روسيې د کورسک سیمې د "ازادۍ" په برخه کې د شمالي کوریا له مرستو مننه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا له مشر کېم جون اون سره د لیدنې پر مهال د کورسک سیمې د "ازادۍ" په برخه کې د مرستې او ملاتړ له امله مننه وکړه.