• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې پروژې دې له دوی سره په همغږۍ پلې شي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې یا "ای، ار، ډبلیو" موسسې تر منځ د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د کورونو د جوړولو او ترمیم د هوکړې د لاسلیک پرمهال، دې ډلې له موسسو غوښتي، چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي.

د طالبانو د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د دغې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اسلامي هوساینې د نړیوالې موسسې له مشر محمد ذوالقرنین عباس څخه وغوښتل چې خپلې پروژې دې د دغې ادارې له مسوولینو سره په همغږۍ، روڼتیا او چټکتیا سره تطبیق کړي.

د یادې هوکړې پر بنسټ به د غور ولایت په فیروزکوه کې ۱۴۰ زیانمنوشویو کورنیو او د شهرک ولسوالۍ ۹۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د هر کور د جوړولو په موخه په دریو پړاوونو کې ۱،۸۵۲ډالره ورکړل شي.

دغه راز د شهرک ولسوالۍ ۱۱۰ زیانمنو شویو کورنیو ته به د هغوی د کورونو د بنسټیز ترمیم په موخه په دریو پړاوونو کې هرې کورنۍ ته ۵۵۰ ډالر ورکړل شي.

دغه راز د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د کورونو د سطحي ترمیم لپاره هرې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالر په دریو پړاوونو کې ورکول کیږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان راستنېدونکو افغانانو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په پولو او کرښو کې د یو زیات شمېر راستنېدونکو ښځو او ماشومانو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له پولو او کرښو راستانه شوي یو زیات شمېر میندې، ماشومان، سپین ږیري او سپین سرې بې سرپناه دي او پر بېلابېلو ناروغیو او خوار ځواکۍ اخته دي.

یاد سازمان د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې د امیندواره میندو په ګډون بې سرپرسته ماشومان روغتیايي خدماتو او همداراز خوراکي توکو او سرپناه ته شدیده اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اپرېل نه تر اوسه د اسلام کلا، تورخم، مېلک او سپین بولدک له لارو څه باندې ۸۳۶ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اړول شوي او ورسره یې په دغه هېواد کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی چې بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د ارزونو پر بنسټ، دمګړۍ دغه راستنېدونکي افغانان، په ځانګړې توګه امیندواره میندې خوندي زېږون، د مور او ماشوم روغتیاپالنې او رواني روغتیا او پاکو اوبو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان په مېلک او اسلام کلا بندرونو کې د راستنېدونکو افغانانو ګڼې ګوڼې ته په نغوتې سره وايي، چې په یادو سیمو کې په کافي اندازه امبولانسونه او د نارغانو د بېلتون لپاره مناسب ځایونه نشته او همداراز ښځینه ډاکټرانې هم د ګوتو په شمار دي.

دغه سازمان وايي، یو درې میاشتنی عملياتي پلان یې وړاندې کړی چې لګښت یې دوه میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی او په وینا یې که اضافي بودجه ورته برابره نه شي نو دوی هم اړ دي چې، خپلې چارې محدودې کړي.

د طالبانو د ملي احصایې اداره وايي د افغانانو نوې سرشمېرنه کوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د یوې طرحې پر اساس به نږدې وخت کې په هېواد کې د افغان وګړو دقیقه سرشمېرنه پیل کړي. د یادې ادراې ویاند محمدحلیم رافع وویل، چې د افغان وګړو د سرشمېرنې په اړه چمتو شوې طرحه د وزیرانو شورا له لوري تایید شوې هم ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایي او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع نن سې شنبه د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو اړوند یوې رسنۍ ته ویلي چې د احتمالي شمېرو په اساس به په ۱۴۰۴ لمریز کال کې دافغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه تنه وي.

هغه له دې ډلې ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځينه ښودلي دي.

یاد ویاند ویلي چې د دې شمېرو په اساس تر ټولو ډېر افغانان کابل کې ژوند کوي، چې شمېر یې ۶،۱ میلیونو تنو ته رسیږي.

د برلین محکمې جرمنی مکلف وباله چې یوې ۱۳ کسیزې افغان کورنۍ ته ویزې ور کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د برلین اداري محکمې د سې‌شنبې په ورځ حکم ورکړ چې د جرمني دولت نه شي کولای له یوې افغان کورنۍ سره د ویزې ورکولو له ژمنې شاته شي. محکمې وویل، «د دولت ژمنه حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، دې کورنۍ ته د جرمني د دولت له لوري "حقوقي مکلفه" ژمنه شوې وه، چې د محافظه‌کار صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې د نوې پالیسۍ باوجود هم اعتبار لري.

دغه قضیه د یوې افغان میرمنې او د هغې د کورنۍ د ۱۳غړو ده، چې د بیړني استیناف له لارې ثبت شوې وه. هغوی دا مهال په پاکستان کې ویزې ته انتظار باسي.

کورنۍ ادعا کړې چې که بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو له خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

محکمه وايي، د کورنۍ د ټولو غړو امنیتي ارزونه شوې او هیڅ ګواښ ترې متوجه نه دی.

محکمې په خپل حکم کې ویلي، « د دولت ژمنه، چې د وروستۍ او نه بېرته اخیستونکې پرېکړې له لارې یې کړې، حقوقاً لازم‌الاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».

محکمې وویل، که څه هم دا خاصه ژمنه معتبره ده، خو دولت کولای شي د راتلونکي لپاره د افغانانو د منلو پروسه بنده یا اصلاح کړي.

د محکمې یوې ویاندې ویلي، دا مهال شاوخوا ۴۰ ورته دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو باید جلا جلا پرېکړې وکړي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه دوه نیم زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۵۵۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي. د طالبانو د شمېرو له مخې یادې کورنۍ ټولټال ۱۶ زره او ۷۶۴ کسان کېږي چې د تورخم، بولدک، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته راغلي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سې شنبه د چنګاښ ۱۷مه اعلان وکړ، چې له دې ډلې ۵۴۶ کورنۍ خپلو ولایتونو ته انتقال شوې دی.

دوی همدراز زیاتوي چې ۲ زره ۵۶۷ کورنیو باندې نغدي مرستې وېشل شوې او ۷۲۶ کسانو ته سیمکارتونه ورکړل شوي.

دوی همدراز لیکلي چې له کابل څخه ۴۰۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲ زره ۲۲۵ تنه و، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۸ زره او درې سوه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

طالبانو ویلي چې دا کډوال یې ټول ثبت کړي او له دوی سره یې د خوراکي توکو په برخه کې هم مرسته کړې ده.

له پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري شړلو پروسه چټګه شوې ده، چې نه یوازې د طالبانو بلکې نړیوالو مرستندویه ادارو هم له افغان کډوالو سره د مرستو په برخه کې د مالي ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د لومړي فاز چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د خواف – هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړی فاز ټولټال ۴۳ کيلومتره اوږدوالی لري او د یوه قزاقستاني شرکت له لوري یې د ۵۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت رغنیزې چارې روانې دي.

د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ څلورمه برخه دوه فازونه لري، چې لومړی فاز یې ۴۳ کیلومتره او دویم فاز یې د ۴۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د افغانستان د هرات ولايت صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د یادې پروژې د زیربنايي کیندلو او ډکولو برخې ۹۶ سلنه او د ریل نصبولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

په دې پروژه کې د شاوخوا ۸۱ پلګوټو او ۵ لويو پلونو کار هم شامل دی چې له ډلې یې د ټولو پلګوټو او د ۳ لويو پلونو کار بشپړ شوی دی.

د يادې پروژې په لومړۍ برخه کې د مسافرو د خوندي او هوسا تګ راتګ په موخه شپږ د تګ او راتګ ځايونه په پام کې نيول شوي دي او رغنيزې چارې يې هم ۲۵سلنه بشپړې شوې او همداراز د سوداګریزو توکو او مسافرو د تخليې او بارګيرۍ او د اورګاډي د سبقت لپاره، په رباط پریان سیمه کې په عصري امکاناتو يو مجهز تمځای طرحه شوی، چې شاوخوا ۲۰ سلنه فزیکي کاري پرمختګ لري.

د خواف ـ هرات د وسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوه برخې یې د ایران اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک سټیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي او دا مهال ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.

طالبان وايي، د خواف-هرات وسپنې پټلۍ پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل شي، د سودا ګریزو توکو د لېږد رالېږد بیو د کمښت او چټکتیا ترڅنګ به د سیمو ترمنځ واټن رالنډ او د افغانستان تولیدي توکي به د نړۍ بازارونو ته لاره ومومي.