• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیو مکسیکو په ناڅاپي سېلابونو کې کورونه له بنسټه ویجاړ شوي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

د نیو مکسیکو ایالت په ریو روی‌دوسو سیند ترڅنګ ناڅاپي سېلابونو ګڼ کورونه له بنسټه راچپه کړي او وړي یې دي. د انساني تلفاتو په اړه تراوسه ځایي چارواکو څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وایي، چې سېلاب ډېر ناڅاپي و او د کورونو ترڅنګ یې سړکونه او نورې ودانۍ هم زیانمنې کړي دي.

چارواکو د بېړني حالت اعلان کړی او د خلکو د اېستلو چارې روانې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

قطر: د غزې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له اسراییل او حماس سره جلا-جلا خبرې روانې دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ډاکتر ماجد الانصاري اعلان وکړ، چې قطر دا مهال له اسراییل او حماس سره د خبرو اترو د چوکاټ پر جوړېدو کار کوي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې دا هڅې د غزې د روانې جګړې او انساني ناورین د پای ته رسولو په موخه تر سره کېږي.

الانصاري څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو استازي دا مهال په دوحه کې دي او د قطر او مصر منځګړي ټیمونه له اسراییلي او حماس پلاویو سره جلا-جلا خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د خبرو د پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ جوړوو، تر اوسه مفصله خبرې نه‌دي پیل شوي، خو لومړنۍ نښې مثبتې دي.

الانصاري ټینګار وکړ، چې د یوې هوکړې ترلاسه کول وخت غواړي او دا مهال د خبرو لپاره هېڅ واضیح مهال‌وېش وړاندې کولی نه‌شي.

هغه وویل: «زه فکر نه‌کوم چې اوس مهال کوم دقیق وخت وښیم، خو ویلی شم چې دا به وخت ونیسي.»

د قطر، مصر او امریکا منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اختلافاتو واټن راکم کړي، ترڅو یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي. سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې دوی به د صربستان، ټایلنډ او تونس په ګډون پر سوېلي کوریا او جاپان هم نوې تعرفې ولګوي.

که څه هم د ټرمپ پر ټروټ پاڼه جوړجاړي ته اشاره شوې؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د امریکا د تعرفو پر ضد هر ډول غچ ‌اخیستونکی اقدام به له ورته غبرګون سره مخ شي.

هغه جاپان او سوېلي کوریا ته په خطاب کې ویلي: «که تاسې په هره اندازه پر موږ تعرفې لوړې کړئ، موږ به پر تاسو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړو.»

سوېلي کوریا د ټرمپ د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره به خپلې سوداګریزې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

د ټرمپ له‌خوا پر ۱۴ هېوادونو د تعرفو لوړولو تر اعلان وروسته د امریکا مالي بازارونه راولوېدل.

ټرمپ: ایران له درنو بمباریو وروسته خبرو ته چمتو شوی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د امریکا له‌خوا د درېیو مهمو اهدافو تر بمبار وروسته خبرو اترو ته چمتو شوی دی.

ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: «موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې لوړې شوې دي.

د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي بریدونه د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي، خو ټرمپ دا بریدونه د خپل قوي دریځ نښه ګڼي.

که څه هم تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوې هیله رامنځته شوې ده.

ډونالډ ټرمپ: هیله لرم چې پر ایران بل برید ته اړ نشم

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتیاهو سره په لیدنه کې وویل: «زه هیله لرم چې د ایران حکومت پر وړاندې بل برید ته اړ نشم.»

هغه د ایران حکومتي چارواکو ته په اشارې سره زیاته کړه: «هغوی هم داسې څه نه غواړي چې ترسره شي، بلکې د سولې په لټه کې دي او غواړي چې خبرې اترې وکړي.»

کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه په منځني ختیځ کې د دوو حکومتونو «ایران او اسراییل» تر منځ د روانې شخړې د حل لارې د امکان په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، «زه نه پوهیږم» او اشاره یې وکړه چې د نتنیاهو نظر باید وپوښتل شي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د منځني ختیځ لپاره د ده استازي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ایران سره د اټومې پروګرام په تړاو خبرې اترې پیل کړي.

نتنیاهو د امریکا ولسمشر د نوبل سولې جایزې ته نومولی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل سولې جایزې لپاره رسمي نوماند کړ. نتنیاهو ویلي، ټرمپ د ابراهیم تړونونو په رامنځته کولو کې ستر رول لوبولی او د منځني ختیځ سولې لپاره یې تاریخي ګامونه پورته کړي دي.

ابراهیم تړونونو چې له اسراییل سره د متحده عربو اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش د اړیکو عادي کولو ته زمینه برابره کړه، د ټرمپ د ادارې له لوري رامنځته شول.

نتنیاهو ټینګار کړی، چې دغه تړونونه نه یوازې د اسراییل لپاره مهم دي، بلکې دا ټولې سیمې ته د ثبات او اقتصادي همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.

نتنیاهو په خپلو څرګندونه کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ مشري د سولې د نوې دورې پیل و او دا باید د نوبل د سولې جایزې له لارې وپېژندل شي.»