• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د جاپان او سوېلي کوریا پر وارداتو ۲۵سلنه تعرفې لوړې کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جاپان او سوېلي کوریا ته لیکونه خپاره کړي، چې پکې ویلي یې دي چې د اګست لومړۍ نېټه به د دوی پر وارداتي توکو ۲۵سلنه ګمرکي تعرفې (مالیه) لګوي.

د دې اقدام هدف د امریکا صنعتي سکتور ته وده ورکول بلل شوی، خو تمه ده چې دا پرېکړه به نړۍوال بازارونه اغېزمن کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته ورسېد

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو نن دوشنبه د ( چنګاښ۱۶مه) د امریکا پلازمینې واشنګټن ته ورسېد. تمه کېږي، چې نوموړی به په واشنګټن کې له ټرمپ سره د اسراییل او ایران د وروستي کړکېچ او د امریکا له لوري د وضع شویو تعرفو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ځینو رسنیو په حواله نتنیاهو هڅه کوي، ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر اسراییلي وارداتو د ټاکل شوې ۱۷ سلنه تعرفې پرېکړه بېرته واخلي او یا یې کمه کړي.

نوموړي له هنګري څخه د سفر پر مهال ویلي و، چې دغه تعرفې د اسراییل اقتصاد ته ستر ګواښ دی.

تمه کېږي، چې دواړه مشران به په غزه کې د روان تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړي.

د ګوزڼ وایرس؛ د پولیو مرکز وایي، له پاکستانه ستنېدونکي باید پر کرښه خپل ماشومان واکسین کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د پولیو مرکز خبر ورکړی، چې د ګوزڼ وایرس د مخنېوي لپاره باید له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال ډیورنډ کرښه کې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي. دغه بنسټ همدا راز ټینګار کړی، چې د پولیو په هره دوره کې باید له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته هم څاڅکي واچول شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ګواښ پاتې دی.

له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم د دغه وایرس د خپرېدو لامل بلل شوي دي.

یونان ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د یونان ساحلي ګارډ د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې له جمعې ورځې راهیسې یې ګاودوس او کرېټ ټاپوګانو ته نږدې سلګونه کډوال ژغورلي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یکشنبې په ورځ تر ۴۳۰ ډېر کډوال ګاودوس ټاپو ته نږدې وژغورل شول.

په یوه بله پېښه کې د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې (Frontex) کرېټ ټاپو ته نږدې ۹۶ کډوال وژغورل او کرېټ ته یې ولېږل.

دغه ډول د یکشنبې په ورځ یوې یوناني رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه. په دېغه ویډیو کې لسګونه کډوال کرېټ ساحل ته تر رسېدو مخکې لیدل کېږي، چې ژر ژر ځانونه له کښتۍ څخه اوبو ته وراچوي.

تېره میاشت یونان اعلان وکړ، چې د لیبیا حوزې ته نږدې یې دوه جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي چې د کډوالو مخه ونيسي.

یونان له لیبیا او اروپایي ټولنې هم غوښتي، چې له یونان سره په دې اړه همکاري وکړي.

د اوربند په اړه د حماس او اسرايیل ترمنځ لومړۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په قطر کې د اوربند په اړه د حماس او اسرايیل ترمنځ نامستقیمې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. دوو فلسطیني سرچینو د دوشنبې په سهار وویل، چې د اسرايیل پلاوی له حماس سره د هوکړې له پاره کافي صلاحیت نه لري.

مخکې تر دې چې د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته لاړ شي؛ دغه خبرې د یکشنبې په ورځ له سره پیل شوې.

فلسطيني سرچینو ویلي، چې اسراييلي پلاوی د هوکړي له پاره کافي صلاحیت نه لري.

نتنیاهو واشنګټن ته له تګ وړاندې ویلي و، چې د اسرايیل پلاوي ته د اوربند او خبرو له پاره روښانه لارښوونه شوې ده.

د شنبې په ماښام، سلګونه اسراييليان د تل ابیب په یوه چوک کې د دفاع وزارت مرکزي دفتر ته راټول شوي وو؛ دوی د اوربند او غزه کې د پاتې شاوخوا ۵۰ یرغمل شویو اسراييلیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

د بریکس د غړو هېوادونو غوښتنه: اسراییل دې سمدستي له غزې او ټولو «اشغال» شویو سیمو ووځي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د بریکس غړو هېوادونو مشران چې دا اوونۍ د برازیل په ریو دي ژانیرو ښار کې راټول شوي، د غزې د جګړې په تړاو یې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د "بېړني، دایمي او بې‌قید اوربند" لپاره له رښتیني نیت سره خبرو ته چمتو شي.

په ګډه اعلامیه کې چې د لسو غړو هېوادونو له خوا خپره شوه، ټینګار شوی چې باید اسراییلي ځواکونه له غزې او ټولو «اشغال شویو» فلسطیني سیمو په ځانګړې توګه له لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت‌المقدس څخه، بشپړ او بې‌درنګه ووځي.

بریکس مشران د اسراییل او متحده ایالاتو له لورې پر ایران شوي بریدونه هم غندلي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اعلامیه کې د منځني ختیځ د شخړو لپاره د "عادلانه، جامع او پایدارو حل‌لارو" غوښتنه شوې، چې باید د ټولو ملتونو حقونه، خپلواکي او د نړۍوالو قوانینو اصولو ته درناوی پکې تضمین شي.

د بریکس دغه دریځ د نړۍوالو غبرګونونو په لړ کې یو مهم اقدام بلل شوی، چې د غزې کړکېچ لپاره د جګړې د بندېدو او د سیاسي حل پر لور د تګ غوښتنه کوي.