د طالبانو محتسبین: ښځينه ډاکټرانې دې حجاب مراعات کړي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو د شپږو ولایتونو له روغتونونو او صحي مراکزو غوښتنه کړې، چې ښځینه کارمندانې یې حجاب رعایت کړي، نران ږیرې پرېږدي او د نارینه او ښځینه کارمندانو او مراجعینو د تګ او راتګ لارې، انتظار ځایونه او کارځایونه سره جلا شي.