د روسیې د ټرانسپورټ وزیر مړی تر هغه وروسته وموندل شو چې د پوتین لهخوا له دندې ګوښه شوی و

د روسیې د ټرانسپورټ وزیر رومن سټاراوویټ مړی تر هغه څو ساعته وروسته وموندل شو، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دندې ګوښه کړی و.

د روسیې د ټرانسپورټ وزیر رومن سټاراوویټ مړی تر هغه څو ساعته وروسته وموندل شو، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دندې ګوښه کړی و.
د روسیې د جنايي تحقیقاتو مرکزي ادارې ویلي، سټاراوویټ د خپل موټر دننه د ډزو له امله مړ شوی او دا مهال د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، چې پکې د ځانوژنې احتمال هم شامل دی.
سټاراوویټ له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې د کورْسک سیمې والی پاتې شوی و او بیا د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د ټرانسپورت د وزیر په توګه ټاکل وټاکل و.
د نوموړي ناڅاپي مړینې د روسیې په سیاسي کړیو کې یو ځل بیا پوښتنې راولاړې کړې، په ځانګړي ډول هغه وخت چې چارواکي له دندو ګوښه کېږي او وروسته په مرموز ډول له منځه ځي.
د روسیې چارواکو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نهدي خپاره کړي، خو څېړنې دوام لري.


د برېتانیا حکومت په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د استعمال او لېږد په تړاو په روسیې چارواکو او یوې موسسې باندې نوي بندیزونه لګولي. دغه بندیزونه د بریتانیا د حکومت په رسمي ویب پاڼه خپاره شوي.
د تازه بندیزونو لاندې، د روسیې د علمي څېړنو موسسه "د عملي کیمیاوي کیمیا پراختیا" او د روسیې د راډیولوژیک، کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو عمومي مشر، الکسي رټیشیف، او د هغه مرستیال، اندري مارچینکو هدف ګرځېدلي دي.
د بریتانیا حکومت په خپل بیان کې ویلي: "د الکسي رټیشیف او اندري مارچینکو دنده دا وه چې د کیمیاوي وسلو سره تړلې ممنوعه فعالیتونه ترسره کړي، یا یې ملاتړ کړی او یا یې د دې فعالیتونو د پرمختګ لپاره هڅې کړي."
د بریتانیا حکومت همدا راز ویلي چې د " عملي کیمیاوي کیمیا پراختیا" موسسې هم د روسیې د پوځ لپاره د کیمیاوي دستګاه لېږدولو او د اوکراین ځواکونو پر ضد یې د استعمال له امله بندیزونو سره مخ شوې.

د افغانستان د سیاسي راتلونکې بڼه له یوې نوې پوښتنې سره مخ ده، وروسته له هغه چې روسیې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل. دا عمل له سمدستي، قوي او غیرمستقیم منفي غبرګون سره هم مخ شو.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا استازي په غیرمستقیم ډول له طالبانو سره د تعامل دوام رد کړ او د افغانستان په اړه تصویبېدونکې مسودې ته یې منفي رایه ورکړه.
د طالبانو د رسمیت پېژندنې نوې څپه
روسیې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له حکومت سره مستقیمې اړیکې ساتلي، له څو کلونو مشورو وروسته یې بالاخره طالبانو ته د رسمي حکومت حیثیت ورکړ. د مسکو دا اقدام په داسې مهال وشو چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د مشروع استازولۍ له حقه بېبرخې دي او نه هم د نړۍوالو ډېپلوماټیکو اصولو تابع شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:
"موږ له طالبانو سره د سیمهییز ثبات او امنیت په خاطر رسمي تعامل غواړو."
خو دا تعامل ځکه پراخ بحثونه را وپارول چې طالبانو لا هم د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، د رسنیو خپرونې یې محدودې کړې دي او د ترهګرو ډلو لپاره یې خوندي چاپیریال برابر کړی دی.
د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې درې اساسي موضوعات د ټولګډونه حکومت ایجاد، بشري ناورین او د ترهګرو ډولو موجودیت بحث شو.
امریکا: طالبان د باور وړ نه دي
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا استازي د روسیې د رسمیت پېژندنې له پرېکړې وروسته پر طالبانو سخت انتقاد وکړ. نوموړي وویل:
"موږ باور نه لرو چې طالبان به له نړۍوالې ټولنې سره رښتینی تعامل وکړي. دا تعامل یوازې د دوی د ناکامیو جایزه ده."
استازي زیاته کړه:
"موږ له طالبانو سره د افغانستان د وضعیت له ښه والي پرته تعامل کړی، خو دا تعامل د دوی لپاره یو امتیاز نه شي بلل کېدی."
د امریکا په دریځ کې په ناڅاپي ډول دومره لوی بدلون د دې ګواهي ورکوي چې طالبانو د شرقي بلاک انډیوالي پیل کړې چې له مخې یې امریکا ناخوښه ده.
د ترهګرۍ، بشري حقونو او نړیوال امنیت اندېښنې
د امریکا د بیانونو تمرکز د افغانستان پر وضعیت، د ترهګرۍ ګواښ او د طالبانو پر ظالمانه تګلارو و. د امریکا استازي ټینګار وکړ:
"موږ نه غواړو افغانستان بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای شي. طالبان باید له نړۍوال یرغمل نیونې، د ژورنالیستانو ځورونې او د ښځو پر وړاندې له سیستماتیک تبعیضه لاس واخلي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپورونه هم د طالبانو پر ضد ورته موارد مستند کړي، چې له مخې یې دا رژیم لا هم له نړۍوالو ارزښتونو سره واټن لري.
امریکا د طالبانو رسمیت نهمني او همداراز یې له نورو متحدینو یې هم په غیر مستقیم ډول غوښتي چې ورته اقدام ونهکړي. د امریکا دا دریځ اوس داسې تعبیرېږي چې که کوم هېواد طالبان رسماً وپېژني، دا به د امریکا له خوا د سیاسي، اقتصادي یا ډېپلوماټیکو فشارونو سره مخ شي.
د امریکا استازي په نننۍ غونډه کې وویل:
"امریکا نور د طالبانو کرکجن چلند نهشي زغملی. که طالبان غواړي نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید د نړۍوالې ټولنې شرایط ومني."
د امریکا دریځ او بشري مرستې او اغېزې
د امریکا د دې سخت دریځ مستقیمه اغېزه به د افغانستان پر میلیونونو خلکو وي او د افغانستان خلک د نړۍوالو مرستو له موجودیت پرته له بشري بحران سره مخ کېدونکي دي؛ خو اوس د امریکا او اروپایي ټولنې تمویل کم شوی دی او که نور هېوادونه هم د امریکا له پالیسیو پیروي وکړي، د بشري بحران کچه به نوره هم لوړه شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (WFP) او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) مخکې ویلي چې د ملاتړ کمښت د ماشومانو، میندو، ناروغانو او کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی.
نړۍوال سیاست: د تعامل ډله او د فشار ډله
په اوس وخت کې نړۍوال سیاستوال او قدرتمن هېوادونه د طالبانو په تړاو دوه ډلې شوي دي:
دا توپیرونه نه یوازې د طالبانو پر رسمیت بلکې د افغانستان پر سیاسي راتلونکي، اقتصاد او بشري حالت هم مستقیم اثر لري.
د طالبانو رسمیت پېژندنه یوازې یو سیاسي اقدام نه دی، بلکې دا د نړۍوالو اصولو، بشري ارزښتونو او د افغانستان د خلکو پر برخلیک اغېز لري. امریکا غواړي طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې مشروعیت یوازې له "قدرت" نه بلکې له "اقدام" څخه راځي.
که طالبان د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو نړۍوال رسمیت به نهیوازې ورته ور نه کړل شي، بلکې د فشار کړۍ به پرې لا هم تنګه شي.
د دې تحولاتو په منځ کې افغانان یو ځل بیا د قدرتونو د سیاستونو، د طالبانو د سختدریځۍ او د نړۍوالې بېتفاوتۍ ښکار دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال د سرې میاشتې او سره صلیب نړۍوال فډراسیون استازي خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوه ژور بشري ناورین پر لور روان او د دې هېواد سیاسي پېچلتیاوې باید د خلکو د ژوند، روغتیا او کرامت پر وړاندې خنډ نه شي.
د هغه په وینا: «افغانستان نن د یوه تاریخي پړاو پر درشل ولاړ دی. بشري ناورین نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې ژورېږي.»
د نړۍوال سره صلیب استازي وویل، چې له ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې کورني خدمات، اقتصادي فرصتونه او د ژوند اساسي اسانتیاوې ورځ تر بلې محدودېږي.
نوموړي زیاته کړه: «میلیونونه افغانان د خپلو عایداتي سرچینو له منځه تلو، اقتصادي سقوط، طبیعي پېښو او د لومړنیو خدماتو د نهشتون له کبله له خورا سختو شرایطو سره مخ دي.»
هغه ټینګار کړی، چې د څو لسیزو جګړو له امله نه یوازې اقتصادي پایلې درنې دي، بلکې افغانان په ځانګړې توګه ماشومان او ځوانان د ژورو رواني زیانونو ښکار شوي دي.
نوموړي یادونه وکړه، چې د یوې اوږدمهالې او ستراتیژیکې تګلارې نشتوالی د دې لامل شوی چې بشري مرستې بېنظمې، محدودې او ناپایدارې پاتې شي.
د سره صلیب استازي د نړۍوالو له خوا د ستراتیژیو ژر تر ژره بیاکتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل:«موږ یوه داسې جامع لیدلوري ته اړتیا لرو چې نه یوازې د بېړنیو بشري اړتیاوو پورهکولو ته پام وکړي، بلکې د خلکو د معیشت، د اوبو زېرمو، دندې برابرولو او ټولنیز زغم وړتیا پیاوړې کولو ته هم لاسرسی ولري. دا یوازینۍ لاره ده چې موږ کولای شو له راستنېدونکو سره د یو نوي ناورین له پېښېدو پرته مرسته وکړو.»
نوموړي د افغانستان د سرې میاشتې (هلال احمر) د چوپړتیاوو په اړه وویل: « د مالي مرستو کمښت دې ادارې ته یو ستر ګواښ پېښ کړی دی. دا اداره اړ شوې ده چې تجربهلرونکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي؛ هغه کسان چې ډېری وختونه د خپلو کورنیو یوازیني ډوډۍ برابرونکي دي.»
په پای کې د صلیب سره استازي وویل، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان د نړۍوال ارزښت کمېدل د اندېښنې وړ دي او نړۍ باید له دې هېواده مخ و نه ګرځوي.
هغه زیاته کړه: «سیاست باید د بشري مرستو لار ونهتړي. موږ باید سیمهییزو سازمانونو ته لکه هلال احمر د پریکړې کولو زمینه برابره کړو او د افغانستان د بیا رغونې لپاره اوږدمهاله ملاتړ تضمین کړو.»
نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري تصویب شوی پرېکړهلیک یو مهم پیل وباله او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې افغانستان ته خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغان ولس اړتیاوې خپل لومړیتوبونه وګڼي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د جرمني استازې انتیالینډرتسا په خپلو خبرو کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي، خو دا تعامل باید د افغان مېرمنو او نجونو پر بنسټیزو حقونو سترګې پټول نه وي.
اغلې لینډرتسا وویل: «موږ پوره باور لرو چې د طالبانو سره تعامل اړین دی، خو دا تعامل باید داسې نه وي چې د افغانستان د مېرمنو، نجونو او اقلیتونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي.»
نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی وضعیت لا هم د نړۍوالو د اندېښنو مرکز دی او د ملګرو ملتونو د هڅو اساسي موخه دا ده چې دا نړۍوال تمرکز وساتل شي.
هغې وویل: «جرمني په ملګرو ملتونو کې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د وضعیت په اړه د یو جامع، پیاوړي او روښانه پرېکړه لیک د تصویب لپاره هڅې کړې دي.»
د جرمني استازې څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړهلیک چې هر کال د افغانستان د وضعیت په تړاو د جرمني په مشرۍ اسانتیا مومي، د نړۍوالو اجماع د منعکس کوونکي په توګه ځانګړی اهمیت لري.
هغې وویل: «د دې پرېکړهلیک تر ټولو مهم اړخ د هغه اجتماعي ارزښت دی. موږ په تېرو اوونیو او میاشتو کې د غړو هېوادونو سره په نیک نیت تعامل کړی او د هغوی د رغنده ونډې منندوی یو، چې پرېکړهلیک یې لا هممهاله، قوي او ټولګډونه کړی دی.»
لینډرستا په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د تعلیم، کار، ازاد تګ و راتګ او نورو بشري حقونو محدودول نه یوازې د افغانانو د ژوند څرنګوالی له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د ټولنې پرمختګ ته هم ستر ګواښ دی.
هغې وویل، چې نړۍواله ټولنه باید دا حقونه له یاده و نه باسي او له طالبانو سره هر ډول تعامل باید مشروط وي، څو د بشري حقونو درناوی تضمین شي.

دوو نړیوالو بنسټونو په یوه ګډ راپور کې په افغانستان، ایران، ټایلند، بلجیم او برېټانیا کې د ښځینه بندیانو وضعیت او همداراز حل لارو ته اشارې کړې دي. دغه بنسټونه وايي، د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د افغان ښځو حقونه لاپسې محدود کړي دي.
رپوټ وايي،د اخلاقو په نوم قوانین، تبعیض، او د ژوند د دوام لپاره د ضروري فعالیتونو جرم ګرځول د ښځو د بندي کېدو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.
د پینل ریفورم او ښځې له دیوالونو اخوا (ویمین بیانډ والز ) په یوه ګډ راپور کې راغلي، سره له دې چې د نړۍ په زندانونو کې ۹۴ سلنه بندیان نارینه دي، خو په ۲۰۰۰ کال کې د ښځینه بندیانو په کچه کې بیا ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی او د نارینه شمېر ۲۲ سلنه زیات شوی دی.
په یاد راپور کې بېوزلي د ښځو د بندي کېدو اصلي لامل په ګوته شوی. ډېرې ښځې د اقتصادي مجبوریت له امله د کوچنیو جرمونو لکه د وړو شیانو غلا، سرګرداني، په سړکونو کې د خوراکي توکو خرڅلاو، سوالګرۍ، او بېکورۍ له کبله زندان ته استول شوې دي.
سره له دې چې ډېری قوانین جنسیت ته پام نه کوي، خو د بېوزلو په کتار کې ښځې ډېرې دي، نو له همدې امله هغوی له غیر متناسبو جرمونو سره مخ دي.
د پورټسموت پوهنتون د جرم پېژندنې برخې استاده اپرېل سمېټ وايي، د ډېریو ښځینه بندیانو ژوند له رواني صدمو، کورنيو زورزیاتیو او رواني ناروغیو ډک دی. د نوموړې په وینا، هغوی جرمونه هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره ترسره کوي.
په برېتانیا کې د "جرم شریک" قانون، چې یو کس د بل چا له جرم سره د همکار یا هڅوونکي په توګه مجرم بلل کېږي هم له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. دا ځکه چې ډېری وخت ښځې له خپلو ظالمو خاوندانو سره د جرم د شریک په تور محکومې شوې دي.
د یاد راپور له مخې، په ځینو هېوادونو کې ښځې او نجونې د داسې چلند له امله بندیانېږي چې، د دودیزو جنسیتي معیارونو خلاف وي، لکه بېمحرمه سفر کول، نامناسب لباس او یا هم نور مسایل.
په ایران کې د حجاب قوانینو د مراعاتولو لپاره له ډرون کمرو استفاده کېږي او له هغې لارې د ایران دولت په باور بې حجابه ښځې په نښه او بیا زندان ته اچول کېږي.
په دې راپور کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته هم اشاره شوې او په وینا یې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ۲۰۲۴ کال کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ شو، چې د افغان ښځو حقونه یې لاپسې محدود کړل.
د یاد قانون په ۱۳مه ماده کې راغلي، "ښځه باید خپل ټول بدن پټ کړي او په عامه ځایونو کې په لوړ غږ ونه غږېږي."
د دغه قانون تر تصویب وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د همدغه قانون پر بنسټ د یو زیات شمېر نجونو او ښځو د نیولو پېښې ثبت او مستند کړې.
په دغه راپور کې په ټایلند کې د جنسي کاریګرو ښځو وضعیت ته هم اشاره شوې او په ډاګه شوې چې، هغوی هم د بې وزلۍ له امله دغې چارې ته مخه کړې او قانون ورته د مجرم په سترګه ګوري، خو بلجیم بیا په دې وروستیو کې لومړنی هېواد شو چې، جنسي کاریګرو ته یې بشپر کاري حقونه ورکړي دي.
په بریتانیا کې بیا د حکومت له خوا نوی "د ښځو عدلي بورډ" جوړ شوی، او موخه یې هم دا ده چې لږې ښځې زندان ته ولاړې شي. د عدلیې وزیرې شبانې محمود ویلي، ډېری زنداني ښځې خپله قربانیانې دي او زیاتره یې میندې هم دي.
په داسې حال کې چې، د پورټسموت پوهنتون د جرم پېژندنې برخې استاده اپرېل سمېټ د بورډ جوړېدل مثبت ګام ګڼي، خو بیا هم د دغه بورډ د اغېزناک والي لپاره پر سیاسي او مالي ملاتړ ټینګار لري.
له دې ټولو سره سره بیا هم په بریټانیا کې د نارینه وو پر تله د ښځو له خوا د ځان ځورونې کچه ۸ اعشاریه ۵ سلنه لوړه ده.
په افغانستان کې هم د ښځو د شکنجې، غیرانساني چلند، په یوه کوټه کې د ګڼو بندیانو د ساتنې او له قانوني وکیل څخه د محرومیت راپورونه ورکړل شوي دي.
راپور وايي، سره له دومره ستونزو، د ښځو بندي کېدل لا هم په پالیسي جوړونه او د ښځو د حقونو په بحثونو کې له پامه غورځول شوي دي.
د راپور په ۱۹ سپارښتنو کې د حیثیت پر بنسټ جرمونو لکه د "ناموس" او "اخلاقو" جرمونه لغوه کول، د مخدره توکو پر قانون بیا کتنه څو پر ښځو یې اغېز راکم شي، د سقط حمل جرم نه ګڼل کېدل او د بند پر ځای د صدمهمحوره بدیلونو برابرول راغلي دي.