طالبانو له راستنېدونکو افغانانو سره د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست او د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې رییس دین محمد حنیف د غیر دولتي کورنيو او بهرنیو موسساتو له استازو سره په کتنه کې د راستنو شویو افغانانو د ستونزو پر حل او زیاتو مرستو ټینګار کړی.