• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طبي درمل، د نشه‌يي توکو بله کورنۍ؛ افغانستان کې د درملو اعتیاد ډېر شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د درملو اعتیاد ډېر شوی او د دغه درملو کارونه ډېر زیان لري. د روږدو کسانو خپلوان بیا د دې کار پړه پر طالبانو وراچوي او وايي، چې په درملتونونو کې د ډاکټر له نسخې پرته د درمل پلورلو مخه نه نيسي.

په افغانستان کې په تېرو څو لسيزو کې ډول ډول نباتي، کیمیاوي او نیمه کېمیاوي نشه‌يي توکي اسانه او ارزانه پيدا کېدل؛ لکه چرس، تاریاک، ټابلیټ کا، هیرويين، ښیښه او داسې نور.

خو د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پيل سره د نشه‌يي توکو کورنی بازار محدود شوی او نشه‌يي توکي د پخوا پرتله ارزانه او اسانه نه پيدا کېږي؛ نو له همدې امله ځینو روږدو کسانو د طبي درملو استعمال ته مخه کړې ده.

د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ډاکټران هم دا مني، چې دوی ته په وروستیو وختونو کې د طبي درملو معتادین ورغلي دي.

د کابل ولایت اوسېدونکی د شریف په نوم یو روږدی وايي: «زه زیګپ (پریګابلین) ګولۍ خورم، دا ګولۍ په ډېرو درملتونونو کې پيدا کېږي. زه یې تل له درملتون څخه پېرم؛ تر اوسه کوم درمل پلورونکي د نسخې غوښتنه را څخه نه ده کړې.»

په هرات ولایت کې د غلام علي په نوم یو بل روږدی بیا په (ټریماډول) نومي ګولیو معتاد دی، هغه وايي: «څه وکړم هیرويين، ښیښه، ټاپلیټ کا، چرس او تاریاک اوس اسانه نه پيدا کېږي. پيدا کېږي، خو ډېر خطر ورسره تړلی دی؛ که طالبان مو ونيسي وهي مو او داسې مو وهي، چې مرګ ته مو رسوي، ځکه نو زه اوس ټریماډول ګولۍ خورم، درملتون ته ورځم او دا ګولۍ ترې اخلم.»

طبي درمل د ډاکټرانو له‌خوا په ځانګړو مواردو کې ځانګړو ناروغانو ته په ځانګړې اندازه ورکول کېږي، چې موخه یې د درد ارامول، خوب کول، عصبي ناروغیو درملنه او نورې طبي اړتیاوې دي.

ډاکټران د دغه ډول درملو استعمال خطرناک او د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې په ځينو درملو کې د طبي اړتیا له مخې نشه‌يي توکي ګډ شوي دي، د بېلګې په توګه د اوپييډ (Opioid) کورنۍ. په دې کورنۍ کې مورفین، کوډین، ټریماډول، فینتانیل، اکسیډون، هایدروکوډون، میټاډون، پيتیډین او داسې نور نشه‌يي توکي شامل دي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر فرید بزګر وايي: «معتادین اوس لکه د نشه‌يي توکو کارپوهان چې وي نشه‌يي توکي ډېر ښه پېژني او پيدا کولای یې شي. که څه هم د عامې روغتیا وزارت په قانون کې له نسخې پرته د درملو پلورل منع شوي دي؛ خو یوازې قانون جوړول ګټه نه لري، باید قانون عملي شي او دا کار جدي څارنې ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړې: «د دغې چارې د کنټرول یوه ښه لاره دا ده، چې دغه ډول درمل په بشپړ ډول د حکومت په واک کې وي؛ که له بهرني هېواد څخه واردېږي باید اندازه یې معلومه وي. مثلا یکه یو مېلیون ګولۍ یا پېچکارۍ راواردېږي باید ځانګړو درملتونو او د درملو عمده مرکزونو ته ورکړل شي او وروسته هغوی وڅارل شي او د کال په پای کې، درې میاشتې وروسته یا یوه میاشت وروسته حساب ورسره وشي، چې دغه درمل یې پر چا پلورلي؟ د ډاکټر د کومې نسخې له مخې یې پلورلي او څومره نور درمل ورسره پاته دي؟ باید ټول درملتونونه د ډاکټر د نسخې کاپي هم ولري او دولتي روغتونونه هم په همدغه ډول وڅارل شي.»

د کندهار یو ډاکټر محب روښان بیا د غیر مجاز درملو د کنټرول یوه بله لاره هم وړاندې کوي.

هغه وايي: «په نورو هېوادو کې د عامې روغتیا وزارتونو د درملو لېستونه جوړ کړي او اعلان کړي دي، له دې لېستونو څخه څرګندېږي چې کوم ډول درمل د ډاکټر له نسخې له مخې پلورل کېدای شي او کوم ډول درمل د ډاکټر نسخې ته اړتیا نه لري. ځينې درمل په عامو مغازو او ځینې درمل بیا یوازې په درملتونونو کې خرڅېږي. دا کار ډېر اسانه دی او د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یې هم کولای شي.»

خو حقیقت څه دی؟ حقیقت دا دی، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر دې مهاله دا اسانه کار هم نه دی کړی.

د فراه ولایت د یوه معتاد پلار چې د امنيتي لاملونو له امله خپل نوم نه یادوي، طالبان په دې برخه کې ګرم بولي او وايي: «طالبان کور په کور ګرځي، چې د موسيقۍ مخه ونيسي. د نايي دوکان ته ورځي، چې څوک ږیره و نه خريي، د ودونو او نورو ښادیو محفلونو ته ورځي، چې څوک عکس وا نه خلي او یا ویډیو جوړه نه کړي، ایا د ډاکټر له نسخې پرته د درملو پلورلو مخه نه شي نیولای؟ دا کار ډېر اسانه کولای شي، چې درملتون ته ورشي او ورته ووايي چې پلانی ډول درمل راکړه ښکاره خبره ده، چې درملتون پلورونکی یې ورکوي، په همدې ډول دې یې ونیسي او درملتون دې یې وربند کړي؛ بیا دې د خپلو نورو اجرااتو په ډول د دې فعالیت راپور په خپلو رسنیو کې خپور کړي، په دې ډول خلک ډارېږي، زه فکر نه کوم چې بیا دې کوم درمل پلورونکی په ښکاره له نسخې پرته درمل وپلوري.»

له کومې ورځې راهیسې چې طالبان د دویم ځل له پاره واک ته رسېدلي؛ نړۍوالو روغتیايي ادارو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ورو، ورو د نباتي نشه‌يي توکو ځای کېمیاوي نشه‌يي توکي نيسي، چې په کېمیاوي نشه‌یي توکو کې ځینې طبي درمل هم راځي.

د معتادینو د درملنې ډاکټرانو اندېښنه څرګنده کړې، چې کېمیاوي نشه‌يي توکي تر نباتي نشه‌يي توکو ډېر زیان لري.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو خپل‌منځي اختلافات؛ صالح وايي کندهاري طالبانو د خاش ولسوالۍ پر اوسېدونکو برید کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۱

په بدخشان کې د کوکنارو کرکیلې پر سر د ولس او طالبانو ترمنځ د نښتو پر دوام؛ د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې د دغې ډلې ترمنځ خپل‌منځي اختلافاتو زور اخیستی او د کندهاري طالبانو اړوند جنګیالیو د خاش ولسوالۍ پر اوسېدونکو خونړۍ ډزې کړې دي.

صالح دوشنبه (د چنګاښ ۱۶مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي، ۶۱ ټپیان او تر ۱۰۰ ډېر نور د طالبانو له‌خوا نیول شوي یا تښتول شوي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په بدخشان کې یو شمېر سیمه‌ییزو طالبانو پر خپلو خلکو د ډزو کولو امر نه دی منلی او د خپلو کلیو پر اوسېدونکو یې له ډزو کولو ډډه کړې ده.

امرالله صالح په بدخشان کې د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلافاتو په اشارې ویلي، چې «فیلان غرونو ته نه‌شي پورته کېدای.»

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې تاوتریخوالی او نښتې وروسته تر هغې زور واخیست، چې طالبانو غوښتل د کوکنارو کروندې ویجاړې کړي. د یادې ډلې دغه اقدام د ځایي اوسېدونکو له پراخ مخالفت سره مخ او د نښتو لامل شو.

د ایران تازه خبرداری؛ سیستان او بلوچستان کې د افغانانو اېستلو لپاره بشپړ تدابیر نیول شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان والي منصور بیجار اعلان کړی، چې د یوې ملي پرېکړې له مخې ټولې ځايي دولتي ادارې چمتو دي؛ څو له دغه ولایته د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو اقدامات وکړي.

دولتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې د بې‌اسناده افغانو خلاف اقدامات ژر پیل کړي.

بیجار ویلي، چې د ایران د لوړپوړو چارواکو په همغږۍ دا پرېکړه شوې او موخه یې د «ناقانونه کډوالو» مخنیوی دی.

هغه زیاته کړې: «د سیستان‌ـ بلوچستان ټولو ادارو ته لارښوونه شوې، چې د افغان وګړو د پېژندنې او اېستلو عملیاتو کې فعاله ونډه واخلي».

د نوموړي په وینا؛ په تېرو څو اونیو کې له افغانستان سره د ایران د میلَک او دوغارون بندرونو له لارې د شړل شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

هغه دغه زیاتوالی له هغه وضعیت سره تړلی بولي، چې په سیمه کې د اسراییل د ګواښونو له امله رامنځته شوی.

د ایران حکومت وایي، چې یوازې هغه افغانان چې د قانوني اسنادو درلودونکي وي؛ کولای شي هلته پاتې شي.

خو له بله پلوه د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا ډول اجباري اېستنې کولای شي په افغانستان کې د بشري کړکېچ د لا پراخه کېدو لامل شي.

مولوي عبدالکبیر له ایرانه د ستنېدونکو افغانانو د بهیر اروزنه کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له خپلو کارکوونکو سره په اداري ناسته کې له ایرانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر ارزولی دی. هغه ویلي، په هرات، فراه او نیمرزو ولایتونو کې دې د کډوالو د احتمالي څپو ډېرېدو ته تدابیر ولري.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په هرات کې د ستنېدونکو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

په دغه ولایت کې شکایتونه شوي، چې په پنډغالو کې لازم او لومړني امکانات نه دي برابر شوي. په دغه ناسته کې له هرات، فراه او نیمروز څخه بېلابېلو ولایتونو ته د کډوالو پر لېږد هم بحثونه شوي دي.

دا‌ په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اونیو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر زور اخیستی او یو شمېر راستنو شویو شکایت کړی چې په یاد هېواد کې د پولیسو له لوري سخت شکنجه شوي دي.

همدا راز زیاته شوې، چې ایراني پولیسو او حکومتي چارواکو ترې په بېلابېلو پلمو ان پیسې هم په زوره اخیستې دي.

ایراني چارواکو د (چنګاښ ۱۵مه) د افغان کډوالو د اېستل کېدو ضرب الاجل ټاکلی و او د دې مودې په پوره کېدو سره اندېښنه شته، چې هېواد ته به د ستنېدونکو روان بهیر لا ګړندی او پراخ شي. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو بهیر دوام لري.

نیوکې دا دي، چې طالبانو دغو تازو ستنو شویو افغانانو ته د سرپناوو او لومړنیو مرستو په برخه کې ناغېړي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او شمېر نورو بشري ادارو اندېښنې څرګندې کړې دي، چې دغه ستانه شوي په کور دننه له سختو اقتصادي ننګوونو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

د مقاومت جبهې په پنجشېر کې د دوو کسانو وژنه وغندله

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهې په یوه خپاره کړي بیان کې د «حکیم‌الله خان او احمد علي» په نومونو د دوو کسانو وژل‌کېدل تایید او غندلي دي.

په بیان کې راغلي، چې دا دواړه «د طالبانو په لاس» وژل شوي او دا پېښه د دغې ډلې «د سیاسي بندیانو او بې‌ګناه خلکو د دوامداره وژنې» یوه برخه ده.

یادې جبهې ویلي، چې طالبان په داسې کړنو سره د خپلو «تاریخي جرمونو دوسیه» درنه کوي او ټینګار یې کړی چې یوه ورځ به د دې کړنو ځواب وايي.

نوموړې جبهې همداراز زیاته کړې، چې «د بې‌ګناه خلکو وژنه» د طالبانو «د کمزورۍ او ماتې» نښه ده او دا ډله هڅه کوي؛ څو د تاوتریخوالي له لارې خپل دریځ ژوندی وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په پنجشېر کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې د طالبانو د لوا ځانګړي ځواک جنګیالیو دوه ولسي وګړي تر څو ورځني بند او شکنجې وروسته د ملم‌خاک په غرنۍ سیمه کې په ډزو وژلي دي.

یوه بله ځایي سرچینه چې نه‌ یې غوښتل نوم یې افشا شي، هم دغه پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې «دې دوو کسانو له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکه نه لرله».

د افغان کډوالو د اېستلو بهیر؛ روان کال ۱.۴ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) خبر ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې د مرستو د کموالي له امله د دغو تازه ستنو شویو افغانانو راتلونکی له جدي ګواښ او ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي، چې ورځ تر بلې د تازه ستنېدونکو په برخه کې اړتیاوې ډېرېږي او باید لازمې مرستې وشي.

له پاکستان او ایران نه په زوره ستنېدونکي افغان کډوال نیوکې کوي، چې په هېواد کې ورته طالبانو لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې کړې او د روزګار تر څنګ د سرپناوو له جدي ستونزو سره مخ کېږي. همدا راز ادعاوې شوې، چې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.

طالبانو څو، څو ځله د ملګرو ملتونو له سازمان، خیریه بنسټونو او له یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو د اېستل کېدو روانې څپې په برخو کې خپل خدمتونه پراخ کړي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او همدا راز د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښوولې، چې د دوی کلنۍ بودجې له مخې اوس‌مهال د تېر په شان دغو ستنو شویو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.

یادو سازمانونو له هېوادونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

افغانستان چې وار دمخه د طالبانو د بندیزونو او سختو تګلارو له کبله له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی؛ د تازه ورستنو شویو افغانانو په تړاو هم ورسره اندېښنې راپورته شوې دي.

د بشري حقونو یو شمېر ادارو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د تازه ستنو شویو افغانانو په تګ سره افغانستان کې روان اقتصادي او انساني ناورین مخ په پراخېدو دی.