• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې استازی: افغانستان کې د وضعیت خرابېدل نړۍوال امنیت ته جدي ګواښ دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۱

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې ناسته کې د ترکیې استازي احمد یلدیز ویلي، چې افغانستان نه یوازې له بشري، اقتصادي او امنیتي ناورینونو سره مخ دی، بلکې د نړۍوالو ګواښونو یوه سرچینه هم ګرځېدلی دی.

ښاغلي یلدیز ټینګار کړی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان نه‌ یوازې له دننه له ژور بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی، بلکې د داعش ډلې د فعالیتونو پراخېدل او غېرقانوني کډوالۍ، سیمې او نړۍ ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

هغه په خپله وینا کې زیاته کړې: «په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، نړۍوالې مرستې کمې شوې دي او که دا وضعیت دوام ومومي، ښايي د سیمې ثبات ته لوی خطر پېښ شي.»

یلدیز وویل: «د مېرمنو او نجونو پروړاندې محدودیتونه، د بشري حقونو ښکاره نقض دی او نړۍواله ټولنه باید دا حالت نور ونه زغمي. ترکیه غواړي چې د افغان مېرمنو د زده‌کړې او کار حق ژر تر ژره بېرته تضمین شي.»

د ترکیې استازي د داعش ډلې دوامداره فعالیتونه یو خطرناک بدلون وباله او زیاته یې کړه: «له دې ګواښ سره یوازې هغه وخت مبارزه کېدای شي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګډ، صادقانه او دوامداره همکاري وکړي.»

احمد یلدیز همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان سیاسي ثبات او د خلکو مشروع استازیتوب هغه مهال تضمینېدلی شي، چې ټول اقوام، سیاسي جریانونه او مدني بنسټونه د یوه واقعي ټولګډونه حکومت برخه وګرځي.

د یادولو وړ ده، چې په دې ناسته کې د افغانستان په تړاو یو مهم پرېکړه لیک هم تصویب شو چې د طالبانو د حساب‌ ورکړې، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او د بشري وضعیت د ښه والي غوښتنه یې کوله.

ترکیې دا پرېکړه‌لیک تایید کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي، چې د دې د تطبیق لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

په هند کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د افغان کډوالو مېرمنو لاریون شپږمې ورځ ته وغځېد

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱

په هند کې د افغان کډوالو مېرمنو لاریون چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته پیل شوی، نن شپږمې ورځې ته وغځېد. دغه مېرمنې د سختې ګرمۍ او ناوړه وضعیت سره هره ورځ سړک ته راوځي او وایي، چې نړۍوالې ادارې دې د دوی ړنګ ژوند ته پام وکړي.

لاریونوالې چې ډېری یې له افغانستان څخه د سیاسي ناامنۍ، د جنسیتي تبعیض او اقتصادي ستونزو له امله وتلې دي، وایي چې د کډوالۍ په اوږدو کې له سختو شرایطو، بې‌قانونۍ او بې‌برخې وضعیت سره مخ دي.

دوی له نړۍوالو بشري بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړي، چې دوی ته حقوقي ملاتړ، سرپناه، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی برابر کړي.

د دغه مېرمنو په وینا، له څو میاشتو راهیسې یې له «یو اېن ایچ سي ار» سره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي، خو د اسنادو، کډوالۍ منظوري یا له درملنې او زده‌کړې برخمنېدو لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.

د دوی په وینا، دا بی‌پروایي د دوی پر رواني وضعیت هم ژوره منفي اغېزه کړې ده.

دوی له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، د هند دولت او د ملګرو ملتونو له مشرتابه غواړي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو وضعیت وارزوي، د دوی لپاره واضیح میکانیزمونه جوړ کړي او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې مرستې او پروګرامونه پلي کړي.

امریکا د سوریې تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له تور نوملړ څخه واېستله

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د سوریې د اسلامي ډلې «تحریر الشام» نوم د ترهګرو سازمانونو له تور نوملړ څخه اېستل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي: «دا اقدام د تحریر الشام تر انحلال وروسته او د نویو چارواکو له لوري د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ژمنو له مخې ترسره شو.»

مارکو روبیو زیاته کړې، چې د دې پرېکړې موخه د سوریې له نوي حکومت سره د اړیکو رغول، د ثبات تامین او د بندیزونو کمول دي.

نوموړي د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د «مثبتو اقداماتو» ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دا کار د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه لیدلوري برخه ده چې غوښتل‌یې سوریه باثباته، واحد او سوله‌ ییز هېواد وګوري.

تحریر الشام ډله چې پخوا د القاعدې له څانګو ګڼل کېده، تېر کال د احمد الشرع په مشرۍ واک ترلاسه کړ.

الشرع وروسته د سوریې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه، چې د هېواد راتلونکی به ټولګډونه، ولسواکه او له نړۍوالو سره د همکارۍ پر اساس جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې د امریکا دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې وشوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې پر ضد د امریکا اقتصادي بندیزونه لغوه کړل.

ویل شوي، چې دا پروسه د سعودي عربستان په منځګړیتوب ترسره شوې او موخه یې د سوریې له نړۍوالې انزوا څخه رااېستل او د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې ملاتړ دی.

بلخوا، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بندیزونو لرې کول د یوې ناسمې تګلارې د سمولو لوری ښيي.

وزارت هیله ښودلې، چې پاتې بندیزونه هم ختم شي او یادونه یې کړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا هم د تحریر الشام او احمد الشرع نومونه له تور نوملړ څخه نه دي اېستلي.

سرچینو ویلي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع پلان لري چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د روسیې د ټرانسپورټ وزیر مړی تر هغه وروسته وموندل شو چې د پوتین له‌خوا له دندې ګوښه شوی و

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۱

د روسیې د ټرانسپورټ وزیر رومن سټاراوویټ مړی تر هغه څو ساعته وروسته وموندل شو، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دندې ګوښه کړی و.

د روسیې د جنايي تحقیقاتو مرکزي ادارې ویلي، سټاراوویټ د خپل موټر دننه د ډزو له امله مړ شوی او دا مهال د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، چې پکې د ځان‌وژنې احتمال هم شامل دی.

سټاراوویټ له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې د کورْسک سیمې والی پاتې شوی و او بیا د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ټرانسپورت د وزیر په توګه ټاکل وټاکل و.

د نوموړي ناڅاپي مړینې د روسیې په سیاسي کړیو کې یو ځل بیا پوښتنې راولاړې کړې، په ځانګړي ډول هغه وخت چې چارواکي له دندو ګوښه کېږي او وروسته په مرموز ډول له منځه ځي.

د روسیې چارواکو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي، خو څېړنې دوام لري.

برېتانیا اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په تړاو په روسي چارواکو نوي بندیزونه لګولي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۱

د برېتانیا حکومت په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د استعمال او لېږد په تړاو په روسیې چارواکو او یوې موسسې باندې نوي بندیزونه لګولي. دغه بندیزونه د بریتانیا د حکومت په رسمي ویب پاڼه خپاره شوي.

د تازه بندیزونو لاندې، د روسیې د علمي څېړنو موسسه "د عملي کیمیاوي کیمیا پراختیا" او د روسیې د راډیولوژیک، کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو عمومي مشر، الکسي رټیشیف، او د هغه مرستیال، اندري مارچینکو هدف ګرځېدلي دي.

د بریتانیا حکومت په خپل بیان کې ویلي: "د الکسي رټیشیف او اندري مارچینکو دنده دا وه چې د کیمیاوي وسلو سره تړلې ممنوعه فعالیتونه ترسره کړي، یا یې ملاتړ کړی او یا یې د دې فعالیتونو د پرمختګ لپاره هڅې کړي."

د بریتانیا حکومت همدا راز ویلي چې د " عملي کیمیاوي کیمیا پراختیا" موسسې هم د روسیې د پوځ لپاره د کیمیاوي دستګاه لېږدولو او د اوکراین ځواکونو پر ضد یې د استعمال له امله بندیزونو سره مخ شوې.

فضلي: د افغانستان د اوږد کړاو اصلي لامل د مشرتابه او مشروع سیاسي پروسې نشتوالی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان د پرله‌پسې کړکېچونو او سیاسي بې‌ثباتۍ تر شا اساسي ستونزه بهرنۍ مداخله او یا قومي شخړې نه، بلکې د مشروع سیاسي پروسې او رهبرۍ نشتوالی دی.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ په یوه لیکنه کې ټینګار کوي، چې د نیمې پېړۍ راهیسې شخصیت‌محوره سیاست په تکراري ډول ناکام شوی او باید د ملت پر بنسټ د سازماني سیاسي بدیل پر لور تګ وشي.

ډاکټر فضلي په خپله لیکنه کې د هغو خلکو په عامو تمو نیوکه کوي چې د «یوه بااخلاصه او موثر رهبر» د ناڅاپي ظهور په تمه دي.

هغه وایي، چې دا ډول تمې نه یوازې غېرواقعي دي، بلکې د ولسي سیاسي خوځښتونو مخه نیسي او له خلکو د سیاسي مشارکت حس اخلي.

هغه زیاتوي: «هېڅ‌چېرته په نړۍ کې یوه افسانوي رهبر په ناڅاپي ډول نه دی راټوکېدلی. تاریخ او سیاست د پروسو پایله ده، نه د معجزو.»

هغه زیاتوي، چې دا ډول تمې او مفکورې په لوی لاس استعمار تولید کړې دي، څو د ولسونو له‌خوا د ملي حرکتونو پر ځای، د یوه ژغورونکي د تمې له لارې ټولنه کنټرول کړي.

نوموړي لیکلي: « په مستعمره ټولنو کې تل دا تفکر ترویج شوی چې د بحرانونو حل د یوه خارق‌العاده رهبر په ظهور پورې تړلی دی. دا هغه دام دی چې ملتونه پکې کلونه بند پاتې شوي دي.»

ښاغلي فضلي ویلي، چې د افغانستان د تیرو څو لسیزو سیاسي جوړښتونه اکثر د بهرنیو ملاتړ پر بنسټ درېدلي وو، او هغه شخصیتونه چې د سیاسي مبارزې له طبیعي پروسې نه، بلکې له بهرني تمویل راټوکېدلي، د دوامداره مشروعیت خاوندان نشول کېدای.

ډاکټر فضلي زیاتوي: « تېرو لسیزو کې د همدغه فورمول په اساس راټوکول شوي شخصیتونه که د فردي ظرفیت له‌مخې هرڅومره وړ کسان هم وو،خو د سیاسي ملي مبارزې له تل څخه په طبیعي ډول نه وو راوتلي. د دوی سیاسي شخصیت د کوم ولسي سیاسي بهیر نتیجه نه وه، نه د کوم مشروع ولسي سیاسي بنسټ له فېلټره تېر شوي و، دوی غوڅ اکثریت په محاسبه شوې سیاسي ولسي مبارزې باور نه درلود او نه یې اوس لري.»

ډاکټر فضلي باور لري چې اوس وخت رارسېدلی چې افغانان له بهرنۍ پروژه محوره سیاسي رهبرۍ سره خپل حساب تصفیه کړي. دی وړاندیز کوي چې ټول هغه بنسټونه او ناستې چې د بهرنیو تمویل پر بنسټ د مصنوعي رهبرۍ د ترویج هڅه کوي، ورڅخه بایکاټ وشي، او تمرکز دې یوازې پر ملي، ولسي او اوږدمهاله سیاسي بنسټونو وشي.

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر د لیکنې په پای کې وایي، د افغانستان د تېره نیمه پیړۍ سیاسي ژوند خونړۍ، دردوونکې او له ناورین ډکې تجربې دا درس راکوي چې د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ اساسي لامل د سیاسي رهبرۍ تشه ده، خو دا تشه د فرد محوره سیاسي رهبرۍ په اساس خیالي او افسانوي افرادو نه؛ بلکې د ولس په منځ کې د بېلابېلو ایډیولوژیو پرمحوریت د دوامداره او ملي سیاسي پروسې له‌لارې د سیاسي سازمانونو د سنجیدګۍ او پخته‌ګۍ په نتیجه کې رامېنځ ته شوی سیاسي قشر ډکولی شي. نو تاریخ حکم کوي چې د شخصیت‌محوره سیاست دوره باید ختمه شي. اوس د دې وخت دی چې د یو ملي، بومي، او سازماني سیاسي تداوم لپاره عملي او بنسټیز جمعي ګام واخېستل شي.