ټرمپ او نتنیاهو په غزه کې د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دویم ځل لپاره لیدلي؛ څو غزه کې د روانې کشالې او د احتمالي اوربند پر سر خبرې وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دویم ځل لپاره لیدلي؛ څو غزه کې د روانې کشالې او د احتمالي اوربند پر سر خبرې وکړي.
ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ماښام او د سې شنبې په ورځ یو ساعت په دې تړاو غونډې لرلې.
د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، که څه هم جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې؛ خو د یادې مسلې د حل هڅې روانې دي.
ټرمپ ته نږدې کسانو بیا ویلي، چې د اوربند په سر د هوکړې په برخه کې اختلافات بیخي راکم شوي او تمه ده چې ډېر ژر اوربند وشي.


رویټرز د باخبرو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو که څه هم د ایران د ګواښ پر وړاندې د اقدام پر اړتیا موافق دي، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي سخت اختلاف لري.
سرچینې وایي، ټرمپ غواړي د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره له محدود ډیپلوماټیکې هوکړې ګټه پورته کړي، خو نتنیاهو پر دې باور دی چې باید پر ایران پوځي فشار زیات شي، ان تر هغه حده چې رژیم د سقوط تر څنډې ورسوي او له غنیسازۍ بشپړه شا ته شي.
د راپور له مخې، نتنیاهو د واشنګټن له خوا د اټومي مذاکراتو د بیا پیلېدو له پرېکړې ناخوښ دی او هر ډول اقتصادي یا سیاسي نرمښت له ایران سره، یو ستراتیژیک ګواښ ګڼي.
نوموړی دا حالت یو تاریخي فرصت بولي او ټینګار کوي، چې باید له فرصت نه په استفادې، ایران ته "سخت ګوزارونه" ورکړل شي، مخکې له دې چې دا هېواد یو ځل بیا خپل قوت راټول کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ډاکتر ماجد الانصاري اعلان وکړ، چې قطر دا مهال له اسراییل او حماس سره د خبرو اترو د چوکاټ پر جوړېدو کار کوي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې دا هڅې د غزې د روانې جګړې او انساني ناورین د پای ته رسولو په موخه تر سره کېږي.
الانصاري څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو استازي دا مهال په دوحه کې دي او د قطر او مصر منځګړي ټیمونه له اسراییلي او حماس پلاویو سره جلا-جلا خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د خبرو د پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ جوړوو، تر اوسه مفصله خبرې نهدي پیل شوي، خو لومړنۍ نښې مثبتې دي.
الانصاري ټینګار وکړ، چې د یوې هوکړې ترلاسه کول وخت غواړي او دا مهال د خبرو لپاره هېڅ واضیح مهالوېش وړاندې کولی نهشي.
هغه وویل: «زه فکر نهکوم چې اوس مهال کوم دقیق وخت وښیم، خو ویلی شم چې دا به وخت ونیسي.»
د قطر، مصر او امریکا منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اختلافاتو واټن راکم کړي، ترڅو یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر وزير مسعود اندرابي د یوه تحلیل له مخې ویلي، چې د مسکو له لورې د طالبانو رسمیت پېژندنه او تعامل د طالبانو په ګټه نه ده. هغه زیاته کړې: «دا تعامل له طالبانو سره د مینې له امله نه، بلکې د مسکو د جیوپولیټیکي اندېښنو له امله دی.»
د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزير مسعود اندرابي د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د طالبانو او روسيې ترمنځ نوي تعامل او رسمیت پېژندنې په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې.
هغه په دې مقاله کې ویلي، چې د هېوادونو بهرنۍ پاليسۍ د ملي ګټو له مخې جوړېږي، نه د ملګرتيا او دوښمنيو له مخې.
د اندرابي په خبره، روسيه په افغانستان کې د افراطي ډلو د زياتېدونکي شتون په اړه اندېښمنه ده.
د هغه په خبره: «روسيه باور لري، چې ممکن افغانستان یو ځل بیا د افراطي ډلو مرکز جوړ شي، چې منځنۍ اسیا او روسیې ته په اسانۍ داخلېدلی شي.»
د اندرابي په باور، طالبان د اصلاحاتو پر ځای مشروعیت غواړي او دغه ډله دا مهال د نړۍوال مشروعیت له بحران سره مخ ده.
د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر زیاتوي: «طالبان هڅه کوي د مشروعیت لپاره له هر ډول ډیپلوماټیکو اړیکو څخه کار واخلي؛ که د وطن په ګټه وي او زيان، دا طالبانو ته توپير نه کوي، چې ولې يو هېواد دوی پېژنې، دوی ته یوازي دا مهم دی، ترڅو نړۍ ته وښیي، چې دوی سم او مشروع دي.»
مسعود اندرابي په دې مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د مسکو تعامل د سيمه یيزو ګواښونو د مخنيوي هڅه ده او د طالبانو د ظالم حکومت ملاتړ نه کوي.
د هغه د اټکل له مخې، ممکن چین د طالبانو رسميت پېژندنه کې دویم هېواد شي.
د اندرابي په خبره، د طالبانو په وړاندې د چین پاليسي خورا محتاط او امنیتي ده: «بېجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د احتمالي فعالیتونو په اړه اندېښمن دی.»
نوموړی زياتوي، له طالبانو سره تعامل باید د شفافیت، مشروطیت او روښانو مخو سره وي، نه باید د تبلیغاتو وسيله شي.
مسعود اندرابي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د مسکو او طالبانو تعامل د سیمه یيزو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره طرح شوی دی.
هغه لیکلي: «د روسیې او طالبانو ترمنځ چې څه پېښېږي د سیاسي یووالي په پرتله د بېړني امنیت پلوه ښکېلتیا سره ورته دي. نړۍواله ټولنه باید پوه شي چې دا ډول ښکېلتیاوې د طالبانو د مشروعیت پرځای د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره ډیزاین شوي دي.»
د اندرابي په خبره، د جوړ افغانستان لپاره یو «بشپړ او قانون لرونکي حکومت ته اړتیا ده، چې بشري حقونو ته ژمن او مشروعیت د رایو او خلکو ته د حساب ورکولو له لارې تر سره شي، نه د ظلم، زور او فشار له لارې.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې مخکې روسیې اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف،وویل: «روسیه په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په رسمیت پېژندلی دی.»

دوو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې یو ګوښه شوی روسی وزیر سټاراوویټ چې له مسکو څخه بهر په یوه پارک کې مړ موندل شوی، له اوکراین سره د پولې د پیاوړتیا لپاره د فنډونو د اختلاس په رسمي تحقیقاتو کې تر ګرویږنو لاندې و.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د کورسک پخوانی والي او د ټرانسپورټ وزیر رومان سټاروویټ له دندې ګوښه کړ او د سټاراوویټ له مرستیال یې وغوښتل چې د هغه ځای ونیسي.
ایالتي پلټونکو څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې سټاراوویټله مسکو څخه بهر په یوه پارک کې مړ وموندل شو.
دوو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل چې د سټاراوویټ ګوښه کول د څه مودې لپاره پلان شوي وو ځکه په کورسک سیمه کې د دفاعي تحکیماتو د پیاوړتیا لپاره د ټاکل شویو فنډونو په اختلاس کې د ښکیلتیا شک پرې و.
له وړاندې د روسیې د جنايي تحقیقاتو مرکزي ادارې ویلي و، چې سټاراوویټ د خپل موټر دننه د ډزو له امله مړ شوی او دا مهال د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي، چې پکې د ځانوژنې احتمال هم شامل دی.
سټاراوویټ له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې د کورسک سیمې والی پاتې شوی و او بیا د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د ټرانسپورت د وزیر په توګه ټاکل وټاکل و.
د نوموړي ناڅاپي مړینې د روسیې په سیاسي کړیو کې یو ځل بیا پوښتنې راولاړې کړې، په ځانګړي ډول کله چې چارواکي له دندو ګوښه کېږي او وروسته په مرموز ډول له منځه ځي.

یوه اسراییلي سرتېري اعتراف کړی، چې د غزې په جګړه کې اسراییلي پوځیانو بېوسلې او ملکي خلک له دلیل پرته وژلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ډزو کولو اصول د هر قوماندان له خوښې سره سم بدلېدل او ملکي وګړو ته دا نه وه معلومه چې کومې سیمې ته ورتګ منع دی.
د اسراییلي ورځپاڼې هاارتص د یوه تفصیلي تحقیقاتي راپور له مخې، چې د جمعې په ورځ خپور شوی، په غزه کې مېشتو اسراییلي سرتېرو ته امر شوی چې پر هغو بېوسلو فلسطیني ملکیانو ډزې وکړي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ وي حتا که هغوی ګواښونکي هم نه وي.
راپور زیاتوي چې له سرتېرو سره د خبرو پر بنسټ، قوماندانانو پوځیانو ته دا امر کړی و چې پر خلکو ډزې وکړي، څو هغوی تیت او پرک کړي یا یې د مرستو له مرکزونو څخه لرې کړي، سره له دې چې واضح وه دغه خلک هېڅ خطر نه پېښوي.
یوه سرتېري هاارتص ته ویلي: «هلته هر څه د وژنو ډګر ته ورته دي.»
نوموړي ویلي چې د هغه د پوستې په سیمه کې هره ورځ له یو تر پنځو کسانو پورې وژل کېدل.
دا څرګندونې له هغو راپورونو وروسته شوې، چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي و د مې له ۲۷مې راهیسې لږ تر لږه ۵۴۹ فلسطینیان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ زیات نور د مرستو مرکزونو او د ملګرو ملتونو د خوړو د لاریو ترڅنګ ټپیان شوي دي.
د اسراییلي ورځپاڼې راپور له مخې، یوه اسراییلي ریزرف سرتېري اعتراف کړی چې «غزه نور هېچا ته مهمه نه ده» او دا سیمه یې «د قانون نه تابع ځای» بللې چې د انسان ژوند پکې هېڅ ارزښت نه لري.
یو بل لوړپوړي ریزرف افسر هاارتص ته ویلي: «کله چې مو وپوښتل ولې ډزې وشوې، موږ ته وویل شول چې دا له لوړ مقام څخه امر و، زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې خلک ځواکونو ته نږدې نه وو او هېڅ خطر یې نه پېښاوه. دا بېموخې کار و هغوی بېدلیله ووژل شول».
هغه زیاته کړې: «د بېګناه انسانانو وژل اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې ده».
راپور وایي چې د پوځ تګلاره کې دا هم شامله ده چې له هاوان، درندو وسلو، ټانکونو او مرمیو څخه دې استفاده وشي.
په ځینو پېښو کې د خبرداري ډزې مستقیماً وژونکو بریدونو ته اوښتې.
یو سرتېری وایي چې ورته امر شوی و څو د ساحل ترڅنګ پر یوه ګڼه ګوڼه د توپ مرمۍ فایر کړي. هغه وویل: «هر ځل چې ډزې کوو، مرګ ژوبله حتمي ده او که څوک وپوښتي چې ولې باید مرمۍ استعمال شي، هېڅ قانع کوونکی ځواب نه وي».
هاارتص لیکي چې د اسراییلي پوځ د پلټنو ادارې ته لارښوونه شوې چې د دې پېښو اړوند ممکنه جنګي جرمونه وڅېړي.
یوې حقوقي سرچینې هاارتص ته ویلي: «دا یوازې د څو کسانو د وژل کېدو خبره نه ده، دلته هره ورځ په لسګونو کسان وژل کېږي».
د هغو واحدونو له ډلې چې تر څار لاندې نیول شوي، یوه ۲۵۲مه لوا ده چې د جنرال یهودا واخ تر قوماندې لاندې ده. هاارتص لیکي چې نوموړي مستقیماً امر کړی چې پر هغو ملکیانو دې ډزې وشي چې د ملګرو ملتونو د مرستو لاریو ترڅنګ راټول شوي.
د هغه تر قوماندې لاندې سرتېري وایي چې دا پالېسي بې له پوښتنې منل شوې وه.
یو افسر ویلي: «هدف دا و چې خلک له سیمې ووځي، ان که یوازې د خوړو لپاره هم راغلي وي.»