• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د افغان کډوالو شړل د ایران د اقتصاد د سبوتاژ کولو طرحه ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې که د افغان کډوالو له ډله‌ییز اخراج وروسته د ایران اقتصاد، په ځانګړې توګه د تولید، ودانیزو چارو او خدماتو سکتور له رکود سره مخ شي، نو دا به د اقتصادي سبوتاژ یوه طرحه وي. هغه ددې طرحې پلي کوونکي « پنځمه ستنه» بللي.

نوموړی وایي چې دا طرحه د دښمن له لوري جوړه شوې او ساده فکرو یا «د پنځمې ستنې» کسانو عملي کړې ده.

صالح دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کړنه د ایران پر اقتصاد مستقیمه منفي اغېزه کولی شي، ځکه افغان کډوال د ایران په اقتصادي سکتورونو کې مهم رول لري.

د ده په وینا، افغان کډوال نه یوازې د ایران د کار بازار یوه اساسي برخه جوړوي، بلکې له لرې سیمو تر ښارونو پورې، د خدماتو، ودانیو او تولیدي برخو کې بنسټیز رول لري او شړل یې د اقتصادي بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

صالح دا ډول چلند «دښمن پاله کړنه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دا به د ایران د کورني اقتصاد لپاره ناوړه پایلې ولري.

په دې وروستیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه په زرګونو افغانان په زوره شړل شوي یا بېرته ستانه شوي دي، خو طالبانو دومره کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې خپله بې وسي ښودلې.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې افغانستان یو له بېوزله هېوادونو څخه دی او طالبان د پراخو اقتصادي ستونزو له امله د زرګونو کډوالو د بېرته منلو او ځای پر ځای کولو لپاره لازم امکانات نه لري.

د تازه راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان نه دوه زره او ۶۰۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۵۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۵ د سپین بولدک له لارې، ۴۹۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او دوه زره او ۱۰ کورنۍ بیا د اسلام کلا له لارې ستنې شوې دي.

له ایران څخه په زوره اېستل شوي افغان کډوال د یاد هېواد د حکومت له خوا له ظلمونو شکایتونه لري. دغه کډوال وایي چې ایراني چارواکي له دوی سره ناوړه چلند کوي حتا د دې اجازه نه ورکوي چې دوی خپل د کور او د کار له خاونده پیسې واخلي او خپل ټول توکي راټول کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جرمني صدراعظم چین ته سفر کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۱

د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ د ۲۰۲۵ کال په پای کې چین ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. دغه سفر د اروپايي اقتصاد تر ټولو ستر هېواد او د چین مهمو تجارتي شریکانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګل کیږي.

یوې سرچینې چې د دې سفر د چمتووالي له جریانه خبر ده، رویټرز ته ویلي چې مېرڅ به له لوړپوړو جرمني سوداګرو سره یو ځای چین ته لاړ شي. دا سفر به ښايي د اکتوبر په میاشت کې وشي، که څه هم لاوروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د جرمني د صدراعظم دفتر د دې سفر په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین او جرمني ترمنځ "جامع ستراتیژیک مشارکت" د نوي جرمني حکومت له جوړېدو راهیسې ښه روان دی.

دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي روانه میاشت برلین ته سفر وکړ. دغه سفر د اروپایي ټولنې او چین ترمنځ د لوړې کچې غونډې د زمینې برابرولو لپاره ترسره شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول ویلي چې دواړو وزیرانو د روسیې او اوکراین پر جګړې، د تایوان پر موضوع، او د منځني ختیځ پر کړکېچ خبرې کړې دي.

چین او جرمنی له اقتصادي پلوه نږدې تړلي دي، په تېره د جرمني موټر جوړوونکو شرکتونو لپاره، چې د چین په بازار سخت متکي دي.

د طالبانو د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د روسیې وروستی اقدام د سیاسي فرصتونو پیل بللی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه ناسته کې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پیژندل، د مهمو اقتصادي او سیاسي فرصتونو پیل بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه ناسته کې ویلي، چې روسیه د متوازن سیاست، امنیت او د نشه‌ يي توکو پر وړاندې ‏د مبارزې له امله دې پرېکړې ته رسېدلې.

روسیې تېره پنجشنبه د جولای درېیمه د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژنده، خو تر اوسه له چين پرته نورو هېوادونو له دې پرېکړې هرکلی نه دی کړی.

طالب چارواکي تمه لري چې د سيمې نور هېوادونه به د روسيې تر اغېز لاندې د دوی حکومت په رسميت وپېژني.

امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخالف دي او ویلي یې دي، تر هغو چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لرې نه شي طالبان نه شي کولی له نړۍ سره عادي اړيکې ولري.

د طالبانو د افغانستان بانک رییس په مراکش کې د بانکي سکټور پر «شرعي مدیریت» بحث کړی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۱

طالبان وايي، چې د افغانستان بانک لپاره ددې ډلې رییس په مراکش کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ له رییس سره « د شریعت د اصولو پر اساس» د افغانستان د بانکي سکټور د لا ښه مدیریت، ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو د افغانستان بانک لوی رییس نور احمد اغا د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په ۲۳مه کلنۍ غونډه کې د ګډون ترڅنګ پر یولړ بانکي مسایلو بحثونه کړي دي.

په یاده غونډه کې د بورډ د تېر کال اجراات او د اسلامي بانکوالۍ او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو له خوا تر بحث وروسته تصویب شول.

د دې غونډې په څنډه کې د طالبانو د افغانستان بانک رییس د بورډ له عمومي رییس غیاث شبسیغ سره هم لیدلي دي.

نوموړي د دې لیدنې پرمهال د ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی او په دې برخو کې یې د اسلامي مالي خدماتو بورډ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

پولنډي ځواکونو ۲۱ تنه افغان او پاکستاني ناقانونه کډوال نیولي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د پولنډ پوله ساتو ځواکونو اعلان کړی، چې ۱۷ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال یې د بوګ سیند له لارې له بلاروس څخه پولنډ ته د اوښتو پرمهال نیولي. څلور نور افغانان له لیتوانیا نه پولنډ ته د اوښتلو پرمهال په موټر کې نیول شوي.

د پولنډ د سلاواتیچه د پوله څار څانګې کارکوونکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ۱۷ تنه افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي یې د ځمکې د څار ځانګړو وسایلو په مرسته وموندل.

دغه کډوال وروسته د پولنډ د پوله ساتو ځانګړو ځایونو ته لېږدول شوي، چې هغوی ته بیړنۍ مرستې، خوراکي توکي او اوبه ورکړل شوې دي.

د پلټنو پر مهال پناه غوښتونکو منلې، چې پر سرحد ناقانونه اوښتي او هدف‌ یې د لوېدیزې اروپا هېوادونو ته رسېدل وو.

په همدې لړ کې دوه تنه اوکرایني وګړي، چې عمرونه‌یې ۲۳ او ۶۱ کاله وو، هم د کډوالو د لېږد هڅې پر مهال نیول شوي.

د پلټنو پر بنسټ، دا کسان سرحد ته ورغلي وو، څو کډوال له سیمې انتقال کړي او لوېدیزې اروپا ته‌ یې ورسوي.

پر دواړو اوکراینیانو د ناقانونه سرحدي تېرېدنې تور لګېدلی، چې له ۶ میاشتو تر ۸ کلونو د بند سزا لري.

د پولې پر سر تاوتریخوالی ډېر شوی

د پولنډ سرحدي ځواک ویلي، چې له ۲۰۲۵ کال راهیسې تر اوسه له بلاروس نه د ناقانونه اوښتو له ۶۰۰ زیاتې هڅې شنډې شوي دي.

د پولنډ د پوله ساتنې ادارې د رپوټ له مخې، پولنډي سرحدي ځواکونو په یوه بله پېښه کې څلور افغان ناقانونه کډوال او د هغوی یو استوانیایی قاچاق وړونکی هم نیولي دي. دوی هڅه‌ کوله چې د لیتوانیا له لارې پولنډ ته داخل شي. پولنډ وايي، پرون یې هم ۱۷ افغان او پاکستاني کډوال نیولي.

دغه څلور افغانان او د هغوی د لارې لارښود د یکشنبې په شپه ټرومپول سرحدي سیمه کې د پولنډي ځواکونو د ګزمې ډلې نیولي دي.

د پولنډي پوله ساتوپه وینا، دغو افغان کډوالو تر دې دوه میاشتې وړاندې هڅه کړې وه چې له بلاروس څخه د پولنډ-بلاروس پر پوله په ناقانونه ډول واوړي، خو بریالي شوي نه وو. وروسته هغوی د بلاروس-لېتوانیا پولې ته لېږدول شوي، بیا لېتوانیا ته تللي او له هغه ځایه یې غوښتل چې د پولنډ له لارې جرمني ته ځان ورسوي.

یاد افغان کډوال بېرته لیتوانیا ته سپارل شوي او استوانیایې موټر چلوونکی، چې د دوی لېږد یې تنظیم کړی و، هم نیول شوی. چارواکي وایي، هغه به د ناقانونه مهاجرت د تنظیم او اسانتیا برابرولو په تور محاکمه شي.

د جولای پر۷مه، پولنډ د لیتوانیا او جرمني له سرحدونو سره د لنډمهالي سرحدي کنټرول د بېرته پلي کولو اعلان وکړ.

که څه هم دا اقدام د یوې میاشتې لپاره اعلان شوی و، چې د اګست تر ۵مې به دوام لري، خو د پولنډ د کورنیو چارو وزیر توماش سیېمونیاک څرګنده کړې چې د لیتوانیا له پولې سره کنټرول ښایي تر دې هم وغځېږي، ځکه د ده په وینا، د دې ناقانونه تګلارې د بندېدو لپاره ښایي تر ۳۰ ورځو ډېر وخت ته اړتیا وي.

پولنډي چارواکي د شینګن د سرحدي قانون له مخې دا اقدامات قانوني ګڼي، چې اجازه ورکوي د ۳۰ ورځو لپاره سرحدي کنټرول بېرته فعال شي او وروسته یې تر شپږو میاشتو پورې غځول ممکن دي.

طالبانو یو شمېر پخوانیو ستنو شویو چارواکو ته «د خوندیتوب کارتونه» ورکړل

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

طالبان وایي، چې د دې ډلې د حکومت د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې د پخواني حکومت څو لوړپوړي چارواکي له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه ورته ورکړل شوي دي.

دغه کمېسیون د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په تازه راغلو کې د تېر نظام د ملي امنیت د ۰۹ قطعې د دفتر پخوانی امر سیدالرحمن سادات، د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان توختر خاکسار، د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان شاه سعود، د فاریاب ولایت د استیناف څارنوالۍ پخوانی رییس فرید غوري، د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیت پخوانی مرستیال ارین له ایران څخه او ملي سوداګر عبدالعزیز قیومي له متحده عربي اماراتو څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، هدف یې دا دی چې د پخواني حکومت غړي بېرته هېواد ته راستانه کړي او د دوی د ژوند، عزت او شتمنیو د خوندیتوب ضمانت ورکړي.

بلخوا، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون نن (چهارشنبه) د یوې رسمي غونډې په ترسره کولو چې مشري یې د کمېسیون رییس مولوي شهاب‌الدین دلاور کوله، ۱۷لوړپوړو چارواکو ته، چې د یاد کمېسیون له لارې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي، د «خوندیتوب رسمي کارتونه» ورکړل شول.

100%

غونډه کې دلاور ټینګار وکړ چې دوی د هر هغه افغان هرکلی کوي، چې غواړي د خپل هېواد په ابادۍ او ثبات کې برخه واخلي.

په غونډه کې د پخوانۍ ادارې یو شمېر ستنو شوو چارواکو هم خبرې وکړې، چې له ډلې د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر محمد عارف نورزی، د ملي دفاع وزارت د ډایاک ادارې پخوانی رییس غلام فاروق پرواني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي نظامي سکرتر محمد کریم کوهستانی پکې شامل وو.

یاد کمېسیون د ستنو شویو کسانو له قوله وایي، چې د هېواد اوسنی وضعیت یې د بېرته راستنېدو لپاره مناسب بللی.