په اروپا کې د هوا د تودې څپې له امله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي

ساینسپوهانو د یوې چټکې څېړنې له مخې ویلي، چې د جولای میاشتې تر دویمې نېټې پورې د اروپا په ۱۲ ښارونو کې د سختې تودې څپې له امله نږدې ۲۳۰۰ کسان د تودوخې اړوند لاملونو له امله مړه شوي دي.

ساینسپوهانو د یوې چټکې څېړنې له مخې ویلي، چې د جولای میاشتې تر دویمې نېټې پورې د اروپا په ۱۲ ښارونو کې د سختې تودې څپې له امله نږدې ۲۳۰۰ کسان د تودوخې اړوند لاملونو له امله مړه شوي دي.
یادې څېړنې چې د لندن د امپریال کالج او د روغتیا نړیوال ښوونځي له خوا ترسره شوې، ۱۵۰۰ مرګونه له اقلیمي بدلون سره تړلي بللي دي.
څېړونکو ویلي، چې د هوا تودې څپې د لسو ورځو لپاره د هسپانیا، فرانسې، او ایټالیا په ځینو ښارونو کې دوام درلود او د تودوخې درجه تر ۴۰ سانتي ګراد لوړه شوې وه.
د کوپر نیسک مرکز څېړونکې سامنتا بوجیس وايي:« په ګرمېدونکې نړۍ کې، تودې څپې به نور ې هم زیاتې، شدیدې او پراخې شي.»


د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انيل چوهان ویلي، چې د چين، پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ د ګټو احتمالي يووالی ښايي د هند د ثبات او امنيت لپاره جدي پايلې ولري. چوهان وايي، د هند سمندر شاوخوا هېوادونو کې اقتصادي کړکېچ بهرنیو قدرتونو ته دا فرصت ورکړی، چې خپل نفوذ پراخ کړي.
نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د څېړنيز بنسټ “اوبزروېشن ريسرچ فاونډېشن” په یوې غونډه کې وکړې.
انډین اېکسپریس لیکلي چې جنرال چوهان، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، د هند سمندر شاوخوا هېوادونو کې اقتصادي کړکېچ بهرنیو قدرتونو ته دا فرصت ورکړی، چې خپل نفوذ پراخ کړي او دا کار د هند لپاره احتمالي ګواښونه رامنځته کولی شي.
هغه وویل: «د چين، پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ د ګټو يووالی د هند پر ثبات او امنيتي وضعيت مستقيم اغېز کولی شي.»
جنرال چوهان همداراز څرګنده کړه، دا ستونزمنه ده چې د سندور عملیاتو پر مهال پاکستان ته د چين د ملاتړ د کچې کره ارزونه وشي، خو زیاته یې کړه چې د جګړې پر مهال د هند شمالي پوله کې هېڅ ډول غیرعادي فعالیت نهدی لیدل شوی.
نوموړي وویل، چې د سندور عملیات ښايي لومړی ځل وي چې دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه په ښکاره توګه جګړې ته داخل شوي وي. هغه ټينګار وکړ چې هند به هېڅکله هم د اټومي ګواښونو تر فشار لاندې رانه شي.
هغه دا هم وویل، سره له دې چې له اټومي وسلو سره نړۍ کې سلګونه شخړې شوې، خو دا لومړی ځل و چې دوه اټومي ځواکونه په ښکاره توګه جګړې ته داخل شول، نو له همدې کبله سندور عملیات بېساري اهمیت او نړۍ ته درسونه لري.
جنرال چوهان دا هم وویل، د جګړې فضا د سايبري او برېښنايي ډګرونو په ګډون، نورو نويو برخو ته هم غځېدلی شي. نوموړي زیاته کړه، هند باید د جګړې د ټولو ډولونو لپاره چمتو وي.
هغه وويل: «وسلې د جګړې د پيل لپاره نه، بلکې د مخنيوي وسيلې دي او هند تر اټومي فشارونو لاندې نه تسليمېږي.»
جنرال چوهان همداراز یادونه وکړه، کله چې هند غبرګون وښود، د پاکستان دننه ترهګريزې اډې د پهلګام ترهګریز برید په غبرګون کې له منځه يووړل شوې. هغه وویل: «تاسو دا غچ وبولئ يا سزا، خو هدف دا و، چې د راتلونکو بريدونو مخه ونیول شي.»
نوموړي د خبرو پای کې د څلورم مهم پوځي بدلون په توګه د اوږده واټن دقيقو بریدونو پر وړاندې د زیانمنېدلو کچې ډېرېدل ياد کړل او ویې ویل، چې تر اوسه لا هم د بالستيکي توغنديو، هایپرسونېک، کروز ميزايلو او د لویې کچې ډرون پر وړاندې بشپړ دفاعي سیستم نشته.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۸مه) پر اېکس پاڼه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسوده ستایلې ده.
نوموړي ویلي: « زه د دغه پرېکړه لیک د مسودې له تصویبېدو هرکلی کوم. په مسوده کې د بشري حقونو، د افغان ښځو پر فعالې ونډې او د جدي سرغړونو د پلټونو پر اړتیا ټینګار شوی دی.»
ښاغلي بېنېټ همدا راز د راستنېدونکو کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
تازه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک مسوده د ۱۱۶ موافقو، ۲ مخالفو او ۱۲ ممتنع رایو سره تصویب شوه، چې له کبله یې د طالبانو په ګډون بېلابېلو خواوو غبرګونونه وښودل.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دویم ځل لپاره لیدلي؛ څو غزه کې د روانې کشالې او د احتمالي اوربند پر سر خبرې وکړي.
ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ماښام او د سې شنبې په ورځ یو ساعت په دې تړاو غونډې لرلې.
د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، که څه هم جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې؛ خو د یادې مسلې د حل هڅې روانې دي.
ټرمپ ته نږدې کسانو بیا ویلي، چې د اوربند په سر د هوکړې په برخه کې اختلافات بیخي راکم شوي او تمه ده چې ډېر ژر اوربند وشي.

رویټرز د باخبرو ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو که څه هم د ایران د ګواښ پر وړاندې د اقدام پر اړتیا موافق دي، خو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي سخت اختلاف لري.
سرچینې وایي، ټرمپ غواړي د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره له محدود ډیپلوماټیکې هوکړې ګټه پورته کړي، خو نتنیاهو پر دې باور دی چې باید پر ایران پوځي فشار زیات شي، ان تر هغه حده چې رژیم د سقوط تر څنډې ورسوي او له غنیسازۍ بشپړه شا ته شي.
د راپور له مخې، نتنیاهو د واشنګټن له خوا د اټومي مذاکراتو د بیا پیلېدو له پرېکړې ناخوښ دی او هر ډول اقتصادي یا سیاسي نرمښت له ایران سره، یو ستراتیژیک ګواښ ګڼي.
نوموړی دا حالت یو تاریخي فرصت بولي او ټینګار کوي، چې باید له فرصت نه په استفادې، ایران ته "سخت ګوزارونه" ورکړل شي، مخکې له دې چې دا هېواد یو ځل بیا خپل قوت راټول کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ډاکتر ماجد الانصاري اعلان وکړ، چې قطر دا مهال له اسراییل او حماس سره د خبرو اترو د چوکاټ پر جوړېدو کار کوي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې دا هڅې د غزې د روانې جګړې او انساني ناورین د پای ته رسولو په موخه تر سره کېږي.
الانصاري څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو استازي دا مهال په دوحه کې دي او د قطر او مصر منځګړي ټیمونه له اسراییلي او حماس پلاویو سره جلا-جلا خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د خبرو د پرمختګ لپاره یو عملي چوکاټ جوړوو، تر اوسه مفصله خبرې نهدي پیل شوي، خو لومړنۍ نښې مثبتې دي.
الانصاري ټینګار وکړ، چې د یوې هوکړې ترلاسه کول وخت غواړي او دا مهال د خبرو لپاره هېڅ واضیح مهالوېش وړاندې کولی نهشي.
هغه وویل: «زه فکر نهکوم چې اوس مهال کوم دقیق وخت وښیم، خو ویلی شم چې دا به وخت ونیسي.»
د قطر، مصر او امریکا منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اختلافاتو واټن راکم کړي، ترڅو یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.