• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د عواميي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان ویلي،‌ چې د حکومت له خوا پر هغو خلکو ډزې کیږي، چې د مولانا خانزیب د وژل کېدو په اړه یې غبرګون ښودلی. ایمل ولي خان وایي:« پاکستانه وېښ شه! دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني.»

نوموړي پر اېکسپاڼه لیکلي:« اوس دولت پر هغو خلکو مرمرۍ وروي، چې د مولانا خانزیب د وژنې په اړه پوښتنه کوي.»

اېمل ولي خان د امنیتي کسانو له خوا پر لاریون کوونکو ډزو کولو ته سخت غبرګون ښودلی او وایي:« پاکستانه وېښ شه! دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني.»

د عوامي نېنشل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په شندۍ ګرځني کې د ناڅرګندو کسانو له خوا ډزو کې ووژل شو او تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژل کېدو پړه په غاړه نه ده اخیستې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

باجوړ کې پښتون ملتپال مولانا خان زیب په ډزو کې ټپي شوی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند غړی او د باجوړ قومي مشر او سیاستوال مولانا خانزیب د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ټپی شوی دی. ځايي سرچینې وايي، چې د مولانا خانزیب پر موټر ډزې شوې دي او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی. د خانزیب نږدې دوستانو د هغه روغتیايي وضعیت نازک ښودلی.

پر خان زیب د خار سیمې په شندۍ ګرځني کې برید شوی.

مولانا خان زیب د ۲۰۲۴کال د ټولټاکنو پر مهال د قومي اسمبلۍ نوماند هم و.

یو شمېر سرچینو د نوموړي د وژل کېدو خبرونه ور کړي، خوتراوسه تایید شوي نه دي.

په پاکستان د جعلي انلاین پانګونې ۱۴۹ کسیزه شبکه نیول شوې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د سایبري جرمونو ملي ادارې په فیصل‌اباد کې د جعلي انلاین پانګونې یوه نړیواله شبکه نیولې ده. په نیول شویو کسانو کې  ۴۸ د چین، ۸ د نایجیریا، ۴ د فیلیپین، دوه د سریلانکا، ۶ د بنګله دېش، دوه د میانمار او یو د زیمبابوې وګړي شامل دي.

چارواکي وایي، دغې شبکې له خلکو د جعلي انلاین پانګونې، پونزي سکیمونو او غلولو له لارې درغليکوله. دسایبري جرمونو ملي ادارې په وینا، دوی به د واټس‌اپ، ټیلیګرام او یوټیوب له لارې خلکو ته د پانګونې ژمنې ورکولې او وروسته‌یې له هغوی څخه پیسې اخیستلې.

نیول شوي کسان محکمې ته وړاندې شوي.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان حکومت د بهرنیانو په مرسته د قبایلي سیمو کاني زېرمې غصبوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت د بهرنیو قوتونو په مرسته د قبایلي سیمو کانې زیرمې غصبوي او دوی به د حکومت دې کار ته اجازه ور نه کړي. اڅکزی وايي، چې په حکومت کې د فساد او خپلوۍ پالنې کچه لوړه شوې او له خلکو د نیوکو او لاریونونو حق اخېستل شوی.

د سویلي پښتونخوا ملت پال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پر حکومت د نیوکو په ترڅ کې وول، چې په دغه هېواد کې فساد او د خلکو غلي کول وروستي حد ته رسېدلي.

نوموړي ویلي، چې حکومت غواړي د قبایلي سیمو کانې زیرمې غصب کړي.

اڅکزي پر خپل اېکس ولیکل، « خبره دا نه ده چې فاټا دې چېرته شامله شي، اصلي خبره داده چې ستاسي نیت څه دی؟ که تاسې خلکو ته په شات کې زهر ورکوئ، موږ به یې مخالف یو. تاسې اصلا غواړئ د بهرنیو قوتونو په مرسته معدني زېرمې خپلې کړئ، خو دا د ولس امانت دي.»

نوموړي ویلي، په هر هغه ځای کې چې طبیعي زېرمې وموندل شي، لومړنی حق د همغې سیمې د خلکو دی.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت کې د پراخ فساد او خپلوۍ پالنې کچه لوړه شوې او له خلکو د نیوکو او لاریونونو حق اخېستل شوی دی.

محمود خان اڅکزی زیاتوي:« اوس مهال لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان په دې ګناه په زندانونو کې بندیان دي، چې هغوی لاریون کړی و.»

نوموړي که څه هم په مشخصه توګه د کوم هېواد یا پاکستاني چارواکي د نوم یادونه نه ده کړې، خو له هېوادونو څخه یې غوښتنه کړې، چې په فساد کې د لاس لرونکو کسانو له ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر : لوی درستیز د پاکستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیواله نه دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري له دندې ګوښه کېدونکی دی او پر ځای یې د پاکستان د پوځ مشر سید عاصم منیر ټاکل کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د پاکستان د لومړي وزیر، ولسمشر او د پوځ د مشر پر ضد خپرېدونکی پروپاګند د بهرنیو کړیو له خوا ترسره کیږي او اصف علي زرداري د ګوښه کېدو په اړه ګنګوسې حقیقت نه لري.

نوموړي زیاته کړې، «موږ پوره باخبره یو، چې دغه بدناموونکی پروپاګند چا پیل کړی، ولې یې کوي او څوک ترې ګټه اخلي.»

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د ولسمشر زرداري د استعفا په اړه هېڅ بحث نه دی شوی او د پوځ مشر د ولسمشرۍ څوکۍ ته لیوالتیا نه لري.

نقوي ویلي، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د پوځ د مشر ترمنځ اړیکې قوي، متقابلي او د احترام پر بنسټ ولاړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د پوځ د مشر تمرکز پر سیاسي مقامونو نه بلکې، پر ثبات او ملي امنیت دی.

نقوي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپرې شوې، چې د پاکستان د پوځ مشر هڅه کوي زرداري له دندې ګوښه او خپله د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړي.

پاکستان د افغان باروړونکو موټرو لپاره د لنډمهاله ټرانزیټ اسنادو موده د جولای ترپایه وغځوله

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو ته د لنډمهالي ټرانزیټ (TAD) موده یې د روانې جولای میاشتې تر پایه پورې وغځوله.

د دغه وزارت په یو رسمي مکتوب کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د تورخم له لارې د سوداګریزو چارو د تسلل ساتلو او د احتمالي خنډو او ځنډ د مخنیوي لپاره شوې ده.

په مکتوب کې ټینګار شوی، چې د روان زېږدیز کال له اګسټ میاشتې څخه به ټولو هغو افغان موټر ګلوونکو او د هغوی همکارانو ته، چې غواړي پاکستان ته داخل شي؛ د کاري وېزې (ټرانزیټي، ټرانسپورتي وېزې) اخیستل اړین شي. خو تر هغې نېټې پورې به دوی وکولای شي، چې د TAD اسنادو له مخې تګ راتګ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت سکرتر د دې پرېکړې پخلی کړی او امر یې کړی، ټولو هغو وسایطو ته دې (د جولای تر ۳۱مې) پورې اجازه ورکړل شي چې لا دمخه یې د اسنادو موده ختمه شوې ده.

همداراز، د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) او د سوداګرۍ ریاست ته هم لارښوونه شوې، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره اړینې چارې سر ته ورسوي؛ ترڅو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو وسایطو ترافیک او ترانزیت بهیر له خنډ پرته پرمخ ولاړ شي.