• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هند کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د افغان کډوالو مېرمنو لاریون شپږمې ورځ ته وغځېد

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱

په هند کې د افغان کډوالو مېرمنو لاریون چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته پیل شوی، نن شپږمې ورځې ته وغځېد. دغه مېرمنې د سختې ګرمۍ او ناوړه وضعیت سره هره ورځ سړک ته راوځي او وایي، چې نړۍوالې ادارې دې د دوی ړنګ ژوند ته پام وکړي.

لاریونوالې چې ډېری یې له افغانستان څخه د سیاسي ناامنۍ، د جنسیتي تبعیض او اقتصادي ستونزو له امله وتلې دي، وایي چې د کډوالۍ په اوږدو کې له سختو شرایطو، بې‌قانونۍ او بې‌برخې وضعیت سره مخ دي.

دوی له نړۍوالو بشري بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړي، چې دوی ته حقوقي ملاتړ، سرپناه، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی برابر کړي.

د دغه مېرمنو په وینا، له څو میاشتو راهیسې یې له «یو اېن ایچ سي ار» سره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي، خو د اسنادو، کډوالۍ منظوري یا له درملنې او زده‌کړې برخمنېدو لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.

د دوی په وینا، دا بی‌پروایي د دوی پر رواني وضعیت هم ژوره منفي اغېزه کړې ده.

دوی له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، د هند دولت او د ملګرو ملتونو له مشرتابه غواړي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو وضعیت وارزوي، د دوی لپاره واضیح میکانیزمونه جوړ کړي او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې مرستې او پروګرامونه پلي کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

فضلي: د افغانستان د اوږد کړاو اصلي لامل د مشرتابه او مشروع سیاسي پروسې نشتوالی دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان د پرله‌پسې کړکېچونو او سیاسي بې‌ثباتۍ تر شا اساسي ستونزه بهرنۍ مداخله او یا قومي شخړې نه، بلکې د مشروع سیاسي پروسې او رهبرۍ نشتوالی دی.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ په یوه لیکنه کې ټینګار کوي، چې د نیمې پېړۍ راهیسې شخصیت‌محوره سیاست په تکراري ډول ناکام شوی او باید د ملت پر بنسټ د سازماني سیاسي بدیل پر لور تګ وشي.

ډاکټر فضلي په خپله لیکنه کې د هغو خلکو په عامو تمو نیوکه کوي چې د «یوه بااخلاصه او موثر رهبر» د ناڅاپي ظهور په تمه دي.

هغه وایي، چې دا ډول تمې نه یوازې غېرواقعي دي، بلکې د ولسي سیاسي خوځښتونو مخه نیسي او له خلکو د سیاسي مشارکت حس اخلي.

هغه زیاتوي: «هېڅ‌چېرته په نړۍ کې یوه افسانوي رهبر په ناڅاپي ډول نه دی راټوکېدلی. تاریخ او سیاست د پروسو پایله ده، نه د معجزو.»

هغه زیاتوي، چې دا ډول تمې او مفکورې په لوی لاس استعمار تولید کړې دي، څو د ولسونو له‌خوا د ملي حرکتونو پر ځای، د یوه ژغورونکي د تمې له لارې ټولنه کنټرول کړي.

نوموړي لیکلي: « په مستعمره ټولنو کې تل دا تفکر ترویج شوی چې د بحرانونو حل د یوه خارق‌العاده رهبر په ظهور پورې تړلی دی. دا هغه دام دی چې ملتونه پکې کلونه بند پاتې شوي دي.»

ښاغلي فضلي ویلي، چې د افغانستان د تیرو څو لسیزو سیاسي جوړښتونه اکثر د بهرنیو ملاتړ پر بنسټ درېدلي وو، او هغه شخصیتونه چې د سیاسي مبارزې له طبیعي پروسې نه، بلکې له بهرني تمویل راټوکېدلي، د دوامداره مشروعیت خاوندان نشول کېدای.

ډاکټر فضلي زیاتوي: « تېرو لسیزو کې د همدغه فورمول په اساس راټوکول شوي شخصیتونه که د فردي ظرفیت له‌مخې هرڅومره وړ کسان هم وو،خو د سیاسي ملي مبارزې له تل څخه په طبیعي ډول نه وو راوتلي. د دوی سیاسي شخصیت د کوم ولسي سیاسي بهیر نتیجه نه وه، نه د کوم مشروع ولسي سیاسي بنسټ له فېلټره تېر شوي و، دوی غوڅ اکثریت په محاسبه شوې سیاسي ولسي مبارزې باور نه درلود او نه یې اوس لري.»

ډاکټر فضلي باور لري چې اوس وخت رارسېدلی چې افغانان له بهرنۍ پروژه محوره سیاسي رهبرۍ سره خپل حساب تصفیه کړي. دی وړاندیز کوي چې ټول هغه بنسټونه او ناستې چې د بهرنیو تمویل پر بنسټ د مصنوعي رهبرۍ د ترویج هڅه کوي، ورڅخه بایکاټ وشي، او تمرکز دې یوازې پر ملي، ولسي او اوږدمهاله سیاسي بنسټونو وشي.

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر د لیکنې په پای کې وایي، د افغانستان د تېره نیمه پیړۍ سیاسي ژوند خونړۍ، دردوونکې او له ناورین ډکې تجربې دا درس راکوي چې د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ اساسي لامل د سیاسي رهبرۍ تشه ده، خو دا تشه د فرد محوره سیاسي رهبرۍ په اساس خیالي او افسانوي افرادو نه؛ بلکې د ولس په منځ کې د بېلابېلو ایډیولوژیو پرمحوریت د دوامداره او ملي سیاسي پروسې له‌لارې د سیاسي سازمانونو د سنجیدګۍ او پخته‌ګۍ په نتیجه کې رامېنځ ته شوی سیاسي قشر ډکولی شي. نو تاریخ حکم کوي چې د شخصیت‌محوره سیاست دوره باید ختمه شي. اوس د دې وخت دی چې د یو ملي، بومي، او سازماني سیاسي تداوم لپاره عملي او بنسټیز جمعي ګام واخېستل شي.

منظور احمد پښتین: د ایران حکومت باید د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ودروي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د «ظالمانه او بې‌رحمه» چلند په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اېستل بند کړي.

منظور احمد پښتین په خپلې فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پیل کړی، چې له مخې یې ډېری بې کوره افغان کورنۍ پرته له دې چې خپل مال او وسایل راټول کړي، له ایران څخه شړل شوي دي.

پښتین زیاته کړه: «په څو ورځو کې د ایران حکومت د افغان کډوالو د شړلو پروسه په بې رحمۍ سره پیل کړې، چې د دې عمل په پایله کې کورنۍ په ځانګړې توګه ماشومان په سختو شرایطو کې خپل هېواد ته راګرځي.»

د نوموړي په وینا، د دې زیات شمېر خلکو لپاره د ژوند د اړتیاوو پوره کول کابو ناشونی دی.

پښتین له ایران څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د شړلو پروسه ودروي او په دې برخه کې د اسلامي توازن او بشري حقونو پر اصولو عمل وکړي.

هغه ټینګار کړی: «ایران باید دا غېرقانوني او غېر بشري عمل عاجل ودروي او د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.»

د نړۍوالو سازمانونو لپاره بلنه

پښتین په دې پړاو کې د نړۍوالو بشري حقونو او کډوالو د چارو ادارو ته هم بلنه ورکړه، چې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

هغه وویل: «د افغان کډوالو د حقونو ساتنه او د دوی لپاره د مناسب ژوند امکانات برابرول د ټولو نړۍوالو مسوولیت دی.»

په دې وروستیو کې د ایران حکومت په بېړني ډول افغان کډوال شړلي چې ډېری یې په ځانګړې توګه له خپلو کورنیو سره د بېړنیو شرایطو له کبله له خپلو مالونو او ارزښتونو بې برخې شوې دي.

دا اقدامات له بشري ناورین سره مخ دي، چې زیاتره کورنۍ یې د ژوند لومړني اړتیاوې نه لري.

افغانستان د نړۍوالو تضادونو تر منځ؛ له طالبانو سره د روسیې دوستي او د امریکا تازه مخالفت

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان د سیاسي راتلونکې بڼه له یوې نوې پوښتنې سره مخ ده، وروسته له هغه چې روسیې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل. دا عمل له سمدستي، قوي او غیرمستقیم منفي غبرګون سره هم مخ شو.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا استازي په غیرمستقیم ډول له طالبانو سره د تعامل دوام رد کړ او د افغانستان په اړه تصویبېدونکې مسودې ته یې منفي رایه ورکړه.

د طالبانو د رسمیت پېژندنې نوې څپه

روسیې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له حکومت سره مستقیمې اړیکې ساتلي، له څو کلونو مشورو وروسته یې بالاخره طالبانو ته د رسمي حکومت حیثیت ورکړ. د مسکو دا اقدام په داسې مهال وشو چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د مشروع استازولۍ له حقه بې‌برخې دي او نه هم د نړۍوالو ډېپلوماټیکو اصولو تابع شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:

"موږ له طالبانو سره د سیمه‌ییز ثبات او امنیت په خاطر رسمي تعامل غواړو."

خو دا تعامل ځکه پراخ بحثونه را وپارول چې طالبانو لا هم د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، د رسنیو خپرونې یې محدودې کړې دي او د ترهګرو ډلو لپاره یې خوندي چاپیریال برابر کړی دی.

د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې درې اساسي موضوعات د ټولګډونه حکومت ایجاد، بشري ناورین او د ترهګرو ډولو موجودیت بحث شو.

امریکا: طالبان د باور وړ نه دي

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا استازي د روسیې د رسمیت پېژندنې له پرېکړې وروسته پر طالبانو سخت انتقاد وکړ. نوموړي وویل:

"موږ باور نه لرو چې طالبان به له نړۍوالې ټولنې سره رښتینی تعامل وکړي. دا تعامل یوازې د دوی د ناکامیو جایزه ده."

استازي زیاته کړه:

"موږ له طالبانو سره د افغانستان د وضعیت له ښه والي پرته تعامل کړی، خو دا تعامل د دوی لپاره یو امتیاز نه شي بلل کېدی."

د امریکا په دریځ کې په ناڅاپي ډول دومره لوی بدلون د دې ګواهي ورکوي چې طالبانو د شرقي بلاک انډیوالي پیل کړې چې له مخې یې امریکا ناخوښه ده.

د ترهګرۍ، بشري حقونو او نړیوال امنیت اندېښنې

د امریکا د بیانونو تمرکز د افغانستان پر وضعیت، د ترهګرۍ ګواښ او د طالبانو پر ظالمانه تګلارو و. د امریکا استازي ټینګار وکړ:

"موږ نه غواړو افغانستان بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای شي. طالبان باید له نړۍوال یرغمل نیونې، د ژورنالیستانو ځورونې او د ښځو پر وړاندې له سیستماتیک تبعیضه لاس واخلي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپورونه هم د طالبانو پر ضد ورته موارد مستند کړي، چې له مخې یې دا رژیم لا هم له نړۍوالو ارزښتونو سره واټن لري.

امریکا د طالبانو رسمیت نه‌مني او همداراز یې له نورو متحدینو یې هم په غیر مستقیم ډول غوښتي چې ورته اقدام ونه‌کړي. د امریکا دا دریځ اوس داسې تعبیرېږي چې که کوم هېواد طالبان رسماً وپېژني، دا به د امریکا له خوا د سیاسي، اقتصادي یا ډېپلوماټیکو فشارونو سره مخ شي.

د امریکا استازي په نننۍ غونډه کې وویل:

"امریکا نور د طالبانو کرکجن چلند نه‌شي زغملی. که طالبان غواړي نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید د نړۍوالې ټولنې شرایط ومني."

د امریکا دریځ او بشري مرستې او اغېزې

د امریکا د دې سخت دریځ مستقیمه اغېزه به د افغانستان پر میلیونونو خلکو وي او د افغانستان خلک د نړۍوالو مرستو له موجودیت پرته له بشري بحران سره مخ کېدونکي دي؛ خو اوس د امریکا او اروپایي ټولنې تمویل کم شوی دی او که نور هېوادونه هم د امریکا له پالیسیو پیروي وکړي، د بشري بحران کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (WFP) او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) مخکې ویلي چې د ملاتړ کمښت د ماشومانو، میندو، ناروغانو او کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی.

نړۍوال سیاست: د تعامل ډله او د فشار ډله

په اوس وخت کې نړۍوال سیاستوال او قدرتمن هېوادونه د طالبانو په تړاو دوه ډلې شوي دي:

  • یوه ډله لکه روسیه، چین، ایران او پاکستان هڅه کوي طالبان د تعامل له لارې بدل کړي.
  • بله ډله لکه امریکا، فرانسه، جرمني او ناروې باور لري چې طالبانو ته مشروعیت ورکول به د دوی پر ظلم د تصدیق مهر وي.

دا توپیرونه نه یوازې د طالبانو پر رسمیت بلکې د افغانستان پر سیاسي راتلونکي، اقتصاد او بشري حالت هم مستقیم اثر لري.

د طالبانو رسمیت پېژندنه یوازې یو سیاسي اقدام نه دی، بلکې دا د نړۍوالو اصولو، بشري ارزښتونو او د افغانستان د خلکو پر برخلیک اغېز لري. امریکا غواړي طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې مشروعیت یوازې له "قدرت" نه بلکې له "اقدام" څخه راځي.

که طالبان د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، نو نړۍوال رسمیت به نه‌یوازې ورته ور نه کړل شي، بلکې د فشار کړۍ به پرې لا هم تنګه شي.

د دې تحولاتو په منځ کې افغانان یو ځل بیا د قدرتونو د سیاستونو، د طالبانو د سختدریځۍ او د نړۍوالې بې‌تفاوتۍ ښکار دي.

د ژمنو تر سیورې لاندې اړیکې؛ د افغان کډوالو برخلیک لا هم روښانه نه دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم تر نامه لاندې د دوه اړخیزو خبرو لومړۍ ناسته په اسلام‌اباد کې ترسره شوه. دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ بې‌باوري، امنیتي اندېښنې او د کډوالو پر سر لانجې ورځ تر بلې ژورېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت استازي نور احمد نور او د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سېد علي اسد ګیلاني ګډون کړی و.

دواړو خواوو د سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیت، سیمه‌ییز اتصال، کډوالو او د ویزو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

خو له ناستې وروسته خپره شوې اعلامیه یو ځل بیا یوازې له عمومي او مبهمو ژمنو ډکه وه، پرته له دې چې د افغان کډوالو اېستل، په پاکستان کې د افغان بندیانو برخلیک یا د دواړو خواوو ترمنځ د پرله پسې امنیتي تورونو د حل لپاره کوم عملي ګامونه اعلان شي.

په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواد څخه په جبري ډول شړلي او د هغوی د شتمنیو، کورونو او اسنادونو د مصادرې راپورونه رسنیز شوي، خو په دې ناسته کې یوازې د «ستونزو د حل ژمنه» شوې ده، نه له پاکستانه کوم تضمین اورېدل شوی او نه هم د طالبانو له لوري کومه جدي غوښتنه ثبت شوې ده.

په خبرپاڼه کې د سوداګرو او مریضانو لپاره د ویزو اسانتیا ته اشاره شوې، خو د وروستیو تجربو له مخې، افغان سوداګر له خورا ځور، فساد او اوږده انتظار سره مخ دي. که څه هم دواړه خواوې د همکارۍ خبرې کوي، خو افغان سوداګر عملا د ویزو، د اموالو د لېږد او کره پولي تړونونو له نشتوالي شکایت لري.

له دې سره، طالبان د پاکستان د اثر لاندې د «ښه ګاونډیتوب» پر بنسټ د اړیکو تمثیل کوي، خو تر اوسه دا اړیکې نه متقابل درناوی لري او نه هم روښانه اصول. پاکستان چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لسیزو مداخلې سابقه لري، اوس هم له خپل مشکوک چلند څخه لاس نه دی اخیستی.

که دا مشورتي میکانیزم هم یوازې د اعلامیو په سطحه پاتې شي، نه یوازې به د افغان ولس ستونزې حل نه کړي، بلکې د دواړو لوریو ترمنځ به سیاسي بې‌باوري لا پسې زیاته کړي.

د سره صلیب استازی: سیاسي پېچلتیاوې باید د عامو خلکو د ژوند او کرامت پروړاندې خنډ نه شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال د سرې میاشتې او سره صلیب نړۍوال فډراسیون استازي خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوه ژور بشري ناورین پر لور روان او د دې هېواد سیاسي پېچلتیاوې باید د خلکو د ژوند، روغتیا او کرامت پر وړاندې خنډ نه شي.

د هغه په وینا: «افغانستان نن د یوه تاریخي پړاو پر درشل ولاړ دی. بشري ناورین نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې ژورېږي.»

د نړۍوال سره صلیب استازي وویل، چې له ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر یو میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې کورني خدمات، اقتصادي فرصتونه او د ژوند اساسي اسانتیاوې ورځ تر بلې محدودېږي.

نوموړي زیاته کړه: «میلیونونه افغانان د خپلو عایداتي سرچینو له منځه تلو، اقتصادي سقوط، طبیعي پېښو او د لومړنیو خدماتو د نه‌شتون له کبله له خورا سختو شرایطو سره مخ دي.»

هغه ټینګار کړی، چې د څو لسیزو جګړو له امله نه یوازې اقتصادي پایلې درنې دي، بلکې افغانان په ځانګړې توګه ماشومان او ځوانان د ژورو رواني زیانونو ښکار شوي دي.
نوموړي یادونه وکړه، چې د یوې اوږدمهالې او ستراتیژیکې تګلارې نشتوالی د دې لامل شوی چې بشري مرستې بې‌نظمې، محدودې او ناپایدارې پاتې شي.

د سره صلیب استازي د نړۍوالو له خوا د ستراتیژیو ژر تر ژره بیاکتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل:«موږ یوه داسې جامع لیدلوري ته اړتیا لرو چې نه یوازې د بېړنیو بشري اړتیاوو پوره‌کولو ته پام وکړي، بلکې د خلکو د معیشت، د اوبو زېرمو، دندې برابرولو او ټولنیز زغم وړتیا پیاوړې کولو ته هم لاسرسی ولري. دا یوازینۍ لاره ده چې موږ کولای شو له راستنېدونکو سره د یو نوي ناورین له پېښېدو پرته مرسته وکړو.»

نوموړي د افغانستان د سرې میاشتې (هلال احمر) د چوپړتیاوو په اړه وویل: « د مالي مرستو کمښت دې ادارې ته یو ستر ګواښ پېښ کړی دی. دا اداره اړ شوې ده چې تجربه‌لرونکي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي؛ هغه کسان چې ډېری وختونه د خپلو کورنیو یوازیني ډوډۍ برابرونکي دي.»

په پای کې د صلیب سره استازي وویل، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان د نړۍوال ارزښت کمېدل د اندېښنې وړ دي او نړۍ باید له دې هېواده مخ و نه ګرځوي.

هغه زیاته کړه: «سیاست باید د بشري مرستو لار ونه‌تړي. موږ باید سیمه‌ییزو سازمانونو ته لکه هلال احمر د پریکړې کولو زمینه برابره کړو او د افغانستان د بیا رغونې لپاره اوږدمهاله ملاتړ تضمین کړو.»

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري تصویب شوی پرېکړه‌لیک یو مهم پیل وباله او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل، چې افغانستان ته خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغان ولس اړتیاوې خپل لومړیتوبونه وګڼي.