• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اورکزیو کې د پاکستاني طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۲۱ کسان ټپیان شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۱

دغه نښته پرون سې شنبه د (چنګاښ ۱۷مه) د شپې ناوخته د خیبرپښتونخوا په اورکزیو کې د پاکستاني طالبانو اړوندې یوې ډلې «اتحاد المجاهدین پاکستان» او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ شوې ده.

یادې ډلې د پاکستاني ځواکونو پر ګزمې بریدونه کړي، چې له کبله یې د ۲۱ تنو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی.

که څه هم د ټپیانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو د ۹ هغو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ او نتنیاهو د ایران پر ضد د اقدام پر اړتیا موافق، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي اختلاف لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۱۴ GMT+۱

رویټرز د باخبرو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو که څه هم د ایران د ګواښ پر وړاندې د اقدام پر اړتیا موافق دي، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي سخت اختلاف لري.

سرچینې وایي، ټرمپ غواړي د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره له محدود ډیپلوماټیکې هوکړې ګټه پورته کړي، خو نتنیاهو پر دې باور دی چې باید پر ایران پوځي فشار زیات شي، ان تر هغه حده چې رژیم د سقوط تر څنډې ورسوي او له غنی‌سازۍ بشپړه شا ته شي.

د راپور له مخې، نتنیاهو د واشنګټن له خوا د اټومي مذاکراتو د بیا پیلېدو له پرېکړې ناخوښ دی او هر ډول اقتصادي یا سیاسي نرمښت له ایران سره، یو ستراتیژیک ګواښ ګڼي.

نوموړی دا حالت یو تاریخي فرصت بولي او ټینګار کوي، چې باید له فرصت نه په استفادې، ایران ته "سخت ګوزارونه" ورکړل شي، مخکې له دې چې دا هېواد یو ځل بیا خپل قوت راټول کړي.

قطر: د غزې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له اسراییل او حماس سره جلا-جلا خبرې روانې دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ډاکتر ماجد الانصاري اعلان وکړ، چې قطر دا مهال له اسراییل او حماس سره د خبرو اترو د چوکاټ پر جوړېدو کار کوي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې دا هڅې د غزې د روانې جګړې او انساني ناورین د پای ته رسولو په موخه تر سره کېږي.

الانصاري څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو استازي دا مهال په دوحه کې دي او د قطر او مصر منځګړي ټیمونه له اسراییلي او حماس پلاویو سره جلا-جلا خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د خبرو د پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ جوړوو، تر اوسه مفصله خبرې نه‌دي پیل شوي، خو لومړنۍ نښې مثبتې دي.

الانصاري ټینګار وکړ، چې د یوې هوکړې ترلاسه کول وخت غواړي او دا مهال د خبرو لپاره هېڅ واضیح مهال‌وېش وړاندې کولی نه‌شي.

هغه وویل: «زه فکر نه‌کوم چې اوس مهال کوم دقیق وخت وښیم، خو ویلی شم چې دا به وخت ونیسي.»

د قطر، مصر او امریکا منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اختلافاتو واټن راکم کړي، ترڅو یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت دوه لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د سوات په سېلابونو کې د سیلانیانو د ډوبېدو له پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د ژغورنې ادارې او د سوات د پراختیايي ادارې ريیسان له دندو ګوښه کړل.

د خیبر پښتونخوا له لوري ګومارل شوې څېړنیزې ډلې د سوات پراختیايي اداره په یاده پېښه کې په ناغېړیو تورنه کړې او ویلي یې دي چې، د یادو ادارو مسوولینو د پېښې د کابو کولو وړتیا نه لرله.

د سوات د سیند په پېښه کې څو سیلانیان وروسته له هغه ډوب شول چې د ژغورنې عملیاتي ډله په ځنډ سره د پېښې ځای ته ورسېده. ولایتي ادارې تر دې مخکې د همدې پېښې په تړاو ۶ افسران هم له دندو ګوښه کړي وو.

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې خدماتي چارې د پیښور پراختیایي ادارې ته سپارل شوې او د سوات د پراختیایي ادارې رییس له خپلې څوکۍ لرې او په یوه غیر فعال موقف کې مقرر شوی.

د رسمي راپورونو له مخې، ۱۷ سیلانیان چې ۱۰ یې د سیالکوټ، ۶ یې د مردان او یو یې ځايي اوسېدونکی وو، څه موده مخکې له شدیدو ورښتونو سره هممهاله سیلاب یووړل.

له دې ډلې بیا ۴ کسان ژغورل شوي، د ۱۲ جسدونه موندل شوي او د یوه مړی ژوندی تری تم دی.

ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر سوېلي کوریا او جاپان به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي. سپينې ماڼۍ اعلان وکړ، چې دوی به د صربستان، ټایلنډ او تونس په ګډون پر سوېلي کوریا او جاپان هم نوې تعرفې ولګوي.

که څه هم د ټرمپ پر ټروټ پاڼه جوړجاړي ته اشاره شوې؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د امریکا د تعرفو پر ضد هر ډول غچ ‌اخیستونکی اقدام به له ورته غبرګون سره مخ شي.

هغه جاپان او سوېلي کوریا ته په خطاب کې ویلي: «که تاسې په هره اندازه پر موږ تعرفې لوړې کړئ، موږ به پر تاسو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې کړو.»

سوېلي کوریا د ټرمپ د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره به خپلې سوداګریزې خبرې اترې ګړندۍ کړي.

د ټرمپ له‌خوا پر ۱۴ هېوادونو د تعرفو لوړولو تر اعلان وروسته د امریکا مالي بازارونه راولوېدل.

ټرمپ: ایران له درنو بمباریو وروسته خبرو ته چمتو شوی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران د امریکا له‌خوا د درېیو مهمو اهدافو تر بمبار وروسته خبرو اترو ته چمتو شوی دی.

ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: «موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې لوړې شوې دي.

د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي بریدونه د سیمې د امنیت لپاره خطرناک بلل شوي، خو ټرمپ دا بریدونه د خپل قوي دریځ نښه ګڼي.

که څه هم تر اوسه د ایران حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ دغه څرګندونې ښيي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو نوې هیله رامنځته شوې ده.