ټرمپ زېلېنسکي ته: که وسلې درکړم اوکراین مسکو ویشتلی شي؟

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پټه اوکراین هڅولی چې د روسیې په سیمو کې بریدونه زیات کړي. نوموړي له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي پوښتنه کړې چې که امریکا اوږدواټنه وسلې ورکړي، ایا اوکراین مسکو ویشتلای شي؟.