
د برلین اداري محکمې د سېشنبې په ورځ حکم ورکړ چې د جرمني دولت نه شي کولای له یوې افغان کورنۍ سره د ویزې ورکولو له ژمنې شاته شي. محکمې وویل، «د دولت ژمنه حقوقاً لازمالاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».
محکمې وویل، دې کورنۍ ته د جرمني د دولت له لوري "حقوقي مکلفه" ژمنه شوې وه، چې د محافظهکار صدراعظم فریدریښ مېرڅ تر مشرۍ لاندې د نوې پالیسۍ باوجود هم اعتبار لري.
دغه قضیه د یوې افغان میرمنې او د هغې د کورنۍ د ۱۳غړو ده، چې د بیړني استیناف له لارې ثبت شوې وه. هغوی دا مهال په پاکستان کې ویزې ته انتظار باسي.
کورنۍ ادعا کړې چې که بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو له خوا به یې ژوند له خطر سره مخ شي.
محکمه وايي، د کورنۍ د ټولو غړو امنیتي ارزونه شوې او هیڅ ګواښ ترې متوجه نه دی.
محکمې په خپل حکم کې ویلي، « د دولت ژمنه، چې د وروستۍ او نه بېرته اخیستونکې پرېکړې له لارې یې کړې، حقوقاً لازمالاجرا ده. جرمني نه شي کولای له خپلې داوطلبانه ژمنې شاته شي».
محکمې وویل، که څه هم دا خاصه ژمنه معتبره ده، خو دولت کولای شي د راتلونکي لپاره د افغانانو د منلو پروسه بنده یا اصلاح کړي.
د محکمې یوې ویاندې ویلي، دا مهال شاوخوا ۴۰ ورته دوسیې تر څېړنې لاندې دي، خو باید جلا جلا پرېکړې وکړي.