حکمتیار: ایران دې له افغان کډوالو سره زور زیاتی ودروي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې له ایران څخه غوښتی، چې د افغان کډوالو جبري او له ناوړه چلنده ډک اېستل ژر تر ژره بند کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې له ایران څخه غوښتی، چې د افغان کډوالو جبري او له ناوړه چلنده ډک اېستل ژر تر ژره بند کړي.
نوموړي ویلي: «دا مهاجرین د نیابتي جګړو او د تحمیلي حکومتونو قربانیان دي. زموږ د ګاونډیو هېوادونو لاسونه ددې وضعیت په راوستلو کې شریک دي؛ ځینو له امریکا سره د افغانستان په اشغال کې مرسته وکړه او ځینې د شوروي تر څنګ ودرېدل.»حکمتیار پر ایران غږ کړی، چې د افغان کډوالو انساني کرامت ته درناوی وکړي او د ګاونډیتوب اصولو ته وفادار پاتې شي.نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په هرات کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوال د راستنولو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو ۷۳ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي.
له دې سره، الجزیرې بیا په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د وتلو ضرب الاجل نن پای ته رسېدلی او ایران میلیونونو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی، چې د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو شړلو عملیات چټک کړي دي.
دغه هېواد افغان کډوالو ته د جولای تر ۷مې نېټې په خپله خوښه د وتلو امر کړی او نن د ایران د حکومت له خوا ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسېدلی.


له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورینزېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونهشي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.
د مې میاشتې په پای کې ایران اعلان وکړ، هغه افغانان چې اسناد نه لري باید د جولای تر شپږمې نېټې پورې له دې هېواده ووځي.
دا پرېکړه ښایي د هغو کسانو ژوند اغېزمن کړي، چې د ایران د حکومت په وینا اسناد نه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ وویل، چې له جون میاشتې راهیسې د سرحدي تګ و راتګ کچه لوړه شوې او یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایران څخه د افغانستان د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې تر ۴۳ زرو ډېر کسان راغلي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسف) استازی تاج الدین اویواله وایي، چې دا یوه بېړنی وضعیت دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له یوه "نامعلوم وضعیت" سره مخ دی، ځکه چې سږ کال یوازې له ایران او پاکستانه ۱.۴میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د اندېښنې وړ خبره دا ده چې ۲۵سلنه بېرته راستانه شوي کسان ماشومان دي، ځکه اوسنی بدلون دا دی چې یوازې کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ له لږو شیانو او نغدو پیسو سره له پولې اوړي.»
یاده دې وي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري اېستل په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یو ستر بشري بحران ته لاره هواره کړه، چې تراوسه پورې له دواړو هېوادونو شاوخوا ۱.۲میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
ایران د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید بېاسناده افغانان ووځي او پاکستان د “ناقانونه کډوالو” د اېستلو د کمپاین له لارې زرګونه کسان شړلي دي.
دواړه هېوادونه دا اقدام د امنیتي ګواښونو او اقتصادي فشار له امله توجیه کوي، خو ملګري ملتونه وایي چې دا به د یو له مخکې ناورین ځپلي افغانستان پر شته وضعیت نور هم فشار زیات کړي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوال د راستنولو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو ۷۳ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي.
احمدالله متقي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي: «تېره ورځ ۳۶۵۱۲ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې راستانه کړل شوي دي. دا د کډوالو د راستنولو د شمېر زیاتوالی ښيي.»
نوموړي ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې یوازې د اسلام کلا له لارې له ۳۳۶ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه کړای شوي دي.
په هرات کې ځايي طالب مسوولین وايي، چې تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره یې په اسلام کلا کې روغتیايي مرکزونه، د خوړو امکانات او خپلو اصلي مېنو ته د لېږدولو په برخه کې یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته سملاسي د افغان کډوالو په جبري شړلو لاس پورې کړ او تر دې مهاله یې زرګونه افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.
د ایران حکومت دغه اقدام د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمانونو په ګډون د یو شمېر ایرانیانو هم سخت غبرګونونه راپارولي دي او د ایراني نظاميانو له خوا له افغان کډوالو سره پر غېرانساني چلند سختې نیوکې کوي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، له ایران نه په جبري توګه اېستل شویو کډوالو وضعیت ته د اغېزناکې، چټکې او منظمې رسېدنې په موخه، په نیمروز ولایت کې د یوه لنډ مهالي میشتغالي د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، چې دغه میشتغالی د ورېښمو پله په ستراتیژیکه سیمه کې جوړېږي او موخه یې هم له ګاونډیو هېوادونو جبري راستنېدونکو کډوالو ته د یوه لنډمهالي او خوندي ځای برابرول دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه میشتغالي کې د کډوالو لپاره ټولې بېړنۍ او لومړنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوې، چې تشنابونه، حمامونه، د څښاک د اوبو سیستم، برېښنايي تاسیسات، روغتیايي کلینیک، جومات او نور ورته خدمات پکې شامل دي.
خو په خبرپاڼه کې په دې اړه چې، پر دغه میشتغالي څومره لګښت راځي او د کوم بنسټ له لوري ورکول کېږي او همداراز په څومره موده کې به یې چارې بشپړې شي، څه نه دي ویل شوي.

ایران په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو ډلهییز اېستل چټک کړی او تر دې دمه سلګونه زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. پر افغانانو سربېره، یو شمېر ایرانیانو هم د دغه هېواد د پوځیانو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه سختې نیوکې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د یوه ایراني مذهبي کس ویډیو خپره شوې، چې د اخوندانو لونګۍ یې پر سر او توره چپنه یې اغوستې او د یوه مایک تر شا د خپلې وینا پر مهال له هېواده د اېستل کېدونکو افغانانو سره د ایراني پوځیانو د چلند په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.
دی وايي: «یو افغان کډوال یې زما مخکې ونیوو او ما غوښتل چې د هغه د خوشې کېدو لپاره یو کار وکړم؛ خو کله چې کمپ ته ورسېدم نو سخت خواشینی شوم. زموږ پوځیان له افغانانو سره داسې چلند کوي، العیاذباالله لکه چې له حیواناتو سره چلند کوي، په دوامداره ډول یې په نظامي ,وسایلو پر سر سر وهي.»
نوموړی وايي، په یاد کمپ کې له افغان کډوالو هر څه د پوځیان له خوا اخیستل کېږي او بېرته نه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي: «له وهلو وروسته هر څه چې ورسره په جېبونو کې وي اخیستل کېږي او بیا نه ورکول کېږي. ډېر د تاسف ځای دی. هغه هم انسانان دي.»
د نوموړي په وینا، یو بل افغان یې ولید چې پوځیانو ته یې په ژړا ویل، مېرمن یې مړه شوې او دوه واړه ماشومان یې په کور کې قلف کړي او ګاونډیانو ته یې ویلي چې کله کله د هغوی پوښتنه وکړي.
هغه وايي: «هلته وم، هلته مې حضور درلود، یو افغان یې راوست او ژړل یې؛ دوه واړه ماشومان لرم او مور یې هم په حق رسېدلې ده. هغوی مې یوه ګاونډي ته سپارلي او دروازه مې پرې قلف کړې او کلي مې ګاونډیانو ته سپارلې چې کله کله یې احوال واخلي. که ما وشړی نو زما د دغو دوو ماشومانو برخلیک به څنګه شي. یو پوځي ماسره ولېږئ چې هغوی هم له ځانه سره افغانستان ته ولېږدوم.»
د نوموړي په وینا، هر نیول کېدونکی افغان حق نه لري چې له خپل خپلوانو سره پر ټلیفون خبرې وکړي؛ څو د ځان د برخلیک په اړه هغو ته احوال ورکړي، بس له نیول کېدو دوه ساعته وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.
د ویلو ده، چې یو شمېر ایرانیانو له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د دولت او په ځانګړې توګه د نظامیانو پر غېر انساني چلند سختې نیوکې کړي؛ خو ایران لا تر اوسه هم دغو نیوکو ته څه غوږ نه دی نیولی او لا هم دغه بهیر په ډېر ناوړه چلند سره دوام لري.

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وایي، چې د دوغارون له لارې شاوخوا ۴۹۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه له ایران څخه وتلي دي. خو راپورونه څرګندوي، چې افغان کډوال د ایران له اړخه د جبري تګ او غېر انساني چلند سره مخ دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت مرستیال والي امیرالله شمغداري په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د دوغارون سرحد له لارې شاوخوا ۴۹۰،۰۰۰ افغان وګړو ایران پرې ایښی، چې د افغانانو د تګ تر ټولو ستره څپه ده.
شمغداري ټینګار کړی چې دا پروسه د بشپړ درناوي او بشري کرامت سره ترسره شوې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې ۶۷سلنه د افغانانو تګ د دوغارون له لارې شوی دی.
شمغداري وویل: «اولویت هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې په خپله خوښه ځانونه وړاندې کړي، نه هغو ته چې نیول شوي وي.»
هغه په دې اړه هم وویل، چې ایران د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره یو قانوني او منظم چوکاټ جوړوي.
خو په همدې حال کې ځیني راپورونه د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کوي.
په دې راپورونو کې ویل شوي، چې د ایران حکومت افغانان په جبري توګه د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.
ځیني کډوال او د بشري حقونو سازمانونه ادعا کوي، چې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپونه د مناسب امکاناتو او شرایطو له کمبود سره مخ دي.
د کمپونو وضعیت
د دې راپورونو له مخې، په کمپونو کې افغان کډوالو ته د څښاک اوبو او حتی نورو حیاتي اړتیاوو رسولو کې ستونزې رامنځته شوي دي.
یو شمېر افغانانو ویلي دي، چې په دغه کمپونو کې ځیني انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د دوی په وینا، د کمپونو شرایط غېر انساني دي او له افغانانو سره تعصبي چلند کېږي.
شمغداري بیا افغان ضد تعصبي څرګندونې رد کړي او د ایران حکومت په اړه یې ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ ژورې تاریخي او کلتوري اړیکې شته.
نوموړي همدارنګه هغه راپورونه رد کړل، چې افغانانو له موساد سره د جاسوسۍ تړاو لري او دا یې د دوښمن له خوا له خوا تبلیغات یاد کړل.
د ایران له خوا د افغان کډوالو د ستنولو پروسه لا هم یوه پېچلې موضوع ده.
که څه هم ایران د دې پروسې د بشري کرامت او قانوني تګ په اړه ټينګار کوي، خو د کډوالو شکایتونه او د بشري حقونو سرغړونې د دې پروسې په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي او ایراني پولیس یې له افغان کډوالو سره په غېرې انساني چلند تورن کړي دي.