په تېرو څو کلونو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امن پاڅونونه روان دي. د باجوړ د امن له پاڅون مخکې، په کوز او پاس جنوبي وزیرستان کې هم ورته پاڅونونه شوي دي (د کوز جنوبي وزیرستان پرلت تر دې وخت پورې دوام لري). له دې وړاندې، د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه، د کوزې کورمې په سده، او د برې کورمې په پاړهچنار کې هم پاڅونونه او اوږده پرلتونه شوي وو.
خو باید دا خبره هم په ګوته شي، چې ولسي پاڅونونه یوازې د ډیورند کرښې ته څېرمه قبایلي سیمو پورې محدود نه دي. دغسې پاڅونونه په سوات، ټانک، بنو، لکي مروت او نورو ضلعو کې هم شوي، او د بیا تکرار امکان یې هم شته.
دلته باید دا پوښتنې راولاړې شي: دغه پاڅونونه ولې کېږي؟ ولې په ځینو سیمو کې بیا بیا کېږي؟ او له دغو پاڅونونو ولس ته څه تر لاسه کېږي؟
دغه پاڅونونه زیاتره د پښتونخوا په هغو ضلعو کې کېږي، له کومو نه چې په افغانستان کې د جګړې او ترهګرۍ د خورولو لپاره استفاده شوې ده. په دې کې د کوهاټ نه جنوب ته پرتې ضلعې، د ډیورند کرښې سره نږدې سیمې، او په شمال کې د مالاکنډ ډويژن ضلعې شاملې دي. دغو سیمو د ترهګرو د بریدونو او د پوځ د عملیاتو له کبله په پراخه کچه مرګژوبله او مادي تباهي لیدلې ده. نو د همدې سیمو خلک غواړي خپل درد او غږ پورته کړي.
خو د سیاسي ګوندونو مشرانو اکثراً د جنرالانو واکمني منلې ده، او د جنرالواکۍ خلاف سپین نه شي ویلی. په پاکستان کې یواځې په نوم اساسي قانون او دیموکراسي شته، خو په عمل کې ملک د جنرالواکۍ تر کنټرول لاندې دی. خلک د وخت په تېرېدو سره له سیاسي ګوندونو نه ناامیده شوي دي.
دغه تشه یا خلا ورو ورو د پاڅونونو له لارې ډکېږي، چرته چې عام ولس مستقیم راوځي، او هغه خبرې کوي او هغه شعارونه پورته کوي چې سیاسي ګوندونه یې د وېرې له امله نه شي کولای. رښتیا دا ده، چې د پښتونخوا ولس د خپلو ترخو تجربو په رڼا کې د سیاسي پوهې او شعور پر لاره ډېر مخ ته تللی دی، او سیاسي ګوندونه ترې شا پاتې شوي دي.
دلچسپه خبره دا ده، چې د سیاسي ګوندونو هغه محلي کادرونه چې د ولس سره د ورځني ژوند د نږدې والي له کبله کلک تړاو لري، هغوی په دغو پاڅونونو کې فعاله برخه اخلي. دا پاڅونونه د جنرالواکۍ د ظلم او د هغې لهخوا راوستل شوې ترهګرۍ پر ضد د ولس کلک یووالی او پیوستون انځوروي، او د دغو ناوړه پالیسیو پر وړاندې د مقاومت سمبول ګرځي.
سره له دې چې پاکستانی رسنۍ دغو پاڅونونو او پرلتونو ته هېڅ پوښښ نه ورکوي، خو خلک د ټولنیزو شبکو له لارې ځانونه خبر ساتي او د ګډون لپاره وروځي. په داسې حال کې چې پاکستانی پولیس د جنرالواکۍ په امر د دغو پاڅونونو تنظیموونکي نیسي او دوسیې جوړوي، خو له دولتي جبر نه د ولس وېره له منځه تللې ده.
دې پوښتنې ته ځواب ورکول هم مهم دي، چې ولس له دغو پاڅونونو څه تر لاسه کړي؟ شک نشته چې جنرالواکي او د هغې لاسپوڅي د پاڅونونو غوښتنو ته غوږ نه نیسي او سمدستي یې نه مني، خو هغه ولسونه چې د جبر او ناورین ښکار شوي دي، د جنرالواکۍ د ظلم د خولې ماتول، او خپل غږ ټولنې او نړۍ ته رسول هم بریا ګڼي.
د دغو پاڅونونو په برکت، د ترهګرۍ تر شا د جنرالواکۍ تور لاسونه بربنډ شول، او د پښتونخوا د طبیعي زیرمو او ځمکو د اشغال کرغېړنې منصوبې ښکاره شوې. دغو پاڅونونو په سیاسي ګوندونو هم فشار راوړی، څو د خپلې خاورې او د ولس د غلامۍ په بیه د واک د ترلاسه کولو خوب له ذهنه وباسي.
لنډه دا چې د پښتونخوا ولسي پاڅونونه د پښتنو د تاریخي ملي مقاومت ریښتینی انځور او تسلسل دی او هغه وخت ډېر لرې نه دی، چې د مختلفو سیمو د ولس دا پاڅونونه یو بل ته رانږدې شي، او په یو لوی پاڅون واوړي، چې د غلامۍ ځنځیرونه وشلوي.
د افغانستان د سیاسي راتلونکې بڼه له یوې نوې پوښتنې سره مخ ده، وروسته له هغه چې روسیې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل. دا عمل له سمدستي، قوي او غیرمستقیم منفي غبرګون سره هم مخ شو.
روسیې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له حکومت سره مستقیمې اړیکې ساتلي، له څو کلونو مشورو وروسته یې بالاخره طالبانو ته د رسمي حکومت حیثیت ورکړ. د مسکو دا اقدام په داسې مهال وشو چې طالبان لا هم د ملګرو ملتونو له خوا د مشروع استازولۍ له حقه بېبرخې دي او نه هم د نړۍوالو ډېپلوماټیکو اصولو تابع شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:
"موږ له طالبانو سره د سیمهییز ثبات او امنیت په خاطر رسمي تعامل غواړو."
خو دا تعامل ځکه پراخ بحثونه را وپارول چې طالبانو لا هم د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، د رسنیو خپرونې یې محدودې کړې دي او د ترهګرو ډلو لپاره یې خوندي چاپیریال برابر کړی دی.
د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې درې اساسي موضوعات د ټولګډونه حکومت ایجاد، بشري ناورین او د ترهګرو ډولو موجودیت بحث شو.
د امریکا د بیانونو تمرکز د افغانستان پر وضعیت، د ترهګرۍ ګواښ او د طالبانو پر ظالمانه تګلارو و. د امریکا استازي ټینګار وکړ:
"موږ نه غواړو افغانستان بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای شي. طالبان باید له نړۍوال یرغمل نیونې، د ژورنالیستانو ځورونې او د ښځو پر وړاندې له سیستماتیک تبعیضه لاس واخلي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپورونه هم د طالبانو پر ضد ورته موارد مستند کړي، چې له مخې یې دا رژیم لا هم له نړۍوالو ارزښتونو سره واټن لري.
امریکا د طالبانو رسمیت نهمني او همداراز یې له نورو متحدینو یې هم په غیر مستقیم ډول غوښتي چې ورته اقدام ونهکړي. د امریکا دا دریځ اوس داسې تعبیرېږي چې که کوم هېواد طالبان رسماً وپېژني، دا به د امریکا له خوا د سیاسي، اقتصادي یا ډېپلوماټیکو فشارونو سره مخ شي.
د امریکا استازي په نننۍ غونډه کې وویل:
"امریکا نور د طالبانو کرکجن چلند نهشي زغملی. که طالبان غواړي نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید د نړۍوالې ټولنې شرایط ومني."
د امریکا دریځ او بشري مرستې او اغېزې
د امریکا د دې سخت دریځ مستقیمه اغېزه به د افغانستان پر میلیونونو خلکو وي او د افغانستان خلک د نړۍوالو مرستو له موجودیت پرته له بشري بحران سره مخ کېدونکي دي؛ خو اوس د امریکا او اروپایي ټولنې تمویل کم شوی دی او که نور هېوادونه هم د امریکا له پالیسیو پیروي وکړي، د بشري بحران کچه به نوره هم لوړه شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام (WFP) او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) مخکې ویلي چې د ملاتړ کمښت د ماشومانو، میندو، ناروغانو او کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی.
د یوه سیاسي حرکت یا له یو شخص څخه د یو شمېر کسانو ملاتړ ته ملي مشروعیت نه ویل کېږي، ځکه هر شخص او یا هره سیاسي ډله یو شمېر پلویان او مخالفین لري. «د چا زیات او د چا کم.»
د یوې حاکمې ډلې مشروعیت هم دې پورې اړه نه لري چې د کودتا او یا د ټوپک په زور یې قدرت نیولی وي او یا یوه جغرافیه یې په لاس کې وي او ووایي، چې د دوی په لاس کې هم ټوپک او هم جغرافیه ده، نو دا ډله مشروع حاکمه ډله ده.
کله چې د ملي مشروعیت یادونه کېږي، حاکمه ډله او یا سیاسي حرکت باید د یوې قانوني پروسې له لارې قدرت ونیسي او یا وروسته د قدرت د نیولو نه د یوې ملي پروسې له لارې مشروعیت تر لاسه کړي.
طالبانو یا مجاهدینو هر ځل د زور له لارې قدرت ونیوه، خو د مشروعیت لپاره یې ملي پروسه عملي نه کړه، نو نه یې ملي او نړۍوال مشروعیت پیدا کړ او نه یې دوام وکړ.
جمهوریت هم د زور له لارې رامنځته شو، خو فرق یې دا و چې د ملي مشروعیت لپاره یوه پروسه اعلان او هغه عملي شوه، نو ځکه یې ملي او نړۍوال مشروعیت درلود او تر شلو کلونو پورې یې دوام وکړ.
دا چې ولې جمهوریت سقوط وکړ علت یې د قانون د تطبیق او حکومتولۍ د ښه کولو پر ځای معامله ګري روانه او بالاخره ولسي مشروعیت یا د عامه اذهانو مدیریت یې د لاسه ورکړ.
طالبان اوس نه ملي مشروعیت لري او نه د عامه اذهانو مدیریت د دوی په پلو دی، ځکه دوی داسې کړنې وکړې چې هره ورځ د خلکو انزجار او نفرت زیاتېږي او فقر ورځ تر بلې اضافه کېږي.
ملي مشروعیت د صدر اسلام په وخت کې او هم وروسته د هېوادونو د جوړېدنې نه بېلابېلې طریقې درلودلې. په صدر اسلام کې د رسول الله صل الله وسلم سره بیعت د هغه وخت د صحابوو له خوا په خپله خوښه او رضا و او د هېڅ نوع جبر او زور نه پرته هغوی د پیغمبر (ص) نبوت منلی و. د مدينې منورې تړون د اسلامي دولت په تاريخ کې هغه لومړنى اساسي قانون دى، چې مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته سمدستي لیکل شوی دی.
د مدينې د اساسي قانون موخه دا وه، چې په ښار کې د مختلفو فرقو او ډلو په ځانګړې توګه د مهاجرینو، انصارو، یهودي ډلو او نورو ترمنځ اړیکې ښې کړي، ترڅو مسلمانان، یهود او ټولې ډلې د ښار په وړاندې د هر ډول بهرني یرغل سره مقابله وکړي. د ياد قانون په رامنځته کېدو او په هغې کې د ټولو يادو شویو ډلو په تصویب سره، یثرب (مدینه منوره) پر توافقي دولت بدله، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې مشر (رئيس)، اسلامي شريعت يې عالي مرجع (قانون) او ټول بشري حقونه لکه د عقیدې، ديني رسومو د سرته رسولو ازادي، مساوات او عدالت تضمين شول. رومي مستشرق جورجیو وايي: «دا اساسي قانون دوه پنځوس مادې لري، چې ټولې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نظره سرچينه اخلي، پنځه ویشت یې د مسلمانانو په چارو او اووه ویشت یې د مسلمانانو او د نورو دینونو د پیروانو په ځانګړې توګه د یهودانو او مشرکانو تر منځ په اړیکو پورې اړه لري. ياد اساسي قانون په داسې ډول لیکل شوی، چې د نورو مذهبونو خلکو ته اجازه ورکوي چې مسلمانانو سره په ازاده توګه ژوند وکړي او کولی شي خپل عبادات د دوي د خوښې سره سم پرته له دې چې کوم بل اړخ وځوروي ترسره کړي، خو که چېرې پر مدينې (یثرب) باندې د دوښمن له خوا برید کېږي، ټولې ډلې بايد په ګډه سره د هغې مخه ونيسي او و يې شړي. په اسلام کې د یو جومات ملا هم باید د خلکو په مشوره، تفاهم او رایه وټاکل شي تر څو په ولس کې بې اتفاقي رامنځته نشي. د څلور واړو خلفای راشدینو مشروعیت په بېلابېلو ډولونو تر سره شوی دی.
خلفای راشدین د هغه وخت د مشرانو په مشوره او اجماع او هم د خلکو نه د پوښتنې په اساس ټاکل شوی دي. البته د خلفای راشدین نه وروسته بیا قدرت په زور نیول شوې او پایله یې همدا شوله چې اسلامي نړۍ وروسته پاتې شوه او نوره دنیا مخکې لاړه. د هېوادونو د جوړېدنې نه وروسته، ملي مشروعیت د خلکو د مستقیمو او یا غېر مستقیمو رایو په اساس تر سره کېږي. په ریاستي نظامونو کې خلک په مستقیمه توګه د حکومت مشر ته رایه ورکوي او په پارلماني نظامونو کې ولس خپل وکیلان ټاکي او بیا وکیلان د رایو په اکثریت صدراعظم ټاکي.
میراثي حکومتونه او دېکتاتوران جلا ډولونه دي، چې قدرت د زور او جبر له لارې ساتي لکه اکثره عربي هېوادونه، شمالی کوریا او نور.
نیمچه انتخابي هم شته لکه روسیه او چین، البته د ټاکنو په برخه کې ډېر سیستمونه او نورې طریقې هم شته، چې دلته یې بحث اړین نه ګڼم. اسلامي خلفاوو او هم د هېوادونو او د حکومتونو مشرانو پخوا او اوس هم د ولس په وړاندې مسوولیتونه او مکلفیتونه درلودل او لري. د وخت په تېرېدو او د نفوس په زیاتېدو سره د ولس رایه مهمه ده.
ځیني کم علمه علما دا استدلال کوي، چې ټاکنې یا جمهوري (ولسي) نظامونه د اسلام خلاف دي او وایي، چې په ټاکنو کې د عامې، لوفر، او عالم رایه یوه ده نو ځکه ټاکنې ناروا دي.
خو داسې نه ده، که زیات ښه او با نفوذه کسان یو کس ته رایه ورکړي، نو د هغه کس رایې اضافه کېږي او په دې اساس د ښو کسانو رایه د بدو کسانو سره برابره نه ده. اوس د پخوا په څېر مشران شتون نه لري، چې ولس به یې په رایه امنا کوله ځکه نفوس زیات شوی او هر سړی من دی.
د یو مشر او عالم لپاره هم معیار معلوم نه دی، د طالبانو په حاکمیت کې خو دا معیار بیخي نشته. دوی ته د نړۍ د مشهورو پوهنتونونو علما هم عالمان نه ښکاري.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر په قول، چا چې زیاتې بوشکې او بمونه پټاو کړې وي، هغوي ته باید زیاته برخه په حکومت کې ورکړل شي.
په دې هم بحث نه کوو، چې د دغه بمونو او بوشکو په پټاو کولو یا چاږدنه کې څومره بې ګناه کسان شهیدان شوي او د هغوی د مرګ ګناه به د چا په غاړه وي؟ که خبره د جغرافیه او زور شي، پخوانیو نظامونو او رژیمونو هم زور درلود او هم یې جغرافیه په لاس کې وه، خو ولې ولسونه یې په مقابل کې راپاڅېدل؟
مهم دلیل دا و، چې د مستبدو نظامونو په وړاندې چې انحصار د قدرت او د نفي سیاست یې په مخ وړه او په ولس ېې ظلم کاوه، ولس مجبوره و چې د داسې نظامونو په وړاندې راپاڅېږي، مهاجر شي او وجنګېږي. د افغانستان لوی مشکل همدا د قدرت انحصار او د نفې سیاست و او دی چې دغه سیاست یوه خبیثه دایره ایجاد کړه، چې یو نظام د بل پسې په تېرو پنځو لسیزو کې چپه شو.
په بهرني عواملو یې بحث نه کوو، ځکه هم حاکمو او هم مقابل کې جنګي ډلو لپاره روایتونه د بېلابېلو موخو په اساس ایجاد شول، تر څو د ولس د ملاتړ، قدرت ساتلو او یا مقابل کې جنګ ته دوام ورکړي. د پورته شالید په پایله کې، په اوسني وخت کې د طالبانو حاکمه ډله ملي مشروعیت ځکه نه لري چې د مشروعیت او قدرت ساتلو لپاره د ټوپک له زور پرته بله کومه پروسه یا طریقه دوی نه ده وړاندې کړې. د یو جومات د ملا امام په ټاکلو کې د خلکو رایه مهمه ده، نو د یو هېواد د مشر په ټاکلو کې خو حتما د خلکو رایه مهمه ده. لومړۍ مهمه مسله دا ده، چې د دولت مشر باید معلوم وي او خلک یې وپېژني ترڅو د ولس نه مشروعیت واخلي.
د طالبانو مشر د ولس نه پټ دی او خلک یې نه پېژني، چې دا څوک دی او حتی خپل وزیران او والیان یې هم نشي لیدلې. په صدر اسلام کې پیغمبر د خدای او خلفای راشدین خلکو لیده او د خلکو په وړاندې یې مسوولیت مانه چې ظلم به نه کېږي، عدالت به تامین کېږي او خلک به خپل حق غوښتلی شي. په بیت المال کې به خیانت نه کېږي او د بیان ازادي به وي. د طالبان مشر دا پورته یو مشخصات هم نه لري، د خلکو په حقوقو باور او چاته ځان مسوول نه ګڼي. ټول باید بلا قید او شرطه د نوموړي امر ومني. څوک څه پوهېږي چې لس کاله وروسته ثابته شي چې دا هغه د کچلاغ ملا هبت الله نه و او کوم بل کس یا د کوم یو بل هېواد اتباع په افغانانو حکومت کاوه. د یوه مشر د پېژندګلوي لپاره د ټولو نه مهمه دا ده، چې مشر خلک وګوري، قواره او قیافه یې وپېژندل شي. دویمه مسله د اساسي قانون ده.
که اساسي قانون نه وي، نو مشروعیت هم شتون نه لري ځکه اساسي قانون د ملي مشروعیت تګلاره او اتباعو حقوق او مسوولیتونه ټاکي. که دوی وایي، چې اساسي قانون ته حاجت نشته، نو پیغمبر د خدای ولې د مدیني میثاق مانه، ځکه مدینه ښار ته وایي او په ښاري ژوند کې د ټولو اتباع حقوق باید خوندي وي.
اساسي قانون د حکومت طرز او تګلاره تعینوي.
اساسي قانون هم باید ولس ته د ریفرندم او یا د افغانستان د شرایطو په اساس، لویې جرګې ته وړاندې شي چې اساسي قانون حقوقي او ولسي مشروعیت پیدا کړي. د اساسي قانون په رڼا کې بیا نور فرعي قوانین د قانوني پروسې له لارې تصویب کېږي. په دې خاطر د ملي مشروعیت لپاره اولین شرط اساسي قانون دی او بیا د اساسي قانون په رڼا کې د حکومت تشکیل دی.
که دا نه وي، هره حاکمه ډله یوه غېر مشروع او زورواکه ډله ده او د قانون په نه شتون کې یوه حاکمه ډله هېڅکله ملي او ولسي مشروعیت نه لري.
د یو غېر مشروع او غېر قانونمند حاکمیت په شتون کې هېڅکله په یوه ټولنه کې عدالت، ثبات او بشري امنیت تامین کېدای نه شي. طالبان دا تبلیغ کوي، چې څوک د ملي مشروعیت غږ اوچتوي نو دوی پخواني چارواکي او یا پخواني زورواکي غواړي، داسې نه ده. دلته شخص او ډله مطرح نه ده، بلکې یوه قانوني او ولسي پروسه مطرح ده، چې له هغې لارې ملي مشروعیت رامنځته شي ترڅو افغانستان د انزوا حالت نه ووځي، افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز نه شي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې سره ژوند وکړي.
که د دغه قانوني پروسې په چوکاټ کې ولس طالبانو ته رایه ورکړه، هم باید ومنل شي او بیا حق د حکومت کولو لري، که دا کار ونشي نو طالبان پخپله زورواکي دي او یا زاړه زورواکي په نوو زورواکو بدل شوي دي او دا ادعا چې زورواکي ختمه شوې، سمه نه ده او د زوراکۍ پایله د تېرو تجربو په اساس، خامخا ختمېږي ځکه هر فرعون لره یو موسی، خامخا راپیدا کېږي.
د کربلا پېښه د اسلامي تاریخ له مهمو، دردناکو او ژورو سیاسي پېښو څخه ده. دا پېښه د ۶۱ هجري کال د محرم پر لسمه (۶۸۰ میلادي) د امام حسین بن علي (رض) او د اموي واکمن یزید بن معاویه ترمنځ د خلافت، واکمنۍ مشروعیت، او د ولسي مشورتي نظام پر سر د ژور اختلاف پایله وه.
که څه هم د کربلا پېښه ډېر کله یوازې د مذهبي احساساتو، قربانۍ او مظلومیت له زاویې تحلیلېږي، دا لیکنه هڅه کوي دغه پېښه د تاریخي، سیاسي او دیني لیدلوري له مخې د زده کړې او عبرت په نیت وڅېړي. لیکنه دا ټکی روښانوي چې ولې امام حسین (رض) د یزید له خلافت سره مخالفت وکړ، او څنګه یې د استبدادي او موروثي واک پر وړاندې د اسلامي مشورتي نظام دفاع وکړه. دا دریځ نن هم د سیاسي تګلارې یوه پیاوړې بېلګه ګڼل کېږي.
۱. د خلافت نظام او د یزید ټاکنه
اسلامي خلافت د مشورې، تقوا، اهلیت او د ولس پر رضا ولاړ نظام و. د خلفای راشدینو (رض) خلافت د اهل حل و عقد له خوا، د بیعت له لارې، او د ولس په رضا تثبیتېده. خو معاویه بن ابیسفیان (رض)، چې د اموي دولت بنسټايښودونکی و، خپل زوی یزید د وصیت له لارې واک ته ورسولو (ابن خلدون، ۱۳۷۷ هـ ق؛ الطبري، ۱۹۶۷م).
تاریخي روایتونه ښيي، کله چې معاویه (رض) د یزید د ولیعهدۍ پرېکړه وکړه، نو مغيرة بن شعبة (رض) ورته مشوره ورکړه چې خلک به بیعت وکړي، ته یوازې یو ځل امر وکړه (الطبري، ۱۹۶۷م؛ البلاذري، ۱۹۸۷م). ابن خلدون هم دا مشوره تاییدوي (ابن خلدون، ۱۳۷۷ هـ ق).
مغيرة بن شعبة (رض) د نامتو صحابهوو له ډلې و. د حضرت عمر بن الخطاب (رض) په خلافت کې والي پاتې شوی و، او د معاویه (رض) په واکمنۍ کې د کوفې والي و. معاویه (رض) د خپل زوی یزید د خلافت وصیت د خپل خلافت په وروستیو کلونو کې، شاوخوا ۵۶ هجري (۶۷۶ میلادي) کې وکړ.
ورپسې یې د خلکو له خوا د بیعت بهیر تنظیم کړ، پرته له دې چې د امت پراخ توافق تر لاسه کړي. دا کار له دودیز اسلامي سیاسي اصل سره په ټکر کې و (ابن خلدون، ۱۳۷۷ هـ ق؛ الطبري، ۱۹۶۷م).
په پای کې، معاویه (رض) د ۶۰ هجري کال د رجب میاشتې په پیل کې وفات شو، او یزید ـ چې شاوخوا ۳۴ کلن و ـ د خلافت پر څوکۍ کښېناست. دا ډول ټاکنه د ګڼو صحابه کرامو له مخالفت سره مخ شوه، لکه عبدالله بن عمر (رض)، عبدالله بن زبیر (رض)، عبدالله بن عباس (رض)، عبدالرحمن بن ابی بکر (رض) او امام حسین (رض). دا مخالفتونه یوازې شخصي نه، بلکې په دیني او سیاسي اصولو ولاړ وو (البلاذري، ۱۹۸۷م؛ ابن کثیر، ۱۹۹۷م).
۲. د کوفې بلنه او د حسین (رض) سفر
وروسته له هغې چې یزید واک ته ورسېد، امام حسین (رض) له هغه سره بیعت ونهکړ. کوفې کې خلکو نوموړي ته بلنه ورکړه چې د دوی مشري پر غاړه واخلي. سلګونه لیکونه او پیغامونه له کوفې ور ولېږل شول، چې پکې د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی و (الطبري، ۱۹۶۷م؛ المسعودي، ۹۵۶م).
ځینو صحابهوو لکه عبدالله بن عباس (رض) او عبدالله بن عمر (رض)، امام حسین (رض) ته مشوره ورکړه چې کوفې ته نه ورځي، ځکه چې د کوفې خلک وفادار نه دي (ابن کثیر، ۱۹۹۷م). خو امام حسین (رض) د اصلاح په نیت دا مشوره ونه منله او د کوفې پر لور وخوځېد.
هغه خپل استازی، مسلم بن عقیل (رض)، کوفې ته ولېږه، خو نوموړی د عبیدالله بن زیاد لخوا ونیول شو او شهید شو (المسعودي، ۹۵۶م؛ ابن کثیر، ۱۹۹۷م).
۳. د کربلا جګړه او د حسین (رض) درې وړاندیزونه
امام حسین (رض) د کوفې پر لور روان و، خو د کربلا په سیمه کې د عبیدالله بن زیاد له پوځ سره مخ شو. هغه له خپلو شاوخوا اویا تنو ملګرو سره محاصره شو. د سولهيیز حل لپاره یې درې وړاندیزونه وکړل:
خو دا درې واړه وړاندیزونه رد شول. اموي پوځ د شمر بن ذي الجوشن تر مشرۍ لاندې د امام حسین (رض) او د هغه د کورنۍ ډېری غړي شهیدان کړل (الطبري، ۱۹۶۷م؛ ابن کثیر، ۱۹۹۷م).
۴. یزید، خلافت او د مشروعیت بحث
که څه هم یزید د معاویه (رض) زوی و، او ظاهراً د بیعت له لارې خلافت ته ورسېد، خو د هغه خلافت د اسلامي مشروعیت له پلوه تر پوښتنې لاندې و. اسلامي خلافت باید د مشورې، عدالت، تقوا او د امت له رضا پرته مشروع ونه ګڼل شي (امام غزالي، ۱۹۸۵م).
د همدې دلیل له مخې، امام حسین (رض) د هغه پر ضد موقف ونیو. د خلافت دا ډول انتقال، د اسلامي ولسي نظام پر ځای، د قیصري شاهي واکمنۍ تقلید و (ابن خلدون، ۱۳۷۷ هـ ق).
۵. د حسین (رض) قیام: د ارزښتونو دفاع، نه د قدرت هڅه
امام حسین (رض) د شخصي قدرت لپاره نه، بلکې د اسلامي ارزښتونو او اصولو د دفاع لپاره پاڅون وکړ. د هغه دریځ دا پیغام لري:
« واک ته د رسیدو طریقه باید د امت د رضا، مشورې او اهلیت له مخې وي، نه د زور، انحصار، موروثیت یا داخلي خانداني جوړجاړي له لارې» (نصیحة الملوک، امام غزالي، ۱۹۸۵م).
په ننني عصر کې، دا پیغام ژوندی دی. د ډېرو اسلامي هېوادونو ـ په ځانګړي ډول افغانستان ـ واکمنان د ملت له رضایت پرته د موروثي یا انحصاري واک له لارې قدرت ته رسېږي. د حسین (رض) قیام موږ ته دا را زده کوي چې د ظالم، غاصب او استبدادي واک پر وړاندې درېدل ديني، اخلاقي او انساني مسؤولیت دی.
پایله
کربلا یوازې مذهبي پېښه او د عزارداري نمایش نه وه؛ دا د سیاسي شعور، د امت د حقونو، او د مشورتي نظام د دفاع یوه نه هېریدونکې بېلګه ده. امام حسین (رض) د مظلومیت تر څنګ، د حق زړور غږ و. دا پېښه موږ ته دا را زده کوي چې کله مشروع واک له منځه لاړ شي، حقمحور دریځ خپل ارزښت لري، که څه هم د قربانۍ بیه پرې ورکړل شي.
۱. یو لور ته استبدادي، انحصاري، موروثي او وصیتي خلافت؛
۲. بل لور ته د امت په خوښه، د مشورې، عدل، او اهلیت پر بنسټ نظام.
د حسین (رض) تګلاره د امت لپاره د اتمام حجت یوه بېلګه ده. یزید واک درلود، خو د امت د مشروعیت له پلوه یې حق نه درلود. حق او باطل د شمېر له مخې نه، بلکې د معیار له مخې بیلېږي. نن هم موږ د انتخاب پر څوکه ولاړ یو: آیا د باطل د تېر دود تقلید کوو، او که د حسین (رض) د حقمحوره تګلارې پیروان کېږو؟
دا لیکنه په ځانګړي ډول د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت پر بنسټ لیکل شوې، ترڅو د ملي مسؤلیت په درک، د واک خاوندان د مشروعیت، مشارکت، مشورې او عدالت پر ارزښتونو وپوهېږي. دا هم د غاړې خلاصول او هم د تاریخ پر وړاندې د اتمام حجت یوه هڅه ده. اوس دا په چارواکو پورې اړه لري چې د یزید غوندې یې خلک په نوم اخېستلو شرمېږې او که د حسین رض غوندې ویاړلی نوم ګټي.
ماخذونه:
۱- ابن خلدون. (۱۳۷۷ هـ ق). المقدمه. قاهره: دارالفکر.
۲- الطبري. (۱۹۶۷م). تاریخ الرسل والملوک. بیروت: دارالتراث.
روسیه لومړنی حکومت او لومړنی نړیوال ځواک شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده. د دې خبر له خپرېدو وروسته، له تمې سره سم، په افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او عام ولس کې د غوسې او نارضایتۍ یوه څپه خپره شوه.
ځینو ټویټونه وکړل، ځينو اعلامیې ورکړې او ځینو د روان او راتلونکي وضعیت په اړه بېلابېل اټکلونه وړاندې کړل.
چا وویل چې روسیه خپل سیمهییز ځواک ثابتوي. ځینو نورو وویل چې دا به د طالبانو د سیاسي زوال لامل شي او د جیوپولیتیکي سیالیو په مهرو بدل شي. ځینو ګواښ وکړ چې نور هیوادونه به هم د روسیې پر لاره روان شي او ځینو پر روسیې نیوکې وکړې چې طالبانو سره د معاملې په لړ کې یې د هغوی د بشري حقونو د نقض پر چلند سترګې پټې کړې او بالخصوص له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو مستبدانه چلند ته یې پام ونه کړ.
خو له دې ټولو سره اصلي پوښتنه دا ده: چې موږ ولې په دې اقدام دومره حیران یو؟
روسیې خو د افغانستان له سقوط وروسته طالبانو سره اړیکې نه دي پيل کړې. دا اړیکې لا هغه وخت پيل شوې وې چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام فعال و. په همغو کلونو کې د پخواني ولسمشر کرزي، یونس قانوني، عطا محمد نور، محمد محقق، فوزیه کوفي، عبدالرب رسول سیاف اوصلاح الدین رباني په شمول ځينې سیاسیون او جهادي مشران مسکو ته له طالب مشرانو سره لیدلو لپاره تللي وو. سره لهدې چې افغان حکومت خبرداری ورکړی و چې دا ډول ناستې به د هیواد ملي حاکمیت ته زیان ورسوي، خو دا خلک بیا هم مسکو ته لاړل او له طالبانو سره یې ولیدل.
وروسته په دوحه کې هم د جمهوري نظام له سقوط څو میاشتې مخکې د روسیې، چین، ایران او نورو هیوادونو دیپلوماتان له طالب مذاکره چیانو سره د روغبړ لپاره په لیکه ولاړ وو. جالبه دا ده چې دا ناستې او کتنې پټې هم نه وې، ښېښکاره وې او داسې یې ښودله چې نړیوال ځواکونه له جمهوري نظام وروسته افغانستان لپاره چمتووالی نیسي.
که موږ دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي، د روسیې پرېکړې ولې ټکان راکړ؟
ایا موږ نه پوهېږو چې افغانستان چا طالبانو ته وسپاره؟ولې اوس داسې څرګندوو چې ګواکې خبر نه وو او څه مو نه لیدل؟
زموږ لویه ستونزه هغه وخت هم دا وه او اوس هم دا ده چې ناسمې محاسبې کوو او له بده مرغه همدا تېروتنه بیا بیا تکراروو.نن هم د ځان، خپل فکر، حرکت او روایت د منسجمولو پر ځای لاس تر زنې په دې تمه ناست یو چې یو څوک به راشي او چا چې د افغانستان د سقوط زمینه برابره کړه، موږ سره به یې په بیا را ژوندي کولو کې مرسته وکړی.
طالبان نه مشروع حکومت لري او نه د حکومت کولو ظرفیت لري. د طالبانو حکومت مسوول او حسابده دولت نه دی. دا یوه وسله واله ډله ده چې پر خلکو یې ځان تحمیل کړی دی. دوی واضح بنسټيز جوړښتونه نه لري، پرېکړې یې د بندو دروازو تر شا د یوې وړې ډلې له خوا کېږي او د دې پرېکړو اساس یې هم قانون او پالیسي نه ده. اساس یې د ډلې ګټې او د دوی ایډيالوژي ده. طالبان نه شفافیت پېژني، نه حسابدهي پېژني، نه د قانون حاکمیت پېژني او نه ولس ته حساب ورکوي.
پر دې سربېره طالبانو افغانې ښځې له تعلیم نیولې تر کار او سیاسته پورې، د ژوند له ټولو اړخونو څخه فنا کړې دي. د بیان ازادي یې زندۍ کړې. خپلواکې رسنۍ ګونګې دي او دوی چې د اسلام په نامه کوم کارونه کوي، هغه اسلام نه دی. دوی له اسلام څخه د خلکو د ځپلو لپاره کار اخلي او د اسلام په جامه کې غیراسلامي کارونه کوي.
بل لور ته ولس وږی دی. اقتصاد شیندل کېږي. ځوانان تعلیم او فرصتونو ته لاسرسی نه لري او د نهیلۍ له امله پکې د افراطیت تمایل په زیاتېدو دی.
کوم هیوادونه چې د روسیې په تقلید، د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته چمتووالی نیسي، هغوی د افغانستان او افغانانو پر دې ترخو واقیعتونو سترګې پټې کړې دي. د هغوی دا پرېکړه د عدالت او انساني کرامت پر اساس نه ده. هغوی یوازې خپلو ګټو او لنډمهاله ستراتیژيک موقف ته ګوري.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یوه سرلوڅي زندان بدل شوی دی. دا ډول مستبد نظامونه ښايي قوي ښکاره شي، خو تاریخ ښودلې او زه باور لرم چې دیکتاتوري او استبداد دوام نه کوي. شرط یې دا دی چې افغانان باید سره متحد شي. شرط یې دا دی چې پر تعلیم او ځوانانو پانګونه وشي. شرط یې دا دی چې دیاسپورا په ډلګېو، قومونو او افرادو ونه وېشل شي او د یوه واحد هدف لپاره کار وکړي چې هغه باید: د طالبانو له منګولو د افغانستان ازادول وي.
زه د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته تعجب نه کوم او نه دا پرېکړه جیوپولټيک بدلون ګورم. زه دا یوه هینداره ګڼم، هغه هینداره چې زموږ خپلې ترخې ناکامۍ راښيي:
- له سقوط وروسته افغان ولس ته د هیله مندۍ په ورکولو کې ناکامی
څلور کلونه تېر شول. استبداد پياوړی کېږي، خلک تر پخوا ډېر ځپل کېږي، عمل ته اوس ډېره بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي، خو اپوزیسیون له بده مرغه همغسې سره وېشلی او ضعیفه دی او نفاق پکې ورځ تر بلې پراخېږي. موږ په دې دومره کلونو کې د یوه ملي دریځ رامنځته کولو پر ځای جلا جلا حرکتونه رامنځته کړي چې لامل یې هم زیاتره د سیاسي توپير پر ځای، شخصي سیالۍ او مخالفتونه دي.
راځئ له ځان څخه صادقانه دا وپوښتو چې موږ څه کړي؟
زموږ زیاتره سیاسي مشران، د هغو په شمول چې د پخوانیو ناکامیو لامل دي، د رهبرانو پر ځای د انجیو د مشرانو په توګه فکر او چلند کوي. دوی اعلامیې ورکوي، کنفرانسونو ته ځي، خو لرلید نه لري، جوړښت نه لري او د راتلونکي لپاره لارنقشه یې نشته. څوک چې له افغانستان څخه بهر دي هغوی تر پخوا ډېر وېشل شوي دي او څوک چې په افغانستان کې دننه دي، یا غلي دي، يا منزوي شوي او یا یې څوک خبرې ته غوږ نه نیسي. افغان ولس په منځ کې ګیر شوی او هیله مندي یې ورځ تر بلې کمېږي.
د سقوط له لومړیو ورځو څخه راهیسې د رهبرۍ تشه رامنځته شوې ده. نه مسیر معلوم دی، نه همغږي شته او نه ګډ لیدلوری جوړ شوی دی.
ما خپله په تېرو څلورو کلونو کې له پخوانیو ولسمشرانو څخه نیولې تر پوځي قوماندانانو، نخبه ګانو، ځوانانو، فعالانو او مخورو سره لیدلي دي. دوی ټول وایي: چې یو څه باید وکړو. خو یو هم د ګډ کار کولو لېوالتیا نه لري. ځانځاني ډېره شوې، باور ختم شوی او پایله یې دا ده چې یو ملي حرکت هېڅکله رامنځته نه شو.
ایا دوی د افغان ولس او بالخصوص هغو مېرمنو لپاره دا کار کولای شي چې د طالبانو تر واک لاندې ځورېږي؟یوازې روسیه نه ده. امریکا او سیمه ییز قدرتونه هم ښایي دا لاره انتخاب کړي. ځینې به یې د ستراتژيکو ګټو په خاطر او ځينې نور به یې د ستړیا او بې تفاوتۍ له امله انتخاب کړي او طالبان به ورو ورو په نړیواله کچه ومنل شي.
د اوس لپاره اصلي پوښتنه دا نه ده چې نړۍ څه کوي؟ اصلي پوښتنه دا ده چې موږ څه کوو؟
افغانستان یوازې په ټوېټونو نه ازادېږي.افغانستان یوازې په بحثونو، کنفرانسونو او نمایشي پرېکړه لیکونو نه رغېږي.دا یوووالی غواړي، ګډ کار غواړي، سیاسي جرئت غواړي او مشترک هدف غواړي.
تر څو چې موږ افغانان ګډه اراده پيدا نه کړو او د یو بل تر څنګ ونه درېږو، تر هغه وخته پورې بدلون نه راځي. نه طالبان بدلېږي، نه یې نړیوال مشروعیت بدلېږي او نه زموږ قسمت بدلېږي.
طالبانو دا پالیسي د پاکستاني طالبانو په اړه هم څه ناڅه عملي کړې او یو شمېر جنګیالي یې نورو سیمو ته لېږدولي. د سنکیانګ جنګیالي یې د چین له پولو هرات ته لېږدولي او ګڼو نورو جنګیالیو ته یې لاره ور کړې، چې د جګړې نورو محاذونو سوریې، یمن او سومالیا ته لاړ شي. بهرنیو جنګیالیو ته د تابعیت ور کولو مساله د پخوانیو افغان مجاهدینو د حکومت په وخت کې هم مطرح وه او د طالبانو د سقوط په ورځو کې د دې ډلې یوه مهم مخالف قوماندان عبدالحق هم ورته طرح درلوده.
د دغسې طرحې د پلي کېدو یو لامل ښايي دا وي، چې د جنګیالیو متبوعه هېوادونه د هغوی منلو ته نه چمتو کیږي او که خپله ستنیږي یا ستنېدو ته اړ اېستل کیږي، له محاکمې او قانوني تعقیب سره مخ کېدای شي. ډېری دغو جنګیالیو پښتو او وزیرستانۍ لهجه زده کړې او له بومي خلکو سره یې توپیر هم اسانه، نه دی.
د افغانستان او شوروي اتحاد د جګړې او بیا پر افغانستان د امریکا او ناټو له برید وروسته د جګړې په مخالفه جبهه کې ددغو جنګیالیو رول ټاکونکی و. هرچا چې دغه جنګیالۍ ډلې په واک کې درلودې، د سیمې په سیاستونو او جیوپولیټیک کې یې ټاکونکی رول درلود. نه طالبان دا چاره غواړي او نه ښايي روسیه وغواړي چې دا ډلې د بل چا په لاس د دو ی د نفوذ سیمې ته وغځیږي. طالبان دغه ډلې، چې د دوی د سنګرونو متحدان پاتې شوي، د احتیاط او ریزرف ځواک په توګه ساتي، چې د سیمې په امنیتي او سیاسي معادلاتو کې یې لاس بر وي. هغه سیاستونه او ابزار، چې له لسیزو راهیسې پاکستان د سیمه ییز برلاسي یا دښمنانه ځواک د دفع کولو په هدف کارول، اوس د طالبانو په واک کې دي او طالبان به یې په اسانۍ له لاسه ور نه کړي.
روسیه، چې په منځني ختیز کې یې خپل متحد بشارالاسد له لاسه ور کړی او د ایران نیابتي ډلې هم یوازې تر یمن پورې محدودې شوې، د داعش په څېر ډلو د رامنځته کېدو پر وړاندې طالبان( او حتا د طالبانو تر چتر او کنټرول لاندې لویدیځ ضد جنګیالي) یو ښه بدل ویني.
د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو ترمنځ د شته تړونونو او اوږدې ایډیالوژیکې همکارۍ پر بنسټ، پر جنګیالیو ډلو فشار هغوی بلوا ته هڅولی شي، ځکه دا ډلې له افغانستان پرته د استوګنې لپاره بل ځای نه لري او بلوا به تر شړلو غوره لاره وګڼي. طالبانو تېرکال د پاکستان په غوښتنه دوه ځله په خوست او پکتیکا کې د یحی حقاني او سراج الدین حقاني په منځګړتوب له ګل بهادر ډلې او ټي ټي پي سره خبرې وکړې، چې له پاکستان سره یې خبرو اترو ته کښینوي او بېرته قبایلي سیمو ته ستانه شي، خو دغو خبرو اترو پایله نه درلوده.
ظاهرا داسې ښکاري، چې طالبانو خپل ګاونډ ته له داعش پرته د نورو جنګیالیو ډلو د مدیریت په تړاو قناعت ور کړی. له پاکستان پرته، چې د ټي ټي پي له اړخه اندېښنې ښيي، سیمې او نړۍ هم پر دې مساله سکوت غوره کړی.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جولای پر لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له افغانستان نه د ترهګرۍ د خپرېدو په تړاو د ډله ییز امنیت تړون د وروستیو اندېښنو په اړه د سپیناوي په دود وویل، چې «د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د روسیې د امنیت شورا همکاران د هغو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کوي چې یو وخت په افغانستان کې د ناټو تر څار لاندې میشتې وې او طالبانو لا د اپوزیسیون په توګه له هغوی سره جګړه کوله». نوموړي په روښانه ټکو وویل، چې « دا نیوکه پر افغان [طالب] چارواکو نه ده».
د روسیې له نظره، له افغانستان څخه د داعش خراسان او ددې ډلې تر چتر لاندې د منځنۍ اسیا د جهادیانو د نفوذ پراخېدل تر ټولو عاجله او جدي امنیتي ننګونه ده. داعش خراسان نه یوازې په تاجکستان او ازبکستان کې بریدونه ترسره کړي، بلکې د مسکو تر مرکزه یې د بریدونو په بڼه رېښې غځېدلې دي. دغه وضعیت مسکو دې ته اړ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېثباتۍ د یوې احتمالي سرچینې پر ځای، د همکارۍ یوه احتمالي ملګري په سترګه وګوري.
که څه هم طالبان پخپله د سخت دریځې جهادي ایډیالوژۍ استازي دي، خو د داعش خراسان پر ضدیې په تېرو کلونو کې ګڼ پوځي عملیات کړي او دا ډله یې ځپلې ده. له همدې امله په روسي امنیتي تحلیلونو کې دا منطق غالب شوی، چې طالبان کولای شي د داعش او ورته افراطي خوځښتونو پر وړاندې یو عملیاتي فایر وال یا خنډ جوړ کړي. دغه تعامل په دې معنا نه دی، چې طالبان منځلاري شوي، بلکې له دې امله دی چې تر دوی خطرناکې ډلې هم شته. په دې توګه د طالبانو له رسمیت پېژندنې وروسته به د مسکو او کابل ترمنځ د همکاریو یوه مهمه برخه له داعش سره ګډه مبارزه وي.
پر امنیتي اندېښنو سربېره د لویدیځ تر فشارونو لاندې روسیه په جنوبي او منځنۍ اسیا کې ښکیلتیا ته هم اړتیا لري. په سویلي او منځنۍ اسیا کې د چین او هند په څېر سیمه ییزو لوبغاړو نفوذ او د سیپیک او د شمال-جنوب دهلیز (له روسیې، اذربایجان او ایران څخه تر هند سمندر پورې) په څېر پروژې مسکو دې ته هڅوي، چې له طالبانو سره د غیر رسمي ښکیلتیا له پړاوه یوه نوي پړاو ته داخل شي.
روسي چارواکو په تکرار ویلي، چې افغانستان د ټرانزیټ دهلیز په توګه وکارول شي، څو له دې لارې هند ته ګاز صادر کړي او یا د پاکستان له بندرونو سره سوداګري ممکنه شي.
د طالبانو او روسیې ترمنځ د انرژۍ له ټرانزیټ (نلل لیکې اوګازي دهلیزونو) نیولې د نشه یي توکو تر کنټرول پورې په مختلفو برخو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د رسمي تړونونواټکل شونی دی. روسیه په سمبولیک ډول دا ښودل هم غواړي، چې که په سوریه کې د مسکو د متحد بشارالاسد پرځای د القاعدې او داعش پخوانی قوماندان محمد الشرع د لویدیز باور وړ ملګری کېدای شي، په کابل کې د لویدیز پلوه جمهوریت ځایناستی امارت ولې د مسکو ملګری نه شي کېدای.
طالبان چین او لویدیز ته سترګې پر لار دي
چین د جمعې په ورځ د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د روسیې د پرېکړې هرکلی ووایه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماونینګ وویل، چې « افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ګوښه نه وي».
دغه هرکلي دا اټکل تقویه کړی، چې ښايي راتلونکی ګام چین واخلي، ځکه بیجنګ د طالبانو سفیر منلی او له دې ډلې سره سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې لري.
چین ډېری پراګماټیک سیاستونه لري، ډېر احتیاط کوي او په اوس وخت کې طالبانو ته رسمي مشروعیت ورکول ښايي د خپل «نرم ځواک» او اقتصادي نفوذ لپاره ګواښناک وګڼي. چین هڅه کوي چې د امریکا، اروپا او روسیې ترمنځ توازن وساتي او که طالبان په رسميت پېژني، دا به له لوېدیز او حتا ځینو منځلارو اسلامي هېوادونو سره، چې د طالبانو سیاستونه نقدوي، د بیجنګ اړیکې خړې پړې کړي.
پر دې سربېره د طالبانو په رسمیت پېژندل به د نورو افراطي ډلو لپاره یو ساری شي چې که واک د جګړې له لارې ترلاسه کوي، نو په رسمیت هم پېژندل کیږي. دغه پیغام کولی شي په سنکیانګ کې د اویغور جنګیالیو لپاره تشویقي بڼه ولري او دا د چین له اصلي امنیتي پالیسۍ سره په ټکر کې ده.
چین په اوس وخت کې د سینکیانګ له بېلتون پالو جنګیالیو سره د مبارزې او سي پیک پروژې د پلیتابه لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتیا لري، چې هم ټي ټي پي کنټرول کړي او هم د بلوڅ جنګیالیو او هند ترمنځ د اړیکو پر وړاندې دېوال شي. دغه دواړې ډلې د چین د سیمه ییزو پروژو او نفوذ لپاره ګواښ دي. دا د پاکستان غوښتنه هم ده او د اسلام اباد له اطمینان پرته به بیجنګ د طالبانو رسمیت پېژندنې ته زر زړه ښه نه کړي.
که وروستیو پرمختګونو ته په پام دا هرڅه چین له نظره وغورځوي، طالبان به یوازې هغه وخت په رسمیت پېژني، چې د سینکیانګ له بېلتونپالو سره اړیکې پرې کړي او د سيپیک او نورو پروژو امنیتي تضمین ور کړي. خو په سیمه کې یوازې چین فعال لوبغاړی نه دی، بلکې د هند په څېر یو بل لوبغاړی هم شته، چې د هند-لویدیز د ګټو استازولي کوي. د طالبانو لپاره به د چین او هند په اړیکو کې انډول یوه ستره ننګونه وي.
که چین دغسې ګام واخلي، له شک پرته، چې پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه به هم له طالبانو سره د اړیکو او تعامل د بڼې تغییر ته وهڅیږي.
هند هم په دې صورت کې اړ وځي، چې د خپلو ستراتیژیکو او امنیتي ګټو په خاطر له طالبانو سره تعاملات له اوسنۍ بڼې راوباسي.
په دې منځ کې لویدیز، چې د افغانستان لپاره د مرستو او نړیوال مشروعیت له مخې مهم دی، لاهم د طالبانو په تړاو محتاط دی.
امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه تر اوسه پر طالبانو د فشار پالیسۍ جاري ساتي او یوازې تخنیکي تعاملات ورسره لري.
لویدیز څلور کاله انتظار وکړ، چې طالبان په خپلو سیاستونو او پالیسیو کې تغییر او نرمښت راولي، خو دې ډلې نه یوازې دا، چې نرمښت نه دی راوستی، بلکې پر ښځو، د بیان پر ازادۍ او نورو ټولنیزو، سیاسي او مدني ازادیو یې کړۍ نوره هم تنګه کړې ده. ګڼ لویدیز شنونکي او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې له طالبانو سره اوسنی تعامل هم د هغوی پالیسۍ او بندیزونه عادي کوي.
د روسیې له خوا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل که څه هم ددې ډلې لپاره مهم دیپلوماتیک بری بلل کېږي، خو یوازې یو محدود نازک سیمهییز مشروعیت رامنځته کوي.
تر هغه چې لوېدیز هېوادونه، په ځانګړې توګه امریکا، اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه طالبان په رسمیت ونه پېژني، دا ډله به لا هم د یوه منزوي، غیر مشروع او متنازع رژیم په توګه پاتې وي. له لوېدیزه د مشروعیت نشتوالي لاملونه ښکاره دي: د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه دي، د بیان ازادي محدوده شوې، ټولشموله حکومت نشته او طالبان لا هم د یو شمېر ترهګرو ډلو پالنه کوي.
د روسیې له اقدام وروسته به لوېدیز د طالبانو د پالیسیو پر وړاندې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شي او یا به د روسیې او چین د نفوذ شنډولو لپاره د تعامل بڼه بدله کړي. خو تر دې دمه داسې هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې واشنګټن یا بروکسل دې له طالبانو سره د بشپړ مشروعیت لور ته لاړ شي. نو، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل که څه هم د هغوی لپاره د تسلۍ یو اقدام کېدای شي، خو د نړیوال اعتبار، پراخو مرستو او د انزوا د ختمېدو دروازه نهشي پرانیستلای.
یادونه: په افغانستان انټرنشنل -پښتو کې خپرېدونکې لیکنې او شننې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي، د افغانستان انټرنشنل دریځ نه څرګندوي.