• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د ایران له‌خوا د افغانانو د شړلو له امله له یوه نوي بشري ناورین سره مخ شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

افغانستان د ایران له‌خوا د نږدې نیم میلیون افغانانو د جبري اېستلو له امله له یوه نوي بشري ناورین سره مخ شوی دی. دغه افغانان چې زیات شمېر یې بې اسناده کډوال دي، په ناڅاپي توګه اړ شول چې ایران پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، یاد کډوال په اسلام کلا کې خوړو، د څښاک اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

له ایران څخه اېستل شوي کډوال احمد نذیر انګلیسي العربیه ته ویلي، چې دا یې لومړی ځل نه دی چې له ایرانه جبري اېستل کېږي، بلکې بار بار د ایراني پولیسو له لوري نیول شوی او اېستل شوی دی.

نذیر چې ۲۴ کلن دی، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په تهران کې په یوه رستورانټ کې کار کاوه.

هغه د جولای په ۶مه اسلام کلا ته ورسېد، کومه نېټه چې ایراني چارواکو د بې اسناده افغانانو لپاره ټاکلې وه ترڅو افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي وویل: «دوه ورځې وړاندې ایرانی پولیسو زه له رستورانټ څخه ونیولم او اسلام کلا ته یې واستولم. زه یوازې د کار جامو کې دلته راغلی یم او هر څه مې ایران کې پاتې شول.»

نذیر یوازې یو له هغو لږ تر لږه ۴۵۰,۰۰۰ افغانانو څخه دی، چې د جون میاشتې راهیسې افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د احساس فلاح او ټولنیزو خدماتو سازمان رییس عبدالفتاح جواد چې په هرات ولایت کې د راستنېدونکو سره مرسته کوي، وویل: «هره ورځ شاوخوا ۳۰,۰۰۰ افغانان د اسلام کلا سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راځي، چې لوی شمېر یې په زور بېرته اېستل شوي دي. دې کسانو کې هغه افغانان شامل دي چې قانوني اسناد نه لري.»

هغه زیاته کړه: «ډېری کورنۍ چې د اسلام کلا سرحدي دروازې ته رسېږي، هېڅ خیمې نه لري، چې دې سره ډېری یې لنډمهاله پناه ځایونه جوړوي ترڅو خپل ځانونه او ماشومان د سخت لمر د وړانګو نه وژغوري.»

ډېرې کورنۍ چې له ایران څخه راستنې شوې دي، هېڅ ځای نه لري چې لاړ شي، ځکه چې هغوی له څو لسیزو راهیسې په ایران کې ژوند کاوه. افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د ټولو راستنېدونکو ملاتړ کولو ته ژمن دی، بیا هم د دې ملاتړ لپاره کافي منابع او تمویل نه لري.

جواد وویل: «د هرات خلکو ډېر ستر ملاتړ ښودلی دی، هغوی راستنېدونکو کورنیو ته خواړه او ټرانسپورت وړاندې کړی. احساس سازمان هره ورځ ۳,۰۰۰ کسانو ته پاخه شوي خواړه او اوبه ورکوي، خو دا ملاتړ د تازه راستانه شویو خلکو په پرتله ډېر کم دی.»

له ایران نه د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ د پاکستان له خوا د ورته اقدام سره لا نوره پېچلې شوې.

دواړه هېوادونه د افغانستان د جګړې او فقر له امله له څلوېښتو کلونو راهیسې میلیونونه افغان کډوال خپله جبري ستنولو ته مجبور کړي دي.

د رسمي اټکلونو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان ژوند کوي، په ایران کې دغه شمېر شاوخوا ۶ میلیونه دی، چې له دې شمېرې څخه ۴ میلیونه یې بې اسناده کډوال دي.

یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال له دواړو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي، چې د ځايي سیستمونو لپاره جدي ګواښ دی او د راستنېدونکو او هغو ټولنو لپاره چې دوی پکې ژوند کوي، د حیاتي خدماتو ته لاسرسی په خطر کې دی.

د هرات پوهنتون استاد اسلام‌الدین مومني چې له راستنېدونکو سره د مرستې په موخه له یوه کاروان سره اسلام کلا ته تللی و، د وضعیت د "ډېرو سختو" شرایطو په اړه وویل: «د هغوی رواني حالت خورا خراب دی، دوی د خوړو، اوبو او پناه ځایونو د سخت کمبود سره مخ دي.»

هغه زیاته کړه: «کله چې راستنېدونکي خپل اصلي ولایتونو ته ولاړ شي، نو یو بل لړ مشکلات سره مخ دي، لکه د کار موندلو، تعلیم او ژوند کولو فرصتونو کمښت. د دې ستونزو د حل لپاره پراخه او ګډې مرستې ته اړتیا ده.»

د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري اېست د افغانستان لپاره لوی بشري ناورین رامنځته کړی.

د دې کډوالو اکثریت بې اسناده دي، چې د ایران او پاکستان سختو سیاسي تدابیرو له امله بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

دغه کډوال له بې کارۍ، فقر او لوږې سره مخ دي او د افغانانو لپاره د اساسي ژوند امکانات لکه خواړه او تعلیم، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، لویې ستونزې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د ایران تازه خبرداری؛ سیستان او بلوچستان کې د افغانانو اېستلو لپاره بشپړ تدابیر نیول شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجار اعلان کړی، چې د یوې ملي پرېکړې له مخې ټولې ځايي دولتي ادارې چمتو دي؛ څو له دغه ولایته د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو اقدامات وکړي.

دولتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې د بې‌اسناده افغانو خلاف اقدامات ژر پیل کړي.

بیجار ویلي، چې د ایران د لوړپوړو چارواکو په همغږۍ دا پرېکړه شوې او موخه یې د «ناقانونه کډوالو» مخنیوی دی.

هغه زیاته کړې: «د سیستان‌ـ بلوچستان ټولو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د افغان وګړو د پېژندنې او اېستلو عملیاتو کې فعاله ونډه واخلي».

د نوموړي په وینا؛ په تېرو څو اونیو کې له افغانستان سره د ایران د میلَک او دوغارون بندرونو له لارې د شړل شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

هغه دغه زیاتوالی له هغه وضعیت سره تړلی بولي، چې په سیمه کې د اسراییل د ګواښونو له امله رامنځته شوی.

د ایران حکومت وایي، چې یوازې هغه افغانان چې د قانوني اسنادو درلودونکي وي؛ کولای شي هلته پاتې شي.

خو له بله پلوه د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا ډول اجباري اېستنې کولای شي په افغانستان کې د بشري کړکېچ د لا پراخه کېدو لامل شي.

مولوي عبدالکبیر له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو د بهیر اروزنه کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له خپلو کارکوونکو سره په اداري ناسته کې له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ارزولی دی. هغه ویلي، په هرات، فراه او نیمرزو ولایتونو کې دې د کډوالو د احتمالي څپو ډېرېدو ته تدابیر ولري.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په هرات کې د ستنېدونکو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

په دغه ولایت کې شکایتونه شوي، چې په پنډغالو کې لازم او لومړني امکانات نه دي برابر شوي. په دغه ناسته کې له هرات، فراه او نیمروز څخه بېلابېلو ولایتونو ته د کډوالو پر لېږد هم بحثونه شوي دي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر زور اخیستی او یو شمېر راستنو شویو شکایت کړی چې په یاد هېواد کې د پولیسو له لوري سخت شکنجه شوي دي.

همدا راز زیاته شوې، چې ایراني پولیسو او حکومتي چارواکو ترې په بېلابېلو پلمو ان پیسې هم په زوره اخیستې دي.

ایراني چارواکو د (چنګاښ ۱۵مه) د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ټاکلی و او د دې مودې په پوره کېدو سره اندېښنه شته، چې هېواد ته به د ستنېدونکو روان بهیر لا ګړندی او پراخ شي. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر دوام لري.

نیوکې دا دي، چې طالبانو دغو تازو ستنو شویو افغانانو ته د سرپناوو او لومړنیو مرستو په برخه کې ناغېړي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او شمېر نورو بشري ادارو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دغه ستانه شوي په کور دننه له سختو اقتصادي ننګوونو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

طالبان وايي، په یوه وار د کډوالو ستنولو پرېکړه «ظالمانه» ده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېټې غړي احمدالله وثیق له ایرانه د افغان کډوالو ډله‌ییزې اېستنې ته په اشارې سره ویلي، چې په یوه وار د ګاونډیو له لوري د کډوالو ستنولو پرېکړه «ناعادلانه او ظالمانه» ده.

نوموړي طالب پلوې رسنۍ حریت راډیو سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د دوی حکومت تر خپلې وسې د راستانه شویو کډوالو لاسنیوی کړی؛ خو په دومره لوی شمېر کې د کډوالو ستنولو دوی له ستونزو سره هم مخ کړي دي.

هغه وایي:« په اوس وخت کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادنو له لوري په ځانګړي ډول د ایران له لوري په یوه وار زموږ د هېوادوالو ستنول غیر عادلانه او ظالمانه پرېکړه ده. دوی په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۳۰۰ زره کډوال ستانه کړي دي.»

ښاغلي وثیق ویلي، چې د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره کمېسیون او په ټولو ولایتونو کې کمېټې جوړې کړې دي او دوی په دوامداره توګه د کډوالو ستونزو د رسېدنې په برخه کې کار کوي.

هغه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو په ځانګړي ډول له ایران څخه د کډالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

په یوه وار د ستنولو دغه لړۍ راستانه شوي کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

دغه کډوال د ګرمې هوا، د سرپناه نشتوالي، بې وزلۍ او د کار او روزګار له نشتوالي شکایت کوي.

حکمتیار: ایران دې له افغان کډوالو سره زور زیاتی ودروي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې له ایران څخه غوښتی، چې د افغان کډوالو جبري او له ناوړه چلنده ډک اېستل ژر تر ژره بند کړي.

نوموړي ویلي: «دا مهاجرین د نیابتي جګړو او د تحمیلي حکومتونو قربانیان دي. زموږ د ګاونډیو هېوادونو لاسونه ددې وضعیت په راوستلو کې شریک دي؛ ځینو له امریکا سره د افغانستان په اشغال کې مرسته وکړه او ځینې د شوروي تر څنګ ودرېدل.»
حکمتیار پر ایران غږ کړی، چې د افغان کډوالو انساني کرامت ته درناوی وکړي او د ګاونډیتوب اصولو ته وفادار پاتې شي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په هرات کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوال د راستنولو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو ۷۳ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي.

له دې سره، الجزیرې بیا په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د وتلو ضرب الاجل نن پای ته رسېدلی او ایران میلیونونو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی، چې د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي.

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو شړلو عملیات چټک کړي دي.

دغه هېواد افغان کډوالو ته د جولای تر ۷مې نېټې په خپله خوښه د وتلو امر کړی او نن د ایران د حکومت له خوا ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسېدلی.

ملګري ملتونه: له ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو بشري ناورین رامنځته کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱

له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورین‌زېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونه‌شي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.

د مې میاشتې په پای کې ایران اعلان وکړ، هغه افغانان چې اسناد نه لري باید د جولای تر شپږمې نېټې پورې له دې هېواده ووځي.

دا پرېکړه ښایي د هغو کسانو ژوند اغېزمن کړي، چې د ایران د حکومت په وینا اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، چې له جون میاشتې راهیسې د سرحدي تګ‌ و راتګ کچه لوړه شوې او یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۳ زرو ډېر کسان راغلي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج الدین اویواله وایي، چې دا یوه بېړنی وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له یوه "نامعلوم وضعیت" سره مخ دی، ځکه چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۱.۴میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ۲۵سلنه بېرته راستانه شوي کسان ماشومان دي، ځکه اوسنی بدلون دا دی چې یوازې کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ له لږو شیانو او نغدو پیسو سره له پولې اوړي.»

یاده دې وي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یو ستر بشري بحران ته لاره هواره کړه، چې تراوسه پورې له دواړو هېوادونو شاوخوا ۱.۲میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید بې‌اسناده افغانان ووځي او پاکستان د “ناقانونه کډوالو” د اېستلو د کمپاین له لارې زرګونه کسان شړلي دي.

دواړه هېوادونه دا اقدام د امنیتي ګواښونو او اقتصادي فشار له امله توجیه کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې دا به د یو له مخکې ناورین ځپلي افغانستان پر شته وضعیت نور هم فشار زیات کړي.