• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبر پښتونخوا کې په یوې ټرافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په کورمه کې یوې ژورې کندې ته د یوه مسافر وړونکي پېک اپ موټر د لوېدو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپيان دي. ځايي مسوولین وايي، دغه پېښه نن په ګنډال سیمه کې رامنځته شوې او په ټپیانو کې د دوو روغتیايي حالت نازک دی او د درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بونېر کې د ورته پېښې له امله د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

په خېبرپښتونخوا کې ډېری ټرافیکي پېښې د سړکونو د خرابولي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په خېبر کې زرګونو کسانو د نا امنۍ ضد لویه اعتراضیه غونډه وکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې زرګونو کسانو د نا امنیو ضد او پوځي عملیاتو په غبرګون لویه اعتراضیه غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې په پښتونخوا کې دې د روانو نا امنیو مخه ونیسي.

دغه اعتراضیه غوڼده د خېبر ولسوالۍ د باړي بازار سیمه کې د ځايي سیاسي ګوندونو او زرګونو عامو خلکو له لوري ترسره شول. د غونډې ګډوالو ویلي، چې په قبایلي سیمو کې د حکومت واک له منځه تللی او ورځ تر بلې امنیتي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.

د خېبر اوسېدونکو ویلي، چې حکومت دې د قبایلي سیمو د مشرانو د وژنو او له تېرا څخه په زور د ځايي کسانو اېستلو مخنیوی وکړي.

د اقبال افریدي په نوم د دې غونډي یو ګډونوال ویلي:«دا هېواد د قبایلي وینو په بدل کې اباد شوی خو قبایل لا هم له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. اوسنی عملیات د ترهګرو پر ضد نه بلکې د ولس پر ضد دي. که یو ځل ترهګر له منځه تللي وو نو بېرته څنګه راپیدا شول؟»

د دغه اعتراضیه غونډي پرمهال د خېبر اوسیدونکو په قبایلو سیمو کې د پوځي عملیاتو سخت مخالفت وکړ او وې ویل، چې پوځ د عملیاتو په بهانه د پښتونخوا کاني زیرمې غصبوي.

د حمیدالله جان افریدي په نوم د دې غونډي یو وینا وال ویلي:«موږ د مرمیو د خوراک لپاره چمتو یوو، خو نور پوځي عملیات نه شو زغملای. د قبایلي سیمو پر سر یو ځل بیا د ډالرونو د ترلاسه کولو سازش روان دی. ولس دې راپورته شي او د پوځي عملیاتو پر وړاندې دې د اوسپنې دیوال جوړ کړي.»

دوی وايي، که حکومت د ترهګرۍ ضد تګلار کې بدلون را نه ولي، اړ دې چې د قبایلي سیمو ټول ښارونه، لويي لارې او سړکونه د تګ راتګ پر مخ بند کړي.

امرالله صالح: مولانا خانزیب د خپل مدني افکارو له امله ووژل شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امر الله صالح د پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې مولانا خانزیب ځکه ووژل شو، چې غوښتل یې ازاد فکر له مذهبي افراطیت سره ګډ نه شي.

امر الله صالح زیاته کړې:«هر مولانا چې د مدني فکر خاوند وي، په نښه کېږي. مولانا خانزیب ځکه ووژل شو، چې غوښتل یې ازاد فکر له مذهبي افراطیت سره یو ځای نه شي. دا یو بشپړ پلان شوی پروګرام دی، چې اجازه نه ورکوي، دین د مدنیت او سوله‌ییز ګډ ژوند سره یو مسیر غوره کړي.»

نوموړي ویلي، چې قابیلي سیمي په تېرو سلو کلونو کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي او د افغانستان پر حالاتو یې هم ژور اغېز کړی دی.

صالح وايي، چې یو شمېر ملتپاله پښتانه هڅه کوي، چې له دې وضعیت څخه د خلاصون لار پیدا کړي، خو د دې لارو مخکښان هره شېبه د مرګ له خطر سره مخ دي.

پاکستان د لومړي ځل لپاره د ډیجیټلي سوداګرۍ پلټفارم پرانېست

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا ادارې (TDAP) په همکارۍ لومړی ډیجیټلي سوداګرۍ پلټفارم پرانېست او موخه یې هم په سرحدونو او کرښو کې سوداګرۍ ته د ودې ورکول او همداراز د پاکستاني سوداګرو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاو برابرول دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ همغږي کوونکي راڼا احسان افضل د دغه پلټفارم د پرانېستنې پرمهال وویل، ډیجیټل سوداګریز دهلیزونه به له سیمه‌ییزو صادروونکو او سوداګرۍ سره هم مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکو په دې غونډه کې زیاته کړه، حکومت ژمن دی چې یو عصري او خوندي ډیجیټلي سوداګریز نظام رامنځته کړي څو ورسره له کوچني او منځنیو کاروبارونو ملاتړ وشي.

په ورته وخت کې د دغه هېواد کې د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې امنه بلوڅ هم د اقتصادي ډیپلوماسۍ پر اهمیت له ټینګار سربېره په ډاګه کړه چې ډیجیټلي وسایل د نړیوال اقتصاد په برخه کې د پاکستان د فعال حضور لپاره اړین دي.

نن د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د نا امنۍ ضد لویه اعتراضیه غونډه کېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن به د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په باړه سیمه کې د نا امنۍ خلاف لویه اعتراضیه غونډه وکړي. سرچینو ویلي، د سیمې ټول جوماتونه نن تړلي دي او د جمعې لمونځ په ګډه د غونډې ځای کې کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په باړې بازار کې د غونډې ټاکل شوي ځای ته زرګونه خلک راغونډ شوي او لا هم ډلې، ډلې خلک راروان دي.

ټاکل شوې د جمعې تر لمانځه وروسته به همدلته د روانې نا امنۍ، هدفي وژنو، وسله‌والو بریدونو او سیمه کې د خپلسرو وسله‌والو پر ضد ویناوې وشي.

ځايي اوسېدونکي له سپینو بېرغونو سره د غونډې ځای ته رسېدلي دي.

په دې وروستیو کې د خېبر ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو فعالیتونو او د پاکستاني پوځ عملیاتو خلک تنګ کړي او له همدې امله دوی غواړي د نا امنۍ مخنیوي لپاره ولسي پرېکړې وکړي.

متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې خبرې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي.

د طالبانو په وینا؛ دوی د قزاقستان سره پر سياسي تفاهم بحث کړی دی. که څه هم په دې ملاقات کې د بېلابېلو اړیکو پر پراختیا د بحث یادونه شوې؛ خو سوداګریزې اړیکې او سياسي تفاهم یې مهم بحثونه بلل کېږي.

د افغانستان د تورغونډۍ له لارې له قزاقستان سره د اورګاډي د پټلۍ غځولو توافق مخکې لا شوی؛ خو اوس د دې تخنيکي کار پر دوام بحث شوی دی.

کله چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند داسې ښکاري، چې طالبان په منځنۍ اسيا کې د نورو ملګرو په لټه کې دی؛ په تېره بیا هغه هېوادونه چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ترکمنستان او قزاقستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لرلې.