ملګرو ملتونو غزه کې د مرستو د وېش پر مرکزونو بریدونه غندلي

د ملګرو ملتونو سازمان تازه پر خپله اېکس پاڼه د اسراییلي ځواکونو له لوري غزه کې د مرستو د وېش پر ځایونو بریدونه او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول کړنې د منلو وړ نه دي.

د ملګرو ملتونو سازمان تازه پر خپله اېکس پاڼه د اسراییلي ځواکونو له لوري غزه کې د مرستو د وېش پر ځایونو بریدونه او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول کړنې د منلو وړ نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د غزې په دیرالبلح کې د بشري مرستو وېش پرمهال برید کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان، چې ماشومان هم پکې دي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له مې میاشتې راهیسې د مرستو پر مرکزونو بریدونو کې ۷۹۸ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو اېف پي» خبرداری ورکړی، چې د غزې د لوږې ناورین بېساري کچې ته رسېدلی، د مرستو رسول نږدې درېدلی او له هر درېیو کسانو یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي.
دغې ادارې همداراز ویلي، چې د فلسطین په غزه کې د لوږې وضعیت «بېمخېنې» شوی او د نړۍوالو ادارو د مرستو رسول له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
په ورته وخت کې د اسراییل له لوري د مرستو پر ترلاسه کوونکو هم بریدونه همداراز روان دي، چې یوازې د جمعې په ورځ ۴۵ تنه وژل شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال کارل اسکاو چې تازه یې خپل څلورم سفر غزې ته پای ته رسولی، په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «وضعیت اوس تر هر بل وخت بدتره دی، هېڅکله مې دومره پراخې بشري اړتیاوې نه وې لیدلې، خو له بده مرغه نړۍوالو ادارو د دې اړتیاوو د پوره کولو توان له لاسه ورکړی.»
اسکاو زیاته کړه، «د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه خورا لوړه شوې او شاوخوا ۹۰زره ماشومان بېړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري.»
هغه وویل: «په غزه کې له هرو درېیو تنو یو یې داسې ورځې تېروي چې هېڅ خواړه نه لري. دا نه یوازې د لوږې، بلکې د انساني کرامت د له منځهتلو نښه ده.»
د غزې خلک د روانو پوځي عملیاتو، بندیزونو، د مرستو مخنیوي او د روغتیايي مرکزونو د ړنګېدو له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
له بلې خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان د اسراییلي بریدونو له امله وژل شوي، چې پکې ۱۱تنه هغه کسان دي چې د مرستو ترلاسه کولو په لیکو کې ولاړ وو.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازارېني اسراییل تورن کړ، چې په غزه کې «بېرحمانه وژونکي عملیات» ترسره کوي.
هغه وویل: «غزه اوس د ماشومانو او وږو خلکو په یوه لویه هدیره بدله شوې ده.»
د ناروې د کډوالو شورا وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کېږي، خو د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره لازم امکانات نشته. دغې شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د ښه مدیریت او ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر اېکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ويلي يې دي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د اسلامکلا له پولې افغانستان ته داخلېږي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر جیکوپو کاریډي له سیمې څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هېڅ وسیله نه لري او دوی خورا ډېرې اړتياوي لري.
د ناروې د کډوالو شورا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او د وضعیت د مدیریت لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو اخراج زیات کړی دی، چې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي.
د کډوالو د حقونو فعالینو په ایران کې د نړۍوالې څارنې او د کډوالو د حقونو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه کړې ده.
ایران ادعا کوي، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي مایک سیمپسون د هغې طرحې د ملاتړ اعلان کړی، چې له مخې به یې هغو امریکایي سرتېرو ته ځانګړي مډالونه ورکړل شي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد برید کې یې برخه اخیستې وه.
دا طرحه چې پخوا د بل جمهوري غوښتونکي استازي ټوني ګونزالس له خوا وړاندې شوې، موخه یې دا ده چې هغو پوځیانو ته دولتي مډالونه ورکړل شي، چې د ایران پر اټومي مرکزونو د برید پر مهال برخه وال وو، یا له ورته عملیاتو سره تړاو لري.
مایک سیمپسون د دې طرحې په ملاتړ کې ویلي: «هغه امریکايي قهرمانان چې په دې تاریخي عملیاتو کې یې برخه اخیستې، زموږ د ژور درناوي وړ دي. نړۍ نن د دوی د مېړانې له کبله یو خوندي ځای دی.»
د سیمپسون دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راځي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا، په تېره بیا د ایران د اټومي پروګرام له امله له کلونو راهیسې د نړۍوالې ټولنې د اندېښنو لامل شوې ده.
د طرحې جزییات لا هم رسما نه دي خپاره شوي، خو راپورونه ښيي چې دا مډال به د هغو سرتېرو لپاره ځانګړي شي، چې د استخباراتي، تخنیکي یا نظامي مشارکت له لارې د برید برخه وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګادي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هم موافقه وکړه.
د طالبانو په وینا، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړي.
هغه د قزاقستان له خوا افغانستان ته د یو میلیون ډالرو بشري مرستو د ځانګړي کولو یادونه هم وکړه.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي د یوه اېمېل له لارې له دندو ګوښه کړل. دغه ناڅاپی اقدام د بشري ځواک د کمولو یوه برخه ښودل شوې، خو د اداري اصولو، انساني حقونو او سیاسي موخو له اړخه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۵۳کارکوونکو چې د یوه رسمي اېمېل له لارې له دندو د ګوښه کېدو خبر ترلاسه کړی، له ډلې یې۱۱۰۷ تنه غېرنظامي اداري کارکوونکي او ۲۴۶ تنه رسمي ډیپلوماتان دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کار د وزارت د بشري منابعو د کمښت د پراخ پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د لګښتونو کنټرول، د «غېرضروري پوستونو» له منځه وړل او د «موثر تشکیلاتي جوړښت» رامنځته کول بلل شوي.
دغه پرېکړې نه یوازې کارکوونکي حیران کړي، بلکې د سیاسي، حقوقي او ټولنیزو کړیو له خوا یې پراخ انتقادونه هم پارولي دي.
په یاد اېمېل کې چې کارکوونکو ته استول شوی، د هغوی د دندې لغوه کېدل اعلان شوي او له هغوی څخه غوښتنه شوې، چې د هماغې ورځې تر پایه خپل وسایل، لپټاپونه او امنیتي اسناد تسلیم کړي.
ویل کېږي، چې د دې اېمېل ژبه رسمي او لنډه وه او هېڅ ډول وضاحت، مشوره یا بدلون موده پکې نه وه یاده شوې.
د راپور له مخې، دا ګوښه کول به د وزارت دننه شاوخوا ۱۵تر ۱۸ سلنه بشري ځواک اغېزمن کړي، چې اکثریت یې د امریکا دننه په دفترونو کې فعال وو.