• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به روانه اوونۍ ترسره شي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۸ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت وایي، چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا به روانه اوونۍ د سې شنبې په ورځ په چین کې غونډه وکړي.

د «ار ای اې نووستي» خبري اژانس د راپور له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه به د جولای په ۱۵مه نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شي.

په اعلامیه کې راغلي، ټولې خواوې به د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې غونډې لپاره د چمتووالي او همدارنګه د سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ په اړه بحث وکړي.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د یاد وزارت وزیر محمد اسحاق ډار به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتریت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا غونډه به د نړۍوالو اړیکو، امنیت او سیمه ییزې همکارۍ په څېر مهمو مسلو تمرکز وکړي.

د ایراني رسنۍ اېراف په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او چین ته به سفر وکړي.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې په غونډه کې د ګډون چمتوالی نیسي، چې دا لا روښانه نه ده چې ایا طالبان هم دې غونډې ته بلل شوي او که نه.

روسیه، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، هند، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او بېلاروس هېوادونه د دې سازمان غړي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان هم تر دې وړاندې د دې سازمان څارونکی غړی و، خو د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، دې ډلې تر اوسه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې ګډون نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې د ظفر ګوند مشر: افغان او سوریایي کډوال دې له دې هېواده واېستل شي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ترکیې د ظفر ګوند مشر او د کډوالۍ ضد سیاستونو مخکښ پلوي امید اوزداغ له دې هېواد څخه د افغان او سوریایي کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا کډوال د ترکیې لپاره «امنیتي ګواښ» دي او باید ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته واستول شي.

اوزداغ چې د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان له سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، زیاته کړه چې ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي او ترکیه هم باید ورته ګام پورته کړي.

د ترکیې د ظفر ګوند مشر وویل: «موږ به سوریایان او افغانان د خپلو قوانینو سره سم خپلو هېوادونو ته ستانه کړو.»

هغه د افغان کډوالو د اخراج په ملاتړ کې ادعا وکړه، چې یو شمېر افغان کډوال له اسراییل سره همکاري کوي.

د ترکیې د «ښه ګوند» مرستیال د عدالت او پراختیا ګوند پر مشر اردوغان تور لګولی، چې کډوالي د خپلو سیاسي کمزورتیاوو د پټولو لپاره د یوه امتیاز په توګه کاروي. د اردوغان د حکومت د کډوالۍ په پالیسۍ لا له وړاندې هم نیوکې موجودې وې.

د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند مشر اوزګور اوزل هم ویلي، چې دوی د کډوالو سره دوښمني نه لري، خو د هغو کسانو مخالفت کوي چې دا وضعیت یې رامنځته کړی دی.

د ترکیې احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې شاوخوا ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغان کډوال په رسمي ډول په ترکیه کې ژوند کوي، خو د هغو کډوالو کره شمېره چې اسناد نه لري، نه ده خپره شوې.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۳۰ زرو زیات غېر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.

اوزداغ مخکې هم د سوریایي کډوالو پر ضد د خلکو د هڅونې له امله په ۲۰۲۴ کال کې مجرم پېژندل شوی و او محکمې ورته د ۲ کلونو بند سزا ورکړې وه.

د ناټو مشر واشنګټن ته روان دی؛ ټرمپ د روسیې په اړه د پالیسۍ د بدلون دروازه پرانیزي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه لا پسې توده شوې او روسیه د اوربند غوښتنې ته غاړه نه ږدي، د ناټو سرمنشي واشنګټن ته سفر کوي او ټرمپ وایي، چې په نږدې ورځو کې به د روسیې پر ضد د نویو تدابیرو په اړه مهم اعلان وکړي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۳مه اعلان وکړ، چې د ناټو سرمنشي مارک روټه به د جولای په ۱۴مه او ۱۵مه واشنګټن ته سفر وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وو، چې نیت لري د جولای په ۱۴مه د روسیې په اړه یو "مهم" اعلان وکړي ـ داسې اعلان چې ښايي د اوکراین د جګړې په تړاو د امریکا په سیاستونو کې بدلون راولي، په داسې حال کې چې له کرملېن سره اړیکې ورځ تر بلې خرابېږي.

ټرمپ د جولای په ۱۰مه اېن بي سي نیوز ته ویلي وو: «زه فکر کوم چې د روسیې په اړه به د دوشنبې په ورځ یو مهم بیان ولرم.»

نوموړي له دې زیات جزییات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه: «زه له روسیې نه خفه یم، خو راځئ چې وګورو په راتلونکو څو اوونیو کې څه پېښېږي.»
که څه هم د ناټو مطبوعاتي دفتر د روټه د سفر د اصلي هدف په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ټرمپ NBC ته وویل، چې امریکا له ناټو سره یو نوی توافق کړی چې له مخې به یې امریکایي وسلې اوکراین ته انتقالېږي.

ټرمپ وویل: «موږ وسلې ناټو ته استوو او ناټو د دغو وسلو پیسې ۱۰۰٪ ورکوي. نو څه چې کېږي، هغه دا دي چې وسلې به ناټو ته ځي او بیا به ناټو دا وسلې اوکراین ته ورکوي او لګښت به هم ناټو پرې کوي.»

د هغه په وینا، دا توافق د ناټو د تېرې میاشتې په سرمشریزه کې نهايي شوی و، ټرمپ په دغه سرمشریزه کې د اوکراین لپاره د نورو "پېتریوت" توغندیو استولو ملاتړ څرګند کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې له اوربند سره موافقه نه ده کړې او دغه راز یې پر اوکرایني ښارونو پراخ بریدونه هم ډېر کړي.

د شانګهای غونډه: چین او روسیه له امریکا سره پر اړیکو او اوکراین جګړې وغږېدل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ له امریکا سره د دواړو هېوادونو اړیکې او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو احتمالات وڅېړل. په ورته وخت کې د پاکستان او ایران سفیران هم د شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره بیجنګ ته روان دي.

په داسې حال کې، چې د شانګهای تیانجین ښار د جولای پر ۱۵مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه دی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې هم ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، « دواړو لوریو له امریکا سره اړیکې او همداراز د اوکراین د کړکېچ د حل لارې وڅېړلې».

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسحاق ډار د شانګهاي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته په سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسحاق ډار به ددې غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم ناستې ولري.

ایراني رسنیو هم خبر ور کړی، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته په رسمي سفر لاړ شي.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، بلاروس او هند د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

هندوستان د شانګهای همکارۍ سازمان ددفاع وزیرانو په ناسته کې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه کړې وه، ځکه د نوي ډيلي په وینا، په دې اعلامیه کې د بلوچستان بېلتونپالنې ته اشاره شوې وه، خو د کشمیر د پهلګام وروستۍ پېښې ته، چې هند یې تور پر پاکستان لګوي، اشاره نه وه شوې.

سوریې له یوې اماراتي کمپنۍ سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو تړون لاسلیک کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د سوریې د ځمکنیو او سمندري بندرونو عمومي ادارې د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له «ډي پي ورلډ» کمپنۍ سره د سوریې د بندرونو زیربنا او لوژستیکي خدماتو د پیاوړتیا لپاره د ۸۰۰ مېلیون ډالرو تړون لاسلیک کړ.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې دا تړون د می په میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی.

«ډي پي ورلډ» ددغه تړون له مخې، چې د متحده عربي اماراتو د پانګونې شرکت دوبۍ ورلډ فرعي شرکت دی، د سوریې د مدیترانې په ساحلي تارتوس سیمه کې د څو موخو لپاره د ټرمینل په پراختیا او د صنعتي او ازادې سوداګرۍ زونونو په جوړولو کې همکاري کوي.

د لاسلیک مراسمو کې د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم ګډون کړی و.

تېره میاشت، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې پر سوریه یې د امریکا بندیزونه پای ته ورسول.

د امریکا د بندیزونو لرې کول به په سوریه کې د بشري سازمانونو د پراخې ښکېلتیا لپاره لاره هواره کړي.

اوکراین وايي د روسیې د استخباراتو شکمن قاتلان په کیېف کې وژل شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د اوکراین د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې هغه شکمن اجنټان چې تېره اونۍ د اوکراین د استخباراتو یوه ډګروال په وژنه تورن وو، د یکشنبې په ورځ په کییف کې د نیولو پر مهال وژل شوي دي.

د کیېف په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان د ډګروالایوان وورونېچ په وژنه تورن وو. یاد ډګروال د پنجشنبې په ورځ په کییف ښار کې وویشتل شو.

د اوکراین ملي امنیت اداره وايي چې په وژنه شکمن کسان یو نارینه او یوه ښځه دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نیولو عملیاتو پر مهال څومره شکمن کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او دواړې خواوې یو بل په جاسوسۍ، هدفي وژنو او ترور تورنوي.