د امریکايي تعرفو لوړېدو سره؛ چین په دویمه ربع کې د تمې خلاف ډېره اقتصادي وده کړې

د امریکايي تعرفو له لوړېدو سره، سره؛ چین په دویمه ربع کې د تمې خلاف ډېره اقتصادي وده کړې. کارپوهان وايي، اقتصادي ګواښونه او بنسټیزې ستونزې بیا هم د چین پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د چين ناخالص کورنی توليد (GDP) هر کال ۵.۲ سنله وده کوي.

کارپوهان وايي، دغه پياوړې اقتصادي وده به حکومت ته دا زمينه برابره کړي چې د کال په دويمه برخه کې اوښتي اقتصادي زیانونه جبران کړي.