د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري په لندن کې ومړ

د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري چې د فساد ضد مبارزې او اقتصادي ځوړ له امله پېژندل کېده، د ۸۲ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله د برېټانیا په لندن ښار کې ومړ.

د ناېجېريا پخوانی ولسمشر محمد بوهاري چې د فساد ضد مبارزې او اقتصادي ځوړ له امله پېژندل کېده، د ۸۲ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله د برېټانیا په لندن ښار کې ومړ.
د ناېجېريا د اوسني ولسمشر بولا تينوبو وياند پر خپله اېکس پاڼه د محمد بوهاري مړینه تایید کړې ده.
هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ناېجریا لومړی اپوزیسیون جوړ او د ټاکنو له لارې د هغه واکمن ولسمشر پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.
بوهاري یو تقاعد شوی جنرال و او په ۱۹۸۰م لسیزه کې یې د یوې پوځي کودتاه له لارې د ناېجریا مشري ترلاسه کړې؛ خو تر دې وروسته هغه خپل سیاستونه بدل کړل او ملکي سیاست ته یې مخه کړه.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ناېجریا دغه پخوانی ولسمشر د فساد ضد توندو څرګندونو او اقداماتو اړوند خورا مشهور و او پلویانو یې یو مخکښ اصلاح غوښتونکی ګاڼه.
د هغه د واکمنۍ پر مهال ناېجریا کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن و، وسلهوال تاوتریخوالی د هېواد له شمال ختیځه نورو څنډو ته خپور شو او دغه وضعیت د هغه د دورې تر پایه دوام درلود.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په سوېدا ښار کې د دروزي مذهبي لږکیو د وسلهوالو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۰۰تنه نور بیا ټپیان دي. دغه وزارت د دوشنبې په سهار په همدې تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې.
دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې یو دروزي سوداګر د دمشق او سوېدا پر لاره وتښتول شو.
دا لومړی ځل دی، چې د سوېدا په مرکزي ښار کې مذهبي نښتې کېږي او تر دې دمخه په اپرېل میاشت کې هم د دمشق سوېل ختیځ په جرامانه سیمه کې د سني وسلهوالو دروزي جنګیالیو ترمنځ دغه ډول نښتې رامنځته شوې وې.
د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی به ډېر ژر د سوېدا ښار د وضعیت د کنټرول لپاره مستقيمه مداخله پيل کړي.
یاد وزارت له دروزي سيمهييزو ډلو غوښتي، چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي؛ ترڅو وضعيت بېرته عادي حالت ته وګرځي.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې پر اوکراین د پاټریوټ نومي هوایي دفاع سیسټمونه پلوري او اوکراین هم ورسره ژمنه کړې چې د دغه سیسټم ټول لګښتونه به د امریکا حکومت ته ورکړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۲مه) له نیو جرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د بېرته تګ پر مهال د مرېلینډ په ادروز پوځي هوايي اډه کې دغه څرګندونې کړې دي.
هغه د دغه دفاعي وسلو او سیسټم د کره شمېر یادونه ونهکړه؛ خو په ټینګار سره یې وویل، چې امریکا نور اوکراین ته بودجه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې د شدیدې اړتیا لهمخې اوکراین ته د پاټریوټ هوایي دفاع سیسټم ورکوي.
ټرمپ همدا راز وویل، چې د روسې له ولسمشر ولادیمیر پوتن څخه سخت نهیلی شوی دی.
د هغه په خبره: «پوتین ښایسته خبرې کوي؛ خو د شپې بیا خلک بمباروي.»

رویټرز د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د اسنادونو پربنسټ راپور ورکړی، چې دا اداره په معمول ډول لږ تر لږه ۲۴ ساعته وړاندې یوه کډوال د اېستلو خبر ورکوي، خو د یوې نوې پالیسۍ له مخې بیا اوس دغه اداره کولی شي په "بېړنیو حالاتو" کې یوازې ۶ ساعته وروسته له خبر ورکولو کډوال وباسي.
دا پالیسي د یادې ادارې سرپرست مشر ټاډ لیونز د چنګاښ پر ۱۸مه خپره کړې، چې د ټرمپ د ادارې له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر چټکېدو څرګندونه کوي.
په دې پالیسي کې ویل شوي، کډوال هغه درېیمو هېوادونو ته شړل کېږي چې له امریکا سره یې دا ژمنه کړې، چې دغه کسان به نه شکنجه کوي او نه به قانوني تعقیبوي. دا اېستل به پرته له دې چې کډوال د اوږدې قانوني پروسې له پړاوونو تېر شي، عملي کېږي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې نوې پالیسي ښيي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د کډوالو د اېستلو بهیر نور هم ګړندی کړي.
د امریکا سترې محکمې په جون میاشت کې د یوه محلي محکمې هغه حکم لغوه کړ، چې د کډوالو اېستل یې تر هغو محدوداوه، څو دا ثابته شي چې کډوال استول کېدونکو هېوادونو کې له ګواښ سره نه مخ کېږي.
له دغه حکم وروسته، د ټرمپ ادارې له کیوبا، لایوس، مکسیکو، میانمار، سوډان او ویتنام څخه ۸ کډوال سوېلي سوډان ته وشړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا حکومت له پنځو افریقایي هېوادونو وغوښتل، څو هغه کډوال ومني چې له درېیمو هېوادونو اېستل.
د ټرمپ اداره استدلال کوي، هغه کسان چې امریکا کې د پاتې کېدو حق نه لري، ژر باسي.
خو د کډوالو د حقونو فعالان دا پالیسي "ظالمانه او خطرناکه" بولي، ځکه امکان لري چې خلک داسې هېوادونو ته واستول شي چې له ګواښ سره مخ دي یا هېڅ ډول اړیکه او اشنایي ورسره نه لري.
درېیم هېواد ته د شړلو پالیسي پخوا هم په امریکا کې کارېدله، خو داسې ښکاري چې دا به د ټرمپ د ادارې پر مهال لا شدیده شي.
دغه بهیر دا اندېښنې هم راپورته کړې دي، چې ښایي افغان کډوال هم هغو درېیمو هېوادونو ته وشړل شي، چې پکې له سختو شرایطو او ناوړه پایلو سره مخامخ شي.

د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت وایي، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به روانه اوونۍ د سې شنبې په ورځ په چین کې غونډه وکړي.
د «ار ای اې نووستي» خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه به د جولای په ۱۵مه نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شي.
په اعلامیه کې راغلي، ټولې خواوې به د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې لپاره د چمتووالي او همدارنګه د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ په اړه بحث وکړي.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د یاد وزارت وزیر محمد اسحاق ډار به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتریت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا غونډه به د نړۍوالو اړیکو، امنیت او سیمه ییزې همکارۍ په څېر مهمو مسلو تمرکز وکړي.
د ایراني رسنۍ اېراف په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او چین ته به سفر وکړي.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په غونډه کې د ګډون چمتوالی نیسي، چې دا لا روښانه نه ده چې ایا طالبان هم دې غونډې ته بلل شوي او که نه.
روسیه، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، هند، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او بېلاروس هېوادونه د دې سازمان غړي دي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان هم تر دې وړاندې د دې سازمان څارونکی غړی و، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، دې ډلې تر اوسه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې ګډون نه دی کړی.

د ترکیې د ظفر ګوند مشر او د کډوالۍ ضد سیاستونو مخکښ پلوي امید اوزداغ له دې هېواد څخه د افغان او سوریایي کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا کډوال د ترکیې لپاره «امنیتي ګواښ» دي او باید ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته واستول شي.
اوزداغ چې د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان له سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، زیاته کړه چې ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي او ترکیه هم باید ورته ګام پورته کړي.
د ترکیې د ظفر ګوند مشر وویل: «موږ به سوریایان او افغانان د خپلو قوانینو سره سم خپلو هېوادونو ته ستانه کړو.»
هغه د افغان کډوالو د اخراج په ملاتړ کې ادعا وکړه، چې یو شمېر افغان کډوال له اسراییل سره همکاري کوي.
د ترکیې د «ښه ګوند» مرستیال د عدالت او پراختیا ګوند پر مشر اردوغان تور لګولی، چې کډوالي د خپلو سیاسي کمزورتیاوو د پټولو لپاره د یوه امتیاز په توګه کاروي. د اردوغان د حکومت د کډوالۍ په پالیسۍ لا له وړاندې هم نیوکې موجودې وې.
د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند مشر اوزګور اوزل هم ویلي، چې دوی د کډوالو سره دوښمني نه لري، خو د هغو کسانو مخالفت کوي چې دا وضعیت یې رامنځته کړی دی.
د ترکیې احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې شاوخوا ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغان کډوال په رسمي ډول په ترکیه کې ژوند کوي، خو د هغو کډوالو کره شمېره چې اسناد نه لري، نه ده خپره شوې.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۳۰ زرو زیات غېر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.
اوزداغ مخکې هم د سوریایي کډوالو پر ضد د خلکو د هڅونې له امله په ۲۰۲۴ کال کې مجرم پېژندل شوی و او محکمې ورته د ۲ کلونو بند سزا ورکړې وه.
