د طالبانو خپلمنځي اختلافات؛ صالح وايي کندهاري طالبانو د خاش ولسوالۍ پر اوسېدونکو برید کړی

په بدخشان کې د کوکنارو کرکیلې پر سر د ولس او طالبانو ترمنځ د نښتو پر دوام؛ د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، چې د دغې ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو زور اخیستی او د کندهاري طالبانو اړوند جنګیالیو د خاش ولسوالۍ پر اوسېدونکو خونړۍ ډزې کړې دي.
