د بشري حقونو وکیلان: د سوډان چټک ځواکونو ډلې په دغه هېواد کې نږدې ۳۰۰ کسان وژلي دي

په سوډان کې د بشري حقونو وکیلان وایي، چې د دغه هېواد د چټک ځواکونو ډلې نږدې ۳۰۰ کسان وژلي دي. د دغه وکیلانو په وینا؛ دغه ولسي وګړي د سوډان د شمالي کردفان ایالت په څو کليو کې وژل شوي، چې پهکې مېندوارې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
