• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر کاناډا د ټرمپ د نویو ګمرکي تعرفو له کبله امریکا کې د سرو زور بیه لوړه شوه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۳ GMT+۱

په امریکا کې د سرو زرو بیې وروسته له هغې لوړې شوې، چې ولسمشر ډونالډ پر کاناډا تازه ۳۵سلنه ګمرکي تعرفې اعلان کړې او د خپلو نورو سوداګریزو شریکانو پر وړاندې یې هم د پراخو تعرفو لګولو تازه خبرداری ورکړ.

د پنج‌شنبې په ورځ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا به له کاناډا څخه پر وارداتو ۳۵سلنه تعرفه لګوي او پلان لري چې د نورو سوداګریزو شریکانو پر وارداتو به هم له ۱۵ څخه تر ۲۰سلنو پورې تعرفې پلي کړي.

دا اعلان د چهارشنبې د ورځې له هغې پرېکړې وروسته وشو، چې ټرمپ د امریکا د مسو وارداتو لپاره ۵۰سلنه تعرفه اعلان کړه او همداراز یې د برازیلي توکو پر وارداتو هم ورته تعرفې ولګولې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

نن د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د نا امنۍ ضد لویه اعتراضیه غونډه کېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن به د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په باړه سیمه کې د نا امنۍ خلاف لویه اعتراضیه غونډه وکړي. سرچینو ویلي، د سیمې ټول جوماتونه نن تړلي دي او د جمعې لمونځ په ګډه د غونډې ځای کې کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په باړې بازار کې د غونډې ټاکل شوي ځای ته زرګونه خلک راغونډ شوي او لا هم ډلې، ډلې خلک راروان دي.

ټاکل شوې د جمعې تر لمانځه وروسته به همدلته د روانې نا امنۍ، هدفي وژنو، وسله‌والو بریدونو او سیمه کې د خپلسرو وسله‌والو پر ضد ویناوې وشي.

ځايي اوسېدونکي له سپینو بېرغونو سره د غونډې ځای ته رسېدلي دي.

په دې وروستیو کې د خېبر ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو فعالیتونو او د پاکستاني پوځ عملیاتو خلک تنګ کړي او له همدې امله دوی غواړي د نا امنۍ مخنیوي لپاره ولسي پرېکړې وکړي.

متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې خبرې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي.

د طالبانو په وینا؛ دوی د قزاقستان سره پر سياسي تفاهم بحث کړی دی. که څه هم په دې ملاقات کې د بېلابېلو اړیکو پر پراختیا د بحث یادونه شوې؛ خو سوداګریزې اړیکې او سياسي تفاهم یې مهم بحثونه بلل کېږي.

د افغانستان د تورغونډۍ له لارې له قزاقستان سره د اورګاډي د پټلۍ غځولو توافق مخکې لا شوی؛ خو اوس د دې تخنيکي کار پر دوام بحث شوی دی.

کله چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند داسې ښکاري، چې طالبان په منځنۍ اسيا کې د نورو ملګرو په لټه کې دی؛ په تېره بیا هغه هېوادونه چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ترکمنستان او قزاقستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لرلې.

د ملګرو ملتونو موندنو ښودلې، چې د سوریې حکومت اوس له «القاعده شبکې» سره اړیکې نه‌لري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو اړوند د بندیزونو څارونکو ویلي،‌ دوی سږ کال داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې له القاعده شبکې سره د سوریې د اوسني حکومت اړیکې په ډاګه کړي. دغه مالومات په یو ناچاپ شوي راپور کې ځای پر ځای شوي دي.

باور دا دی، چې له القاعده شبکې سره د سوریې حکومت د اوسنيو مشرانو د اړیکو پرېکون ښايي د امریکا له لوري د بندیزونو د ختمولو هڅې پیاوړې کړي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ دا راپور لیدلی، چې تمه ده همدا روانه میاشت کې به خپور شي.

راپور کې راغلي، تمه شته چې احمد الشرع به په سوریه کې یو پراخ بنسټه او ډېموکراتیک حکومت رامنځته کړي.

د امریکا او چین اقتصادي کړکېچ؛ مارکو روبیو له وانګ یي سره ګوري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د واشګنټن او بېجینګ ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکېچ په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ په کوالالمپور کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وګوري. 

روبیو د ختیځې اسیا سرمشریزې او اسیان فورم ناسته کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی.

هغه به د چاپان، چین، سویلي کوریا، روسیې، اسټرالیا، هند، اروپايي ټولنې او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو له استازو سره په ګډه یاد فورم کې ګډون وکړي.

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال سره ګوري، چې په نړۍ‌واله کچه د ډونالډ ترمپ د ګمرکي تعرفو تګلارې له امله کړکېچونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د ټرمپ مالیاتي ناندرۍ؛ د اګسټ له لومړۍ پر کاناډا ۳۵سلنه مالیه لګوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ته په یوه لیک کې ویلي، چې هېواد به یې د اګست له لومړۍ نېټې څخه امریکا ته د خپلو صادراتي توکو لپاره له ۳۵ سلنه ګمرکي محصول سره مخ شي.

دغه لیک د صادراتي توکو په تړاو د ټرمپ له ۲۰ لیکونو څخه وروستی لیک دی او امریکا لا هم غواړي، چې له ګڼو هېوادونو سره د سوداګریزو ګواښونو لړۍ روانه وساتي.

کاناډا هڅه کوي، چې (د جولای تر ۲۱مې) له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو د ټرمپ دا وروستی ګواښ ښايي یاد ضرب الاجل له ګواښ سره مخ کړي.

د راپورونو پر بنسټ؛ کاناډا او مکسیکو دواړه هڅې کوي؛ څو ټرمپ راضي کړي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون (USMCA) بېرته خپل عادي حالت ته راولي.