په افغانستان کې په تېرو څو لسيزو کې ډول ډول نباتي، کیمیاوي او نیمه کېمیاوي نشهيي توکي اسانه او ارزانه پيدا کېدل؛ لکه چرس، تاریاک، ټابلیټ کا، هیرويين، ښیښه او داسې نور.
خو د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پيل سره د نشهيي توکو کورنی بازار محدود شوی او نشهيي توکي د پخوا پرتله ارزانه او اسانه نه پيدا کېږي؛ نو له همدې امله ځینو روږدو کسانو د طبي درملو استعمال ته مخه کړې ده.
د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ډاکټران هم دا مني، چې دوی ته په وروستیو وختونو کې د طبي درملو معتادین ورغلي دي.
د کابل ولایت اوسېدونکی د شریف په نوم یو روږدی وايي: «زه زیګپ (پریګابلین) ګولۍ خورم، دا ګولۍ په ډېرو درملتونونو کې پيدا کېږي. زه یې تل له درملتون څخه پېرم؛ تر اوسه کوم درمل پلورونکي د نسخې غوښتنه را څخه نه ده کړې.»
په هرات ولایت کې د غلام علي په نوم یو بل روږدی بیا په (ټریماډول) نومي ګولیو معتاد دی، هغه وايي: «څه وکړم هیرويين، ښیښه، ټاپلیټ کا، چرس او تاریاک اوس اسانه نه پيدا کېږي. پيدا کېږي، خو ډېر خطر ورسره تړلی دی؛ که طالبان مو ونيسي وهي مو او داسې مو وهي، چې مرګ ته مو رسوي، ځکه نو زه اوس ټریماډول ګولۍ خورم، درملتون ته ورځم او دا ګولۍ ترې اخلم.»
طبي درمل د ډاکټرانو لهخوا په ځانګړو مواردو کې ځانګړو ناروغانو ته په ځانګړې اندازه ورکول کېږي، چې موخه یې د درد ارامول، خوب کول، عصبي ناروغیو درملنه او نورې طبي اړتیاوې دي.
ډاکټران د دغه ډول درملو استعمال خطرناک او د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې په ځينو درملو کې د طبي اړتیا له مخې نشهيي توکي ګډ شوي دي، د بېلګې په توګه د اوپييډ (Opioid) کورنۍ. په دې کورنۍ کې مورفین، کوډین، ټریماډول، فینتانیل، اکسیډون، هایدروکوډون، میټاډون، پيتیډین او داسې نور نشهيي توکي شامل دي.
د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر فرید بزګر وايي: «معتادین اوس لکه د نشهيي توکو کارپوهان چې وي نشهيي توکي ډېر ښه پېژني او پيدا کولای یې شي. که څه هم د عامې روغتیا وزارت په قانون کې له نسخې پرته د درملو پلورل منع شوي دي؛ خو یوازې قانون جوړول ګټه نه لري، باید قانون عملي شي او دا کار جدي څارنې ته اړتیا لري.»
هغه زیاته کړې: «د دغې چارې د کنټرول یوه ښه لاره دا ده، چې دغه ډول درمل په بشپړ ډول د حکومت په واک کې وي؛ که له بهرني هېواد څخه واردېږي باید اندازه یې معلومه وي. مثلا یکه یو مېلیون ګولۍ یا پېچکارۍ راواردېږي باید ځانګړو درملتونو او د درملو عمده مرکزونو ته ورکړل شي او وروسته هغوی وڅارل شي او د کال په پای کې، درې میاشتې وروسته یا یوه میاشت وروسته حساب ورسره وشي، چې دغه درمل یې پر چا پلورلي؟ د ډاکټر د کومې نسخې له مخې یې پلورلي او څومره نور درمل ورسره پاته دي؟ باید ټول درملتونونه د ډاکټر د نسخې کاپي هم ولري او دولتي روغتونونه هم په همدغه ډول وڅارل شي.»
د کندهار یو ډاکټر محب روښان بیا د غیر مجاز درملو د کنټرول یوه بله لاره هم وړاندې کوي.
هغه وايي: «په نورو هېوادو کې د عامې روغتیا وزارتونو د درملو لېستونه جوړ کړي او اعلان کړي دي، له دې لېستونو څخه څرګندېږي چې کوم ډول درمل د ډاکټر له نسخې له مخې پلورل کېدای شي او کوم ډول درمل د ډاکټر نسخې ته اړتیا نه لري. ځينې درمل په عامو مغازو او ځینې درمل بیا یوازې په درملتونونو کې خرڅېږي. دا کار ډېر اسانه دی او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یې هم کولای شي.»
خو حقیقت څه دی؟ حقیقت دا دی، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر دې مهاله دا اسانه کار هم نه دی کړی.
د فراه ولایت د یوه معتاد پلار چې د امنيتي لاملونو له امله خپل نوم نه یادوي، طالبان په دې برخه کې ګرم بولي او وايي: «طالبان کور په کور ګرځي، چې د موسيقۍ مخه ونيسي. د نايي دوکان ته ورځي، چې څوک ږیره و نه خريي، د ودونو او نورو ښادیو محفلونو ته ورځي، چې څوک عکس وا نه خلي او یا ویډیو جوړه نه کړي، ایا د ډاکټر له نسخې پرته د درملو پلورلو مخه نه شي نیولای؟ دا کار ډېر اسانه کولای شي، چې درملتون ته ورشي او ورته ووايي چې پلانی ډول درمل راکړه ښکاره خبره ده، چې درملتون پلورونکی یې ورکوي، په همدې ډول دې یې ونیسي او درملتون دې یې وربند کړي؛ بیا دې د خپلو نورو اجرااتو په ډول د دې فعالیت راپور په خپلو رسنیو کې خپور کړي، په دې ډول خلک ډارېږي، زه فکر نه کوم چې بیا دې کوم درمل پلورونکی په ښکاره له نسخې پرته درمل وپلوري.»
له کومې ورځې راهیسې چې طالبان د دویم ځل له پاره واک ته رسېدلي؛ نړۍوالو روغتیايي ادارو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ورو، ورو د نباتي نشهيي توکو ځای کېمیاوي نشهيي توکي نيسي، چې په کېمیاوي نشهیي توکو کې ځینې طبي درمل هم راځي.
د معتادینو د درملنې ډاکټرانو اندېښنه څرګنده کړې، چې کېمیاوي نشهيي توکي تر نباتي نشهيي توکو ډېر زیان لري.