوځي مسوولین او امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال یونیفورم پر تن کړي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتين قانع نن دوشنبه ( د چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال د ملاهبت الله له لوري د منظور شوي یونیفورم څخه ګټه واخلي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده پرېکړه د قانون د ټینګښت او د جرمنو پر وړاندې د لا ښې مبارزې په موخه شوې ده.
د یادونې ده، چې څه باندې درې کاله وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به یې وسلهوال ځواکونه په ځانګړي یونیفورم سمبال شي؛ خو لاهم د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو وسلهوال ځواکونه په شخصي جامه کې لیدل کېږي، چې د خلکو له پراخو شکایتونو سره مخ ي دي.


د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي. دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.

په داسې حال کې چې افغانستان د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ دی، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی چې کابل کې یې د نشهیي توکو له روږدتیا څخه تازه رغېدلو ۸۰۰ کسانو ته د کسب زدهکړو روزنیزه لړۍ پیل کړې ده.
د یک شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد شمېر کسان به د «خیاطۍ، بوټانو ګنډلو، د ودانیو برېښایي سیسټم او د کورنیو برېښنايي توکو د ترمیم» په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي: « دغه لړۍ یوازې کابل کې نه؛ بلکې ولایتونو کې هم دوام لري. تر اوسه له اعتیاد څخه رغېدلي ۶زره کسان له دې برنامې برخمن شوي دي».
د طالبانو دغه ادعاوې داسې مهال دي، چې په هېواد کې اقتصادي ناورین او د بې روزګارۍ څپو تر بل هر وخت زور اخیستی دی. همدا راز د شخصي کسبونو مالکان هم د کارونو نشتوالي څخه سرونه ټکوي.
له بل پلوه پر افغانستان دغه واکمنې ډلې وخت ناوخت د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو ادعاوې کړې دي؛ خو بیا هم د روږدو کسانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی.
کارپوهان وایي، په افغانستان کې د بې روزګارۍ له کبله ځوانان په نشه يي توکو اخته کېږي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکي، که د بدخشان د خاش ولسوالۍ د خونړیو پېښو د عاملینونو د نیولو خبره رېښتیا وي؛ نو دغه کسان باید «د شرعي احکامو» له مخې محاکمه شي او سزا ورکړل شي.
نوموړي همدا راز ویلي، هغوی چې پر بې وسلو خلکو یې ډزې کړې دي او ځینې هغه یې وژلي او ټپیان کړي دي او په ورته وخت کې هغه کسانو چې د برید امر کړی دی باید «قصاص او مجازات» شي.
حکمتیار د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) هم پر اېکس پاڼه ویلي و:« پر هر هغه مسلمان وسله پورته کول چې نه یې څوک ناحقه وژلي او نه یې پر بل چا وسله پورته کړې وي، په مطلق ډول حرام دي. څوک چې دا کار وکړي، د الله له لعنت او غضب سره به مخ کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې وي.»
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۹مه) د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپيان شوي و.
یاده نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر رامنځته شوې وه او پکې د مرګژوبلې پخلی ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته کړی وو.

د طالبانو عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر هر ډول فعالیت بندیز لګېدلی او که څوک له دې امر سرغړونه وکړي؛ نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته د طالبانو یاد وزارت ویاند حافظ برکت الله ویلي، چې دوی په افغانستان کې هر ډول سیاسي فعالیت ناقانونه بولي. هغه زیاته کړې: «په تېرو څو کلونو کې مو د هغو ګوندونو دفترونه موندلي او تړلي دي، چې سیاسي فعالیتونه یې کول».
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پر ضد اقدامات دوام لري.
طالبانو د همدې روانې دوېیم ځل واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې ټول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان کړل؛ خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یوازینی کس دی، چې د طالبانو دغه پرېکړې ته نه دی تسلیم شوی.
هغه د خپل ګوند تر بېرغ لاندې په کابل کې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی او وخت ناوخت په ځینو ناستو کې پر یادې ډلې نیوکې هم کوي.
د حزب اسلامي مشر هم د طالبانو له ګوزارونو خوندي نه دی پاتې او د طالبانو عدلیې وزارت یې کابل کې د دفتر او کور ځمکه دولتي وبلله.
هغه طالبانو اړ کړ؛ څو د جمهوري نظام پر مهال د ورکړل شوي کور تر څنګ د حزب اسلامي له دفتره هم کډه وکړي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو رسمي پیل په ۱۹۶۰زېږدیز کال کې شوی او د هغه مهال واکمن محمد ظاهر شاه اجازه ورکړه؛ څو په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي. افغانستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال نږدې ۵۰ ثبت شوي سیاسي ګوندونه لرل. جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او افغان ملت د مشهورو ګوندونو له ډلې شمېرل کېدل.
د طالبانو له بندیزونو سره هممهاله اوس ځینې ګوندونه او سیاسي خوځښتونه له هېواده بهر په جلا وطنۍ کې فعالیتونه کوي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ تر څنګ پر سیاسي فعالیتونو روان بندیزونو ته جدي اندېښنې ښوولې دي.
د طالبانو دغو بندیزونو په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر هم په بشپړه توګه زیانمن کړی او څرګنده کړې یې ده، چې طالبان نه غواړي د دوی په حکومتي جوړښت کې نورې سیاسي ډلې ټپلې ځای ولري.
جلا وطنه سیاسي خوخښتونو څو، څو ځله له طالبانو غوښتي، چې یو ټول ګډونه حکومت دې رامنځته کړي او په هېواد کې دې نورو سیاسي ګوندونو ته هم د فعالیت اجازه ورکړي؛ خو یادې ډلې دغه غوښتنې په بشپړ ډول له پامه غورځولې دي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق له ایرانه د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې ته په اشارې سره ویلي، چې په یوه وار د ګاونډیو له لوري د کډوالو ستنولو پرېکړه «ناعادلانه او ظالمانه» ده.
نوموړي طالب پلوې رسنۍ حریت راډیو سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د دوی حکومت تر خپلې وسې د راستانه شویو کډوالو لاسنیوی کړی؛ خو په دومره لوی شمېر کې د کډوالو ستنولو دوی له ستونزو سره هم مخ کړي دي.
هغه وایي:« په اوس وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادنو له لوري په ځانګړي ډول د ایران له لوري په یوه وار زموږ د هېوادوالو ستنول غیر عادلانه او ظالمانه پرېکړه ده. دوی په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۳۰۰ زره کډوال ستانه کړي دي.»
ښاغلي وثیق ویلي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره کمېسیون او په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې دي او دوی په دوامداره توګه د کډوالو ستونزو د رسېدنې په برخه کې کار کوي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په یوه وار د ستنولو دغه لړۍ راستانه شوي کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
دغه کډوال د ګرمې هوا، د سرپناه نشتوالي، بې وزلۍ او د کار او روزګار له نشتوالي شکایت کوي.