
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه د (چنګاښ ۱۷مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په جرمني کې د افغان ماشومې لینا حیدر بریا ثابته کړه، که افغان نجونو ته زمینه برابره شي؛ کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.
نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي، چې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
هغه وایي:« دا ښیي، چې د افغانستان نجونې او هلکان دواړه لوړ استعداد لري او که زمینه ورته برابره شي؛ کولای شي د نړۍ له ځوانانو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.»
حامد کرزي تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي، چې طالبان دې د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي؛ څو د افغانستان نوی نسل وکولای شي، د علم، پرمختګ او ځان بسیانې پر لور حرکت وکړي او هېواد له بهرني احتیاجه وژغورل شي.
لینا حیدر، یوه یوولس کلنه افغانه نجلۍ ده، چې په جرمني کې ژوند کوي.
هغې د دولس کلنې لېسې زدهکړې یې یوازې په شپږو کلونو کې بشپړې کړې او له ښوونځي فارغه شوه.
نوموړې تېره اوونۍ د بون له سېنټ اډیل هایډ ښوونځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ او د جرمني رسنیو هغه د «ځوانې نابغې» په توګه یاده کړې ده.
د یادونې ده، چې طالبانو په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د نورو بندیزونه سربېره هغوی له زدهکړو هم راګرځولې دي، چې له کبله یې په وار، وار پرې توندې نیوکې هم شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه ( د چنګاښ ۱۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسوده له واقعیته لرې ده او سیاسي موخې پکې پالل شوې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان د سولې، ټیکاو، امنیت، اقتصادي ودې او له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره هڅه کوي او دغه ډول راپورونه د افغانانو له بنسټیزو حقونو او واقعیتونو د انکار معنا لري.
په خپرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې یاد راپور د افغانستان د اسلامي ارزښتونو، ملي حاکمیت او کورنیو واقعیتونو پر ضد جوړ شوی او د نړۍوالو همکاریو فضا ته به زیان ورسوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د وضعیت ارزونه دې له سیاسي موخو لرې د اصولو، واقعي معلوماتو او متقابل درناوي پر بنسټ وکړي.
تیره ورځ د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسوده د ۱۱۶ موافقو، ۲ مخالفو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوه.
په دغه مسوده کې په افغانستان کې له بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو د سرغړونې په تړاو اندېښنه ښودل شوې وه او یو وار بیا له طالبانو غوښتل شوي و، چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د افغانستان په شمال کې بزګران د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، تازه مېوې یې په نیمايي بیه هم څوک نه اخلي او کړی زحمت یې په نشت حساب دی. ځینو بزګرانو او بڼوالو افغانستان انترنشل سره په خبرو کې ویلي، د تازه مېوو فصل رارسېدو لپاره یې تمه په نهیلۍ بدله شوې او زړونه یې مات شوي دي.
دوی وايي، تازه مېوې یې په نیمايي بیه هم څوک نه اخلي او په ګاللي زحمت پښېمانه دي.
د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اسېدونکی اشرف چې د شفتالانو بڼ لري وايي، همدا تېره اوونۍ یې د شفتالانو حاصلات کندوز ښار ته په دې تمه راوړل چې په پلورولو سره به یې تر ډېره مالي ستونزې حل شي؛ خو د هغه د تمې خلاف یو من شفتالو په ۵۰ افغانیو وپلورل شول.
هغه وایي:« له بده مرغه شفتالو ډېر ساتلای هم نشو لږ صبر مې وکړ، چې په ښه بیه یې وپلورم؛ خو بازار ډېر سوړ و اخر مجبوره شوم، چې یو من مې په ۵۰ افغانیو وپلورل. د اوس لپاره مې شاوخوا ۶۰ منه راوړي وو.»
د اشرف په خبره خټکي یې هم کرلي او ډېر ژر به یې حاصلات راټول کړي؛ خو د شفتالانو بازار ته په کتو ګمان نه کوي، چې بازار یې ښه وي.
په ورته وخت کې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ سیداجان چې شاوخوا په لس جریبه ځمکه یې هندواڼې کرلې دي وايي، تر ډېره یې حاصلات پلورلي؛ خو لا یې پورونه نه دي پرې خلاص شوي.
هغه افغانستان انټرنشل پښتو ته وویل، چې یو من هندواڼه یې له ۳۰ تر ۶۰ افغانیو پلورلې ده.
هغه زیاتوي:« د حاصلاتو تر رسېدو مو ډېر زحمتونه ګاللي؛ خو چې کله خپل حاصلات په ډېر امید ښار ته یوسو، په داسې بیه یې خلک غواړي چې سړی نهیلې شي؛ خو مجبوره یو، چې ویې پلورو.»
د سیداجان په خبره؛ پخوا ځینو بزګرانو او بڼوالو خپل حاصلات نېغ په نېغه کابل ته وړل، چې مزدوري یې ښه وه؛ خو وايي اوس لویو سوداګرو دا برخه هم انحصار کړې او تر ډېره هڅه کوي په ولایت، ولسوالۍ او ان په کلي کې د دوی حاصلات وپېري.
نوموړی وايي، بیا هم ځینو ملګرو یې کابل ته خټکي او هنډواڼې وړې وې؛ خو د هغو سوداګرو پرتله چې په لویه کچه له ولایتونو کابل ته تازه مېوې وړي، په لوړه بیه ورته پرېوتي چې د ګټې پرځای یې تاوان کړی دی.
دواړو بزګرانو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې سږکال یې حاصلات ښه و؛ خو د پلورولو بازار بیخي سوړ دی.
په افغانستان کې د تازه مېوو فصل په رارسېدو ؛بازارونه د هندواڼو، خټکیو، شفتالانو، الوبالو، زردالو او ځینو رنګینو او خوږو مېوو ډک او ښکلي کېږي.
د تازه مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو سربېره د ځینو نورو لازمو اسانتیاوو نشتوالي او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له لوري د مېوو د لېږد په برخه کې یو لړ ستونزې او ننګونې بلل کېږي.
که څه هم د طالبانو حکومت وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې د تازه مېوو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بازار موندنې په برخو کې له افغان بزګرانو او بڼوالو سره مرستې کوي؛ خو بزګران بیا د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کال وړاندې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د څه باندې ۱۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت تازه مېوې پاکستان، هند، تاجکستان، ترکیې او جرمني ته صادر شوې وې.
پرون په کندهار کې افغان سوداګرو او طالب چارواکو د پاکستان له نوي کونسل احمد ویس سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې پر سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو او سوداګریزو اسنادو بحث وشو؛ خو مثبته پایله یې نه درلوده.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی پرون له پاکستاني چارواکو سره د سوداګریزو وېزو، ګمرکي تعرفو، تجارتي اسنادو او نورو ستونزو په اړه غونډه وکړه.
په غونډه کې افغان سوداګرو شکایت وکړ، چې د دوی سوداګریزې وېزې په یوه او بله پلمه ځنډول کېږي او د دوی پر صادراتو ګمرکي تعرفې هم لوړې شوې دي.
د غونډې یوه برخهوال چې نه یې غوښتل د امنيتي لاملونو له مخې یې نوم یاد شي وویل:« افغان سوداګرو پاکستاني چارواکو ته د ګمرکي تعرفو لوړولو په اړه شکایت وکړ؛ خو پاکستاني لوري پر طالبانو تور ولګاوه، چې لومړی دوی ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.»
دغه سوداګر وايي، چې دوی د طالبانو او پاکستان دواړو لهخوا د لوړو تعرفو قربانیان دي.
دغه سوداګر زیاتوي، که څه هم د سوداګریزو وېزو او ګمرکي تعرفو په اړه اوږد بحث وشو؛ خو ځانګړې پایله یې نه درلوده.
غونډې ته ازاد خبریالان هم ورغلي وو؛ خو د راپور جوړولو اجازه ورنه کړل شوه او له غونډې واېستل شول.
پرون دپاکستان حکومت د افغان سوداګرو له پاره پاسپورټ او سوداګریزې وېزې حتمي وبللې، چې دا کار پخوا افغان سوداګرو د خپل فعالیت پر وړاندې یو ستر خنډ بللی و.
پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه تازه په اسلام اباد کې د پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د ګډې همغږۍ په لومړنۍ ناسته کې شوې ده.
په یاده ناسته کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سید علي اسد ګیلاني له افغان لوري غوښتنه کړې، د هغه ترهګرو پر وړاندې چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي باید جدي ګامونه واخېستل شي.
نوموړي همدا راز ویلي، که څه هم کابل په دې تړاو ځینې ګامونه پورته کړي؛ خو په خبره یې دا هڅې کافي نه دي.
ښاغلي ګېلاني وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د پاکستان امنیت او ټیکاو ګواښي او په سیمه کې پراختیايي چارې له خڼد او ځنډ سره مخ کوي.
دواړه خواوو د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي او پاکستاني پلاوي ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې څه باندې ۵۰۰ زرو افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و، چې په دې ناسته کې د یاد وزارت استازي نور احمد نور او د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا د چارو مرستیال سېد علي اسد ګیلاني ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د سیاسي مسایلو، سوداګرۍ، ټرانزیت، سیمهییز اتصال، کډوالو او د ویزو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
تازه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي، چې امریکا ته د افغانانو د لېږد ټولو پروګرامونو درول د امریکا له کړو ژمنو سره ښکاره «خیانت» دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دوو غړو ګرېګوري مېکس او مېرمن سېدني کاملاګر په یوه لیک کې د استازو جرګې له مشرتابه غوښتنه کړې، چې په دې تړاو دې یوه عمومي استماعیه غونډه راوبولي.
په لیک کې راغلي، چې د ټرمپ اداره د هغو ټولو پروګرامونو په بندولو او درولو سره چې افغان همکاران امریکا ته لېږدوي؛ له خپلو ژمنو په شا شوې ده.
په دغه رسمي لیک کې د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هغې پرېکړې هم کلکه نیوکه شوې، چې د روانې جولای میاشتې تر ۱۲مې نېټې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام «ټيپياېس» بندوي چې له کبله یې ګڼ افغانان له امریکا څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په لیک کې وړاندې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د بهرنیو اړیکو کمېټې د همکارۍ غوښتنې بابېزه ګڼلې او په دې تړاو یې برسېرن ځوابونه ورکړي دي.
د لیک په پای کې سپارښتنه شوې، چې له ځنډ پرته دې د کډوالو اړوند د ټرمپ ادارې په پالیسیو کې د بدلونونو اغېز د ارزونې سربېره د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره نوې لارې چارې وموندل شي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د پاکستان سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له بیا رسېدو سره سم د یوه اجرایوي فرمان له مخې؛ امریکا ته د تلونکو کډوالو پروګرامونه د درېیو میاشتو لپاره وځنډول.
که څه هم له اجرایوي فرمانه څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي؛ خو لاهم امریکا ته د تلونکو کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د لېږد چارې نه دي پیل شوې.
هغه افغانان چې د پاکستان سربېره په نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي، په وار، وار یې د خپل ناروښانه برخلیک په اړه توندې نیوکې کړې دي.