د ترکیې په اوبو کې د ۱۶ ماشومانو په ګډون ۳۸ افغان کډوال وژغورل شول

د ترکیې سمندري ځواکونو د چاناککلا ولایت د ایواجیک ولسوالۍ په اوبو کې د ۱۶ماشومانو په ګډون ۳۸ ناقانونه افغان کډوال او یو ایرانی وګړی ژغورلي دي. د ترکیې دولت اړوند اناډولو خبري اژانس وايي، چې دا کسان د ډوبېدو له ګواښ سره مخ وو.
