فرانسه د خپلې خپلواکۍ ورځ لمانځي

ټاکل شوې چې د فرانسې د خپلواکۍ ورځ د جولای په ۱۴مه په پاریس او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې د "باستیل ورځ" په نوم پېژندل کېږي، په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.

ټاکل شوې چې د فرانسې د خپلواکۍ ورځ د جولای په ۱۴مه په پاریس او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې د "باستیل ورځ" په نوم پېژندل کېږي، په شاندارو مراسمو ولمانځل شي.
دا ورځ د ۱۷۸۹م کال د باستیل قلعې د نیولو او د فرانسې د انقلاب د پیل د یادښت په توګه لمانځل کېږي.
د دې ملي ورځې په ویاړ د فرانسې سفارتونه او قونسلګرۍ به په ابي، سپین او سور رنګونو سينګار شي، ترڅو د فرانسوي بیرغ رنګونه نندارې ته وړاندې شي او د ملي وحدت پیغامونه خپاره کړي.په پاریس کې به پوځي پریډ، اوربازۍ، کلتوري ننداره او ولسي لمانځنه ترسره شي او ددې ترڅنګ به نړۍوال مېلمانه هم ګډون وکړي.

په غزه کې پر یو شمېر فلسطیني ماشومانو د اسراییلي ځواکونو توغندیز برید هغه مهال وشو، چې هغوی په بوشکو کې له یوې سیمې بلې سیمې ته د اوبو د لېږدولو په حال کې وو. د اسراییل دفاعي ځواکونه (IDF) د دې برید لامل تخنیکي ستونزه یادوي.
د فلسطیني چارواکو او عیني شاهدانو په وینا، برید هغه مهال شوی کله چې یو شمېر ماشومان د محاصره شوې غزې له یوې سیمې څخه خپلو کورونو ته د اوبو د لېږد په حال کې وو.
د پېښې ویډیوګانې او انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې خلک پرې سخت خواشیني او غوسه دي.
د بشري حقونو سازمانونه له نړۍوالو غوښتي، چې دا ډول پېښې دې ژر تر ژره وڅېړل شي او د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ساتنې لپاره دې اقدامات وشي.
د اوکراین د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې هغه شکمن اجنټان چې تېره اونۍ د اوکراین د استخباراتو یوه ډګروال په وژنه تورن وو، د یکشنبې په ورځ په کییف کې د نیولو پر مهال وژل شوي دي.
د کیېف په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان د ډګروالایوان وورونېچ په وژنه تورن وو. یاد ډګروال د پنجشنبې په ورځ په کییف ښار کې وویشتل شو.
د اوکراین ملي امنیت اداره وايي چې په وژنه شکمن کسان یو نارینه او یوه ښځه دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نیولو عملیاتو پر مهال څومره شکمن کسان وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او دواړې خواوې یو بل په جاسوسۍ، هدفي وژنو او ترور تورنوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي روسیې له تېرو ۷ ورځو راهیسې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي خو دوی ځینې هغه شنډ کړي هم دي.
زېلېنسکي نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې روسیې په تېرو۷ ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو ۱۸۰۰ بریدونه کړي، ۱۲۰۰ بمونه یې غورځولي او په ۸۳ توغندیزو بریدونو یې بېلابېل ښارونه په نښه کړي دي.
نوموړی وايي، د اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې ځینې بریدونه شنډ کړي او هڅه کیږي چې دفاعي سیسټم لا پسې پیاوړی شي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر وايي چې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پیل د جګړې د اوږدولو مانا لري او سپارښتنه یې کړې چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید له ډیپلوماتیکو لارو چارو کار واخېستل شي.
د امریکا او او اروپايي تولنې سربیره ګڼ هېوادونه او سیاسي مشران هڅه کوي چې په اواکراین کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو تر دې دمه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر ملګرو ملتونو توندې نیوکه کړې او وايي چې دغه نړۍوال بنسټ په ناورین کې دی او د افغانستان د ستونزو د حل وس نهلري.
یاد افغان-امریکايي ډېپلوماټ یکشنبه (چنګاښ ۲۲مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي: یوازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته وګورئ؛ له کمېټو، کاري ډلو او راپور ورکوونکي څخه دی. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې ښه کوي - د حل لارو له وړاندې کولو پرته د لګښتي صنعت جوړول.»
هغه زیاته کړې چې دغهډول فعالیت ملګري ملتونه په داسې اداره بدل کړې چې یوازې جوړښت تولیدوي، خو د خلکو لپاره هېڅ پایلې نهلري.
خلیلزاد دا څرګندونې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه کړې وه.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت هڅه کوي اټومي بم ترلاسه کړي او که یې ترلاسه کړ، نو د اسراییل د ویجاړېدو لپاره به یې وکاروي. د هغه په وینا، د ایران رژیم باید ختم شي.
نتانیاهو د شنبې پر شپه د «ژوند، ازادۍ او لوېن» په خپرونه کې زیاته کړې چې په سیمه کې د ایران د متحدو ډلو ترپاشل کېدو او پرځېدو وروسته، سپاه پاسداران د یورانیمو د غني کولو پروسه ګړندۍ کړې وه.هغه وویل: «موږ ویلي و چې ایران کولای شي په راتلونکي کال کې اټوم بم جوړ کړي او د اسراییل د ویجاړېدو لپاره یې وکاروي.»
نوموړي د ایران پر وړاندې د امریکا متحدهایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو د ستاینې ترڅنګ ویلي چې ټرمپ د تهران د ګواښ په اړه ښه پوهېده او د ایران له حکومت سره یې د جوړجاړي پر ځای برید ته ترجیح ورکړه.
دی وايي چې د اسراییل او امریکا ترمنځ همکاري د متقابل درناوي او ګډې موخې پر بنسټ ولاړه ده. د نتانیاهو په وینا، «امریکا د ازادې نړۍ مشره ده او اسراییل په منځني ختیځ کې د هغې مرکز دی.»
د اسراییل لومړي وزیر همداراز وايي چې هېواد یې پهخپله د جګړې په ډګرونو کې جنګېږي، په لومړۍ لیکو کې دی او له متحدهایالاتونو سره پوځي او استخباراتي معلومات شریکوي.د هغه په وینا، «له امریکا سره زمونږ استخباراتي همکاري د امریکایانو په ګډوند ډېرو خلکو ژوند ژغوري.»
نتانیاهو د مرکې په یوې بلې برخې کې په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو په تړاو وویل: «موږ د هغوی د ساتنې لپاره هر څه کوو، خو په مقابل کې حماس ملکي وګړي په نښه کوي.»
نوموړي د مرکې په پای د هغې پوښتنې په ځواب چې کهچېرې یې کولای شوای له یوه تاریخي شخصیت سره وویني، نو هغه به څوک و؟ ده وویل: «تیوډور هرزل»؛هغه څوک چې د فلسطین په خاوره کې د یهودي دولت د مفکورې بنسټګر ګڼل کېږي. نتانیاهو زیاته کړې چې د هرزل ډېرو سیاسي او امنیتي پرېکړو ده ته الهام ورکړی.
هغه په پای کې ویلي چې اسراییل د امریکا ملاتړ ته درناوی لري، خو تمه نهلري چې امریکایي سرتېري به د جګړې په ډګرونو کې د هغوی لپاره وجنګېږي، ځکه چې اسراییل د ځان د دفاع کولو وس لري.