• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ روسیه په «ډېرو ډېرو سختو» تعرفو وګواښله

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره د ۵۰ ورځو دننه کومه موافقه ونه شي، پر مسکو به "ډېرې ډېرې سختې" ګمرکي تعرفې ولګوي. نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، « موږ به ثانوي تعرفې عملي کوو. که په۵۰ ورځو کې توافق ونه شي، نو دا خبره ساده ده، تعرفې به ۱۰۰ سلنه وي. همداسې ده، نور څه نشته».

ټرمپ دا خبرې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د ناستې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.

ټرمپ زیاته کړه: «زه سوداګري د ډېرو شیانو لپاره کاروم، خو دا د جګړو د ختمولو لپاره هم یوه ښه وسیله ده».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اوکراین نوې لومړۍ وزیره ټاکي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي اعلان وکړ چې یولیا سویریدینکو یې د اوکراین د نوې صدراعظمې په توګه وړاندیز کړې. نوموړې اقتصادپوهه ده او له دې وړاندې یې له واشنګټن سره د منرالونو پر سر د مهمو خبرو مشري کړې ده.

زېلېنسکي ویلي: «موږ د اوکراین په اجرايي برخه کې د بدلون لړۍ پیل کوو. ما یولیا سویریدینکو ته بلنه ورکړې چې د اوکراین د حکومت مشري وکړي ».

یولیا سویریدینکو د اقتصادپوهې په توګه زده کړې کړې او په اوکرایني حکومت کې یې څو مهمې دندې ترسره کړې دي، چې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ وزیرې او د ولسمشر د دفتر مرستیالې مشري پکې شاملې دي.

د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري په لندن کې ومړ

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري چې د فساد ضد مبارزې او اقتصادي ځوړ له امله پېژندل کېده، د ۸۲ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله د برېټانیا په لندن ښار کې ومړ.

د ناېجېريا د اوسني ولسمشر بولا تينوبو وياند پر خپله اېکس پاڼه د محمد بوهاري مړینه تایید کړې ده.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ناېجریا لومړی اپوزیسیون جوړ او د ټاکنو له لارې د هغه واکمن ولسمشر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

بوهاري یو تقاعد شوی جنرال و او په ۱۹۸۰م لسیزه کې یې د یوې پوځي کودتاه له لارې د ناېجریا مشري ترلاسه کړې؛ خو تر دې وروسته هغه خپل سیاستونه بدل کړل او ملکي سیاست ته یې مخه کړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ناېجریا دغه پخوانی ولسمشر د فساد ضد توندو څرګندونو او اقداماتو اړوند خورا مشهور و او پلویانو یې یو مخکښ اصلاح غوښتونکی ګاڼه.

د هغه د واکمنۍ پر مهال ناېجریا کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن و، وسله‌وال تاوتریخوالی د هېواد له شمال ختیځه نورو څنډو ته خپور شو او دغه وضعیت د هغه د دورې تر پایه دوام درلود.

سوریه کې د مذهبي شخړو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰ کسانو ته ورسېد

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېدا ښار کې د دروزي مذهبي لږکیو د وسله‌والو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۰۰تنه نور بیا ټپیان دي. دغه وزارت د دوشنبې په سهار په همدې تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې.

دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې یو دروزي سوداګر د دمشق او سوېدا پر لاره وتښتول شو.

دا لومړی ځل دی، چې د سوېدا په مرکزي ښار کې مذهبي نښتې کېږي او تر دې دمخه په اپرېل میاشت کې هم د دمشق سوېل ختیځ په جرامانه سیمه کې د سني وسله‌والو دروزي جنګیالیو ترمنځ دغه ډول نښتې رامنځته شوې وې.

د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی به ډېر ژر د سوېدا ښار د وضعیت د کنټرول لپاره مستقيمه مداخله پيل کړي.

یاد وزارت له دروزي سيمه‌ييزو ډلو غوښتي، چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو وضعيت بېرته عادي حالت ته وګرځي.

ټرمپ ومنله، چې پر اوکراین د پاټریوټ هوایي دفاع سیسټم پلوري

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې پر اوکراین د پاټریوټ نومي هوایي دفاع سیسټمونه پلوري او اوکراین هم ورسره ژمنه کړې چې د دغه سیسټم ټول لګښتونه به د امریکا حکومت ته ورکړي.

ټرمپ د یک‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) له نیو جرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د بېرته تګ پر مهال د مرېلینډ په ادروز پوځي هوايي اډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

هغه د دغه دفاعي وسلو او سیسټم د کره شمېر یادونه ونه‌کړه؛ خو په ټینګار سره یې وویل، چې امریکا نور اوکراین ته بودجه نه ورکوي.

هغه زیاته کړې، چې د شدیدې اړتیا له‌مخې اوکراین ته د پاټریوټ هوایي دفاع سیسټم ورکوي.

ټرمپ همدا راز وویل، چې د روسې له ولسمشر ولادیمیر پوتن څخه سخت نهیلی شوی دی.

د هغه په خبره: «پوتین ښایسته خبرې کوي؛ خو د شپې بیا خلک بمباروي.»

د امریکا د کډوالۍ اداره ځینې کډوال د اېستلو تر خبرتیا ۶ ساعته وروسته درېیم هېواد ته شړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۱

رویټرز د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د اسنادونو پربنسټ راپور ورکړی، چې دا اداره په معمول ډول لږ تر لږه ۲۴ ساعته وړاندې یوه کډوال د اېستلو خبر ورکوي، خو د یوې نوې پالیسۍ له مخې بیا اوس دغه اداره کولی شي په "بېړنیو حالاتو" کې یوازې ۶ ساعته وروسته له خبر ورکولو کډوال وباسي.

دا پالیسي د یادې ادارې سرپرست مشر ټاډ لیونز د چنګاښ پر ۱۸مه خپره کړې، چې د ټرمپ د ادارې له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر چټکېدو څرګندونه کوي.
په دې پالیسي کې ویل شوي، کډوال هغه درېیمو هېوادونو ته شړل کېږي چې له امریکا سره‌ یې دا ژمنه کړې، چې دغه کسان به نه شکنجه کوي او نه به قانوني تعقیبوي. دا اېستل به پرته له دې چې کډوال د اوږدې قانوني پروسې له پړاوونو تېر شي، عملي کېږي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې نوې پالیسي ښيي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د کډوالو د اېستلو بهیر نور هم ګړندی کړي.
د امریکا سترې محکمې په جون میاشت کې د یوه محلي محکمې هغه حکم لغوه کړ، چې د کډوالو اېستل یې تر هغو محدوداوه، څو دا ثابته شي چې کډوال استول کېدونکو هېوادونو کې له ګواښ سره نه مخ کېږي.

له دغه حکم وروسته، د ټرمپ ادارې له کیوبا، لایوس، مکسیکو، میانمار، سوډان او ویتنام څخه ۸ کډوال سوېلي سوډان ته وشړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا حکومت له پنځو افریقایي هېوادونو وغوښتل، څو هغه کډوال ومني چې له درېیمو هېوادونو اېستل.

د ټرمپ اداره استدلال کوي، هغه کسان چې امریکا کې د پاتې کېدو حق نه لري، ژر باسي.
خو د کډوالو د حقونو فعالان دا پالیسي "ظالمانه او خطرناکه" بولي، ځکه امکان لري چې خلک داسې هېوادونو ته واستول شي چې له ګواښ سره مخ دي یا هېڅ ډول اړیکه او اشنایي ورسره نه لري.
درېیم هېواد ته د شړلو پالیسي پخوا هم په امریکا کې کارېدله، خو داسې ښکاري چې دا به د ټرمپ د ادارې پر مهال لا شدیده شي.
دغه بهیر دا اندېښنې هم راپورته کړې دي، چې ښایي افغان کډوال هم هغو درېیمو هېوادونو ته وشړل شي، چې پکې له سختو شرایطو او ناوړه پایلو سره مخامخ شي.