سوېلي وزیرستان کې نن د نا امنۍ، د کانونو استخراج او انګور اډې لارې په تړاو لاریون کېږي

سوېلي وزیرستان کې ځایي خبریالان وایي، چې په واڼه سیمه کې د جمعې لمانځه ته زرګونه کسان راټول شوي او غواړي په خپله سیمه کې د نا امنۍ خلاف غږ پورته کړي. د دغه لاریون یوه بله موخه د کانونو د ناقانونه کېندنو مخنیوی او د انګور اډې لارې پرانېستل بلل شوي.