
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکي، که د بدخشان د خاش ولسوالۍ د خونړیو پېښو د عاملینونو د نیولو خبره رېښتیا وي؛ نو دغه کسان باید «د شرعي احکامو» له مخې محاکمه شي او سزا ورکړل شي.
نوموړي همدا راز ویلي، هغوی چې پر بې وسلو خلکو یې ډزې کړې دي او ځینې هغه یې وژلي او ټپیان کړي دي او په ورته وخت کې هغه کسانو چې د برید امر کړی دی باید «قصاص او مجازات» شي.
حکمتیار د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) هم پر اېکس پاڼه ویلي و:« پر هر هغه مسلمان وسله پورته کول چې نه یې څوک ناحقه وژلي او نه یې پر بل چا وسله پورته کړې وي، په مطلق ډول حرام دي. څوک چې دا کار وکړي، د الله له لعنت او غضب سره به مخ کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې وي.»
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۹مه) د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپيان شوي و.
یاده نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر رامنځته شوې وه او پکې د مرګژوبلې پخلی ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته کړی وو.

د طالبانو عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر هر ډول فعالیت بندیز لګېدلی او که څوک له دې امر سرغړونه وکړي؛ نو د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته د طالبانو یاد وزارت ویاند حافظ برکت الله ویلي، چې دوی په افغانستان کې هر ډول سیاسي فعالیت ناقانونه بولي. هغه زیاته کړې: «په تېرو څو کلونو کې مو د هغو ګوندونو دفترونه موندلي او تړلي دي، چې سیاسي فعالیتونه یې کول».
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پر ضد اقدامات دوام لري.
طالبانو د همدې روانې دوېیم ځل واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې ټول سیاسي ګوندونه لغوه اعلان کړل؛ خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یوازینی کس دی، چې د طالبانو دغه پرېکړې ته نه دی تسلیم شوی.
هغه د خپل ګوند تر بېرغ لاندې په کابل کې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی او وخت ناوخت په ځینو ناستو کې پر یادې ډلې نیوکې هم کوي.
د حزب اسلامي مشر هم د طالبانو له ګوزارونو خوندي نه دی پاتې او د طالبانو عدلیې وزارت یې کابل کې د دفتر او کور ځمکه دولتي وبلله.
هغه طالبانو اړ کړ؛ څو د جمهوري نظام پر مهال د ورکړل شوي کور تر څنګ د حزب اسلامي له دفتره هم کډه وکړي.
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو رسمي پیل په ۱۹۶۰زېږدیز کال کې شوی او د هغه مهال واکمن محمد ظاهر شاه اجازه ورکړه؛ څو په پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي. افغانستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال نږدې ۵۰ ثبت شوي سیاسي ګوندونه لرل. جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او افغان ملت د مشهورو ګوندونو له ډلې شمېرل کېدل.
د طالبانو له بندیزونو سره هممهاله اوس ځینې ګوندونه او سیاسي خوځښتونه له هېواده بهر په جلا وطنۍ کې فعالیتونه کوي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ تر څنګ پر سیاسي فعالیتونو روان بندیزونو ته جدي اندېښنې ښوولې دي.
د طالبانو دغو بندیزونو په افغانستان کې د ولسواکۍ بهیر هم په بشپړه توګه زیانمن کړی او څرګنده کړې یې ده، چې طالبان نه غواړي د دوی په حکومتي جوړښت کې نورې سیاسي ډلې ټپلې ځای ولري.
جلا وطنه سیاسي خوخښتونو څو، څو ځله له طالبانو غوښتي، چې یو ټول ګډونه حکومت دې رامنځته کړي او په هېواد کې دې نورو سیاسي ګوندونو ته هم د فعالیت اجازه ورکړي؛ خو یادې ډلې دغه غوښتنې په بشپړ ډول له پامه غورځولې دي.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق له ایرانه د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې ته په اشارې سره ویلي، چې په یوه وار د ګاونډیو له لوري د کډوالو ستنولو پرېکړه «ناعادلانه او ظالمانه» ده.
نوموړي طالب پلوې رسنۍ حریت راډیو سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د دوی حکومت تر خپلې وسې د راستانه شویو کډوالو لاسنیوی کړی؛ خو په دومره لوی شمېر کې د کډوالو ستنولو دوی له ستونزو سره هم مخ کړي دي.
هغه وایي:« په اوس وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادنو له لوري په ځانګړي ډول د ایران له لوري په یوه وار زموږ د هېوادوالو ستنول غیر عادلانه او ظالمانه پرېکړه ده. دوی په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۳۰۰ زره کډوال ستانه کړي دي.»
ښاغلي وثیق ویلي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره کمېسیون او په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې دي او دوی په دوامداره توګه د کډوالو ستونزو د رسېدنې په برخه کې کار کوي.
هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په یوه وار د ستنولو دغه لړۍ راستانه شوي کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.
دغه کډوال د ګرمې هوا، د سرپناه نشتوالي، بې وزلۍ او د کار او روزګار له نشتوالي شکایت کوي.
د بې ځایه کېدونکو نړۍوال بنسټ اندېښنه ښوولې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله په افغانستان کې بې ځایه کېدونکي له خورا بد وضعیت سره مخ دي. یاد بنسټ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د بې ځایه کېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د (چنګاښ ۱۶مه) دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه، د ښځو پر وړاندې جوړښتي توپیر (جنسیتي اپارتاید) او زیاتېدونکی فقر هره ورځ زرګونه بېوزله افغانان اړ باسي؛ څو له خپلو کورونو او مېنو ووځي.
په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې بېړنی غبرګون د بې ځایه شویو افغانانو د کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري.
د بې ځایه کېدو نړۍوال بنسټ وایي، که پر دې ناورین سترګې پټې شي؛ نو دغه چاره کولای شي یو ستر بشري ناورین راولاړ کړي.
یاد بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپلې مرستې ډېرې کړي او داسې اغېزمنې تګلارې دې جوړې کړي؛ څو په ښه توګه د بې ځایه کېدونکو افغانانو ملاتړ وشي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ډب شي.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې انساني ناورین، بې روزګاري، جبري کډوالي او سیاسي بې ثباتي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
هممهاله له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدو دغه ناورین لا ډېر کړی او بشري بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې طالبان د دغه کړاو د مدیریت توان نه لري.
په کندهار کې د انګورو موسم پيل شوی؛ خو افغان سوداګر شکایت کوي، چې د پاکستان حکومت یې په بېلابېلو پلمو سوداګریزې وېزې ځنډوي او طالبان د دوی ستونزې له پاکستاني چارواکو سره نه شريکوي.
له بلې خوا بیا په کندهار کې د پاکستان کونسلګري بیا وايي، چې دغه ستونزې به حل شي.
دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې د کندهار انګور پاخه شوي او پنځه ورځې مخکې پاکستان ته د انګورو لومړی موټر لاړ.
که څه هم پخوا انګور د بڼوالو او سوداګرو له پاره د ګټې وټې ښه لاره وه؛ خو سږکال بڼوال او د تازه مېوو سوداګر سخت وارخطا دي، ځکه د تېر کال اوښتي زیانونه یې لا نه دي جبران کړي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو بڼوال حمیدالله د خپل بڼ په اړه سخت اندېښمن دی، هغه وايي: «که څه هم انګور پاخه شوي دي؛ خو اجاره داران (سوداګر) یې چندان پوښتنه نه کوي. ځينو باغو ته تر اوسه پورې سوداګرو سر هم نه دی ورښکاره کړی. پخوا به سوداګر زموږ باغونو ته راتلل؛ خو اوس موږ له مجبوریه سوداګرو ته ټيلیفونونه کوو، چې راشئ او زموږ انګور رانيسئ. موږ سخت اندېښمن یو؛ که سوداګر زموږ څخه انګور را نه نيسي موږ یې خپله له افغانستان څخه دباندې نه شو وړلای، په افغانستان کې دننه هم دا دومره ډېر انګور څوک نه رانیسي، که خرڅ هم شي ګټه خو یې څه کوې، د اوبو او سرې لګښت هم نه پوره کوي.»
خو اوس پوښتنه دا ده، چې سوداګر ولې پښه نیولې او د انګورو باغونو ته نه ورځي؟ په دې اړه د کندهار د تازه مېوو یو سوداګر قدرت الله لېوال د پاکستان لهخوا د سوداګریزو وېزو ځنډ یې لویه ستونزه بولي.
هغه وایي: «ما دوې میاشتې مخکې په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته د تجارتي وېزې له پاره غوښتنلیک ورکړ او له غوښتنلیک سره مې ټول ضروري قانوني اسناد هم وسپارل. کونسلګرۍ ژمنه وکړه، چې لس ورځې وروسته وېزه درکوو؛ خو تر اوسه یې وېزه نه ده راکړې. هره ورځ کونسلګرۍ ته زنګ وروهم، چې زما وېزه څنګه شوه؟ خو هغوی یې د سبا او بل سبا په پلمه ځنډوي.»
د سوداګریزو وېزو د ځنډ په اړه په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ بیا موږ ته په یوه لېږل شوي لیکلي پيغام کې وویل:« په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه شته. کېدای شي د دغه سوداګرو قانوني اسناد نیمګړي وي؛ خو بیا هم که ستونزه وي ژر به حل شي.»
ځينې سوداګر بیا په دې اړه طالبان پړ بولي او وايي، چې پاکستاني سوداګرو ته یې وېزې ډېرې اسانه کړې دي؛ خو د دوی ستونزې له پاکستاني چارواکو سره نه شريکوي.
دغه سوداګر وایي، که طالبان هم پاکستاني سوداګرو ته د وېزو ورکړه سخته کړي؛ نو ښايي پاکستاني چارواکي هم د وېزې په ورکړه کې پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.
د حاجي بشیر په مستعار نوم د کندهار ولایت د تازه مېوو یو سوداګر وايي: «په پاکستان کې د طالبانو سفارت او کونسلګرۍ پاکستاني سوداګرو ته وېزې ډېرې اسانه ورکوي؛ خو د پاکستان حکومت زموږ سوداګریزې وېزې په بېلابېلو پلمو ځنډوي. دغه ستونزې د دې لامل شوې دي، چې موږ په خپل کار کې ډېوالیان شو؛ کله چې سوداګر ډېوالي شو بڼوال ته هم خپل حق پيسې نه رسېږي. همدا اوس د کندهار په محکمو کې د پروسږکال د ډېوالي سوداګرو او بڼوالو دعوې روانې دي، بڼوال پيسې غواړي او سوداګر یې نه لري، باید طالبان د دې ستونزې یوه حل لاره ولټوي.»
خو په کوټه کې د طالبانو کونسلګري بیا وايي، ځینې هغه افغانان چې پاکستانی تابعیت او پاکستانی پاسپورټ لري د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت کوي او دوی د همدغه افغانانو له پاره یې د وېزو چارې اسانه کړې دي، چې ورسره پاکستاني سوداګر هم ترې ګټه اخلي.
د دغې کونسلګرۍ په وینا؛ د افغان سوداګرو د وېزو ستونزې یې څو ځله له پاکستاني چارواکو سره شريکې کړې دي؛ خو پایله یې نه ده ورکړې.
خو د پاکستان لهخوا د سوداګریزو وېزو ستونزه یوازې د کندهار تر سوداګرو پورې نه ده محدوده؛ بلکې د افغانستان ټول هغه سوداګر چې له پاکستان سره تجارت کوي، د وېزو په برخه کې له ورته ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وایي، یو کال کېږي چې د پاکستان حکومت پر افغان سوداګرو سوداګریزې وېزې تقریبا بندې کړې دي.
هغه وایي، په دې اړه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره څو ځله خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.
د تېر جمهوریت تر پرځېدو وروسته د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي، هم یې مالیات پرې لوړ کړي او هم یې د وېزو په برخه کې شرایط ورته سخت کړي دي؛ ان دا چې څو ځله یې د سپين بولدک لاره بنده کړې او د کندهار انګور او انار په بڼونو کې وراسته شوي، چې سږکال بیا د کندهار سوداګر او بڼوال د همداسې یوې ناخوالې د تکرار له امله اندېښمن دي.
د ناټو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د لوېدیځو پوځي تجهیزاتو پرېښودو د وسلو بازار تود کړی او اندېښنې یې راپارولي، چې دا وسلې د سیمې افراطي ډلو لاس ته لوېدلې دي.
په افغانستان کې د وسلو یو پلورونکی چې په مستعار نوم "شېر خان" یاد شوی، UnHerd وېبپاڼې ته ویلي، چې ډېر کلونه یې روسي وسلې پلورلې، په ځانګړي ډول هغه پاتې شونې وسلې چې د پخواني شوروي پر ضد د خونړي مقاومت یادګار و، خو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې داسې یو څه پېښ شول چې نه یوازې ده، بلکې نورو وسلو پلورونکو یې هم هېڅ تمه نه درلوده.
د نوموړي په وینا: «د ناټو ماموریت ناڅاپه ونړېد او طالبانو کابل ونیو. پایله یې څه وه؟ زرګونه بېدرکه، پاتې شوي او نهادعا شوي بهرني پوځي تجهیزات، له مشینګنونو نیولې تر بېپیلوټه الوتکو پورې.»
د امریکایانو وتل د شېر خان په څېر کسانو ته زرین فرصت شو؛ دوی وسلو ته لاسرسی پیدا کړ او کاروبار یې وغوړېد، خو له دې سره سره نښې څرګندوي چې دا ګډوډ حالت به لا نورې وژونکې پایلې ولري، ځکه لوېدیځوال په تېره امریکا یا خو نهشي کولای یا نهغواړي چې دا پرمختللې وسلې له افراطي ډلو او ترهګرو څخه واخلي.
د ناټو له خوا د بګرام هوايي اډې له ناسمې تخلیې وروسته، هغه وسلې او تجهیزات چې شا ته پرېښودل شول، شمېر یې له تصوره وتلی دی. یو راپور چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته خپور شوی، ښيي چې د افغانستان نویو واکمنو شاوخوا ۳۰۰,۰۰۰ کوچنۍ وسلې، ۲۶,۰۰۰ درنې وسلې او نږدې ۶۱,۰۰۰ پوځي وسایط تر لاسه کړي دي.
دغه شمېرې د امریکا د دفاع وزارت د ارزونې سره هم سمون لري، چې پکې ویل شوي نږدې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات طالبانو ته پرېښودل شوي دي.
دا ادعاوې هغه ویډیوګانې هم تاییدوي، چې طالبان یې د خپلو کلنیو فتوحاتو په نندارو کې خپروي، پخواني جنګیالي پکې ښکاري چې د هاموي زغروالو وسایطو پر مټ ښارونه څاري.
د راپورونو له مخې، د طالبانو هوایي ځواک هم اوس شاوخوا ۴۰ الوتکې، ۱۰۰ هلیکوپټرې او یوه اندازه بېپیلوټه الوتکې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د یوې سویسي څېړنیزې موسسې د یوه څېړنیز راپور پر بنسټ ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی و، چې له پخوانۍ شوروي ټلوالې او ناټو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو تور کاروبار لا هم د افغانستان په ختیځ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه روان دی.
د ډان په راپور کې راغلي، چې په قبایلي سیمو کې لا هم د وسلو په تورو بازارونو کې له افغانستان څخه قاچاق شوې روسۍ او امریکایي وسلې په لویه کچه پلورل کېږي.
دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د دغو بازارونو څخه د څېړنو پر بنسټ چمتو شوی او په کې موندل شوې، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام څخه پاتې شوې وسلې اوس په کې په قاچاقي توګه پلورل کېږي.
که څه هم طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د پخواني حکومت د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او ادعا یې کړې، چې د عامو خلکو او شخصي سوداګرو لپاره د وسلو اخیستل یې بند کړي، خو بیا هم د وسلو قاچاق دوام لري.
راپور وړاندې کاږي، چې د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي له قاچاقچیانو سره ځانګړې همکارۍ لري.