• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: د اېلان ماسک له‌خوا د نوي ګوند جوړېدل هسې «مسخرې» دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د مېلیاردر اېلان ماسک د نوي سیاسي ګوند د جوړونې پرېکړه هسې یوه «مسخره» ده او یوازې به د امریکا په سیاست کې ګډوډي رامنځته کړي.

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې کېږي، چې ماسک د ټرمپ د نوې مالیاتي او لګښتونو لایحې په ځواب کې د «امریکا ګوند» په نوم د یوه نوي سیاسي خوځښت د جوړېدو اعلان وکړ. ماسک ویلي دي، چې دا لایحه هېواد د افلاس له ګواښ سره مخ کوي او دی غواړي د کانګرس هغه جمهوري غوښتونکي غړي چې په راتلونکو دوره‌‌يي منځ‌مهالي ټاکنو کې یې د دې لایحې ملاتړ کړی و؛ ګوښه کړي.
ټرمپ پرون (یکشنبه) له نیو جرسي نه واشنګټن ته د ستنېدو پرمهال وویل: «د درېیم ګوند جوړېدل یوه مسخره ده. موږ د جمهوري غوښتونکي په ګوند کې لوی بریالیتوبونه لرل او د امریکا سیاسي نظام تل پر دوو ګوندونو ولاړ دی.»
ټرمپ په ټروټ خواله رسنۍ کې هم لیکلي، چې ماسک په تېرو پنځو اوونیو کې خپله لاره ورکه کړې او «یوه رېښتینې فاجعه» ګرځېدلې ده.
د ټرمپ او اېلان ماسک ترمنځ اړیکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې، چې د ټېسلا برېښنايي موټرو لپاره د مالیې تخفیفونه د مالیې جنجالي لایحې له مخې له منځه یوړل شول.

ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی، چې د ماسک له ټېسلا او اېکس سپېس شرکتونو سره د مېلیاردونو ډالرو قراردادونه او حکومتي مرستې به کمې شي.
بل‌خوا، ټرمپ د ناسا د مشرۍ لپاره د ماسک د نږدې ملګري جیرډ ایزاک مېن د نوماندولو په اړه پر خپلې پخوانۍ پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا کولای شي د ګټو ټکر رامنځته کړي ځکه چې ماسک له ناسا سره لوی قراردادونه لري. ټرمپ په مۍ میاشت کې د مشرانو جرګې له تایید نه مخکې دا نوماندي بېرته واخیسته.
د متحده ایالتونو ولسمشر تر اوسه د ناسا د مشرۍ د نوي نوماند په توګه څوک نه دی معرفي کړی.

ترویج لرونکی

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ
۱

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۴

ملا هبت‌الله وایي خلک دې د عامه تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي

۵

سندونه: په کابل کې دولتي ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

اقلیمي بدلون، جګړې او جنسیتي توپیر؛ په افغانستان کې د جبري بې ځایه کېدو لړۍ ګړندۍ روانه ده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د بې ځایه کېدونکو نړۍوال بنسټ اندېښنه ښوولې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو پرتله په افغانستان کې بې ځایه کېدونکي له خورا بد وضعیت سره مخ دي. یاد بنسټ اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې د بې ځایه کېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د (چنګاښ ۱۶مه) دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه، د ښځو پر وړاندې جوړښتي توپیر (جنسیتي اپارتاید) او زیاتېدونکی فقر هره ورځ زرګونه بې‌وزله افغانان اړ باسي؛ څو له خپلو کورونو او مېنو ووځي.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د نړۍوالې ټولنې بېړنی غبرګون د بې ځایه شویو افغانانو د کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري.

د بې ځایه کېدو نړۍوال بنسټ وایي، که پر دې ناورین سترګې پټې شي؛ نو دغه چاره کولای شي یو ستر بشري ناورین راولاړ کړي.

یاد بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې خپلې مرستې ډېرې کړي او داسې اغېزمنې تګلارې دې جوړې کړي؛ څو په ښه توګه د بې ځایه کېدونکو افغانانو ملاتړ وشي او د وضعیت د لا خرابېدو مخه ډب شي.

د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې انساني ناورین، بې روزګاري، جبري کډوالي او سیاسي بې ثباتي تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

هم‌مهاله له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل کېدو دغه ناورین لا ډېر کړی او بشري بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې طالبان د دغه کړاو د مدیریت توان نه لري.

د اوربند په اړه د حماس او اسرايیل ترمنځ لومړۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په قطر کې د اوربند په اړه د حماس او اسرايیل ترمنځ نامستقیمې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. دوو فلسطیني سرچینو د دوشنبې په سهار وویل، چې د اسرايیل پلاوی له حماس سره د هوکړې له پاره کافي صلاحیت نه لري.

مخکې تر دې چې د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته لاړ شي؛ دغه خبرې د یکشنبې په ورځ له سره پیل شوې.

فلسطيني سرچینو ویلي، چې اسراييلي پلاوی د هوکړي له پاره کافي صلاحیت نه لري.

نتنیاهو واشنګټن ته له تګ وړاندې ویلي و، چې د اسرايیل پلاوي ته د اوربند او خبرو له پاره روښانه لارښوونه شوې ده.

د شنبې په ماښام، سلګونه اسراييليان د تل ابیب په یوه چوک کې د دفاع وزارت مرکزي دفتر ته راټول شوي وو؛ دوی د اوربند او غزه کې د پاتې شاوخوا ۵۰ یرغمل شویو اسراييلیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

د بریکس هېوادونو د سرمشریزې اعلامیه: د ټرمپ تعرفې زیان رسوونکې دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

د بریکس غړو هېوادونو مشرانو چې دا اوونۍ د برازیل په ریو دي ژانیرو ښار کې غونډه درلوده، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا یې پر وارداتو لګول شوې تعرفې د نړۍوال اقتصاد لپاره زیان رسوونکې وبللې.

د دوی په یوې ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ د هغو یو اړخیزو ګمرکي او غېر ګمرکي اقداماتو د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه لرو، چې سوداګرۍ ته زیان رسوي او د نړۍوالې سوداګرۍ د سازمان (WTO) له مقرراتو سره په ټکر کې دي.»

د بریکس سازمان چې برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا پکې شامل دي، د نړۍ مهم پرمختللی اقتصادي بلاک بلل کېږي.

دا هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د نړۍوال اقتصاد د عادلانه جوړښت ملاتړ کوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې یو شمېر وارداتي توکو درنې تعرفې لګولي، چې موخه یې د سوداګرۍ نابرابري کمول دي، خو دا اقدامات د نړۍوالو شریکانو له خوا یو اړخیز، غېرمنصفانه او د نړۍوالو اصولو خلاف بلل شوي دي.

بریکس هېوادونه دا ډول اقدامات د نړۍوالې سوداګرۍ د ثبات او پرمختګ لپاره خطرناک ګڼي.

د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له امله روسي هوايي ډګرونو نږدې ۳۰۰ الوتنې لغوه کړې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۹ GMT+۱

د روسیې فدرالي هوايي چلند ادارې د جولای په ۶مه راپور ورکړ، چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو له امله د روسیې په یو شمېر لویو هوايي ډګرونو کې نږدې ۳۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، د یادې نېټې ماښام پورې د درېیو مهمو هوايي ډګرونو د مسکو شیریمیټیوفو، د سینټ پیټرزبورګ پُلکوفو او د نزني نووګورود سټریګینو په کچه ټولې۲۸۷ الوتنې ځنډول شوي یا لغوه شوې دي.

یاد محدودیتونه له هغې وروسته لګول شوي، چې تېره شپه هم د ورته ډرون ګواښونو له امله هوايي ډګرونه لنډمهاله وتړل شول.

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د جولای له ۵مې تر ۶مې شپې پورې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۰بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

د اوکراین حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د کییف بې‌پیلوټه بریدونه چې د روسیې د ملکي هوايي چلند فعالیتونه یې اغېزمن کړي، د اوکراین د پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې هدف یې د روسیې لوژستیکي سیستم د جګړې له کرښې هاخوا هم ګډوډول دي.

پوتین د نیول کېدو له وېرې د بریکس غونډې لپاره برازیل ته نه ځي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د بریکس د راتلونکې غونډې لپاره برازیل ته سفر ونه کړي، ځکه چې د نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) له خوا د هغه د نیولو حکم لا هم په خپل ځای پاتې دی. دا غونډه د جولای پر ۶مه او ۷مه نېټه د برازیل په ریو دی ژانیرو ښار کې ترسره کېږي.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف تایید کړې، چې پوتین به د نیول کېدو له خطره ځان وساتي او د غونډې له ګډونوالو سره به له روسیې څخه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د غونډې فزیکي استازی وي.

برازیل د نړۍوالې جزایي محکمې منشور تصویب کړی او که پوتین برازیل ته سفر وکړي، د محکمې د صلاحیت له مخې باید ونیول شي.

دا حکم د اوکراین د جګړې پر مهال د ماشومانو د جبري انتقال په تور صادر شوی.

تېر کال پوتین د بریکس غونډې مشري په کازان ښار کې کړې وه، خو دا ځل د نړۍوالو فشارونو له امله فزیکي ګډون نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال پوتین له همدې نیونې سره سره مغولستان ته هم سفر کړی و، چې مغولستان هم د ICC غړی هېواد دی.

د بریکس ناستې موخې:

بریکس چې اصلاً د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا له هېوادونو جوړ شوی و، اوس پراخ شوی او نوي غړي یې شامل کړي دي؛ لکه مصر، متحده عرب امارات، ایتوپیا، اندونیزیا او ایران. برازیل دا ځل د ناظرینو په توګه کولمبیا، مکسیکو او یوروګوای هم بللي دي.

دا ناسته د نړۍوالو اقتصادي فشارونو، د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو ستونزو، د ایران بمبار او د ناټو له‌خوا د دفاعي بودیجې د زیاتوالي په یوه مهم پړاو کې ترسره کېږي.

بریکس هڅه کوي، چې د لوېدیځو هېوادونو د G7 بلاک بدیل شي.