• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهې په پنجشېر کې د دوو کسانو وژنه وغندله

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې په یوه خپاره کړي بیان کې د «حکیم‌الله خان او احمد علي» په نومونو د دوو کسانو وژل‌کېدل تایید او غندلي دي.

په بیان کې راغلي، چې دا دواړه «د طالبانو په لاس» وژل شوي او دا پېښه د دغې ډلې «د سیاسي بندیانو او بې‌ګناه خلکو د دوامداره وژنې» یوه برخه ده.

یادې جبهې ویلي، چې طالبان په داسې کړنو سره د خپلو «تاریخي جرمونو دوسیه» درنه کوي او ټینګار یې کړی چې یوه ورځ به د دې کړنو ځواب وايي.

نوموړې جبهې همداراز زیاته کړې، چې «د بې‌ګناه خلکو وژنه» د طالبانو «د کمزورۍ او ماتې» نښه ده او دا ډله هڅه کوي؛ څو د تاوتریخوالي له لارې خپل دریځ ژوندی وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په پنجشېر کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د لوا ځانګړي ځواک جنګیالیو دوه ولسي وګړي تر څو ورځني بند او شکنجې وروسته د ملم‌خاک په غرنۍ سیمه کې په ډزو وژلي دي.

یوه بله ځایي سرچینه چې نه‌ یې غوښتل نوم یې افشا شي، هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې «دې دوو کسانو له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکه نه لرله».

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو د اېستلو بهیر؛ روان کال ۱.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د مرستو د کموالي له امله د دغو تازه ستنو شویو افغانانو راتلونکی له جدي ګواښ او ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي، چې ورځ تر بلې د تازه ستنېدونکو په برخه کې اړتیاوې ډېرېږي او باید لازمې مرستې وشي.

له پاکستان او ایران نه په زوره ستنېدونکي افغان کډوال نیوکې کوي، چې په هېواد کې ورته طالبانو لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړې او د روزګار تر څنګ د سرپناوو له جدي ستونزو سره مخ کېږي. همدا راز ادعاوې شوې، چې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.

طالبانو څو، څو ځله د ملګرو ملتونو له سازمان، خیریه بنسټونو او له یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د اېستل کېدو روانې څپې په برخو کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او همدا راز د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښوولې، چې د دوی کلنۍ بودجې له مخې اوس‌مهال د تېر په شان دغو ستنو شویو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.

یادو سازمانونو له هېوادونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

افغانستان چې وار دمخه د طالبانو د بندیزونو او سختو تګلارو له کبله له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی؛ د تازه ورستنو شویو افغانانو په تړاو هم ورسره اندېښنې راپورته شوې دي.

د بشري حقونو یو شمېر ادارو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د تازه ستنو شویو افغانانو په تګ سره افغانستان کې روان اقتصادي او انساني ناورین مخ په پراخېدو دی.

طالبان: نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې پرمهال له ټاکلي یونیفورم ګټه واخلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو وار بیا سپارښتنه کړې، چې د دغه ډلې ټول پوځي مسوولین او امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال یونیفورم پر تن کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتين قانع نن دوشنبه ( د چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ جلسې د پرېکړې او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د منظورۍ پر اساس ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي، چې د دندې د اجرا پر مهال د ملاهبت الله له لوري د منظور شوي یونیفورم څخه ګټه واخلي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاده پرېکړه د قانون د ټینګښت او د جرمنو پر وړاندې د لا ښې مبارزې په موخه شوې ده.

د یادونې ده، چې څه باندې درې کاله وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ډېر ژر به یې وسله‌وال ځواکونه په ځانګړي یونیفورم سمبال شي؛ خو لاهم د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو وسله‌وال ځواکونه په شخصي جامه کې لیدل کېږي، چې د خلکو له پراخو شکایتونو سره مخ ي دي.

د ګوزڼ وایرس؛ د پولیو مرکز وایي، له پاکستانه ستنېدونکي باید پر کرښه خپل ماشومان واکسین کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي. دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.

د بې روزګارۍ اوج؛ طالبان وایي کابل کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۸۰۰ کسانو ته کسبي روزنه ورکوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ دی، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی چې کابل کې یې د نشه‌یي توکو له روږدتیا څخه تازه رغېدلو ۸۰۰ کسانو ته د کسب زده‌کړو روزنیزه لړۍ پیل کړې ده.

د یک شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد شمېر کسان به د «خیاطۍ، بوټانو ګنډلو، د ودانیو برېښایي سیسټم او د کورنیو برېښنايي توکو د ترمیم» په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي: « دغه لړۍ یوازې کابل کې نه؛ بلکې ولایتونو کې هم دوام لري. تر اوسه له اعتیاد څخه رغېدلي ۶زره کسان له دې برنامې برخمن شوي دي».

د طالبانو دغه ادعاوې داسې مهال دي، چې په هېواد کې اقتصادي ناورین او د بې روزګارۍ څپو تر بل هر وخت زور اخیستی دی. همدا راز د شخصي کسبونو مالکان هم د کارونو نشتوالي څخه سرونه ټکوي.

له بل پلوه پر افغانستان دغه واکمنې ډلې وخت ناوخت د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو ادعاوې کړې دي؛ خو بیا هم د روږدو کسانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی.

کارپوهان وایي، په افغانستان کې د بې روزګارۍ له کبله ځوانان په نشه يي توکو اخته کېږي.

حکمتیار: د خاش ولسوالۍ د پېښو عاملین دې د شرعي احکامو له مخې محاکمه شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار نن دوشنبه د ( چنګاښ ۱۶مه) پر اېکس پاڼه لیکي، که د بدخشان د خاش ولسوالۍ د خونړیو پېښو د عاملینونو د نیولو خبره رېښتیا وي؛ نو دغه کسان باید «د شرعي احکامو» له مخې محاکمه شي او سزا ورکړل شي.

نوموړي همدا راز ویلي، هغوی چې پر بې وسلو خلکو یې ډزې کړې دي او ځینې هغه یې وژلي او ټپیان کړي دي او په ورته وخت کې هغه کسانو چې د برید امر کړی دی باید «قصاص او مجازات» شي.

حکمتیار د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) هم پر اېکس پاڼه ویلي و:« پر هر هغه مسلمان وسله پورته کول چې نه یې څوک ناحقه وژلي او نه یې پر بل چا وسله پورته کړې وي، په مطلق ډول حرام دي. څوک چې دا کار وکړي، د الله له لعنت او غضب سره به مخ کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې وي.»

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ پر ۹مه) د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپيان شوي و.

یاده نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په سر رامنځته شوې وه او پکې د مرګژوبلې پخلی ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته کړی وو.