• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران تېره ورځ له ۲۳ زرو زیات افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي احمد الله متقي وایي، چې ایران تېره ورځ ۲۳۵۳۴ افغان کډوال له دغه هېواده په جبرې ډول د اسلام کلا سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راستانه کړي دي.

متقي پر اېکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي غږیز پیغام کې ویلي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري او هره ورځ د زرګونو افغان کډوالو اېستل ثبتېږي.

د هغه په وینا، یوازې په تېرو څلورویشتو ورځو کې ۲۵۳،۰۲۹ تنه افغانان په خپله خوښه بېرته ستانه شوي، خو ۳۶۷،۱۲۲ تنه نور بیا په زور له ایرانه رااېستل شوي دي.

دا شمېرې په ټولییز ډول ۶۲۰،۱۵۱تنو ته رسېږي، چې د یوه میاشتني مهال‌وېش لپاره خورا لوړه شمېره بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو څو ورځې مخکې ویلي و چې اویا سلنه ستانه شوي کسان په خپله خوښه د ایران له خاورې وتلي دي.

د راپورونو له مخې، ډېری راستانه شوي کسان هغه کډوال دي چې د کار، امن او اقتصادي فرصتونو په لټه کې ایران ته تللي وو، خو د اسنادو نشتوالي، قانوني محدودیتونو او سختو شرایطو له امله له ایران څخه راشړل شوي دي.

د راستانه شویو په ډله کې ښځې، ماشومان، عمر خوړلي او ناروغان هم شامل دي، چې له سرحدي سیمو څخه بېرته خپلو اصلي سیمو ته د تګ لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د راستانه شویو کډوالو لپاره د لنډمهالي استوګنځایونو، خوراکي توکو او لومړنیو خدماتو برابرولو هڅې روانې دي، خو د امکاناتو محدودیت او د لوی شمېر کډوالو ورتګ دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

له بلې خوا، د بشري حقونو ځینې ملي او نړۍوال بنسټونه د ایران له خوا دا ډول جبري اېستنې د کډوالۍ د نړۍوالو اصولو خلاف ګڼي او له دواړو هېوادونو غوښتنه کوي، چې د کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان «ای او اېم» او نورو اړوندو بنسټونه تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې، ځینې کورنۍ چې له ایرانه اېستل شوي، شکایت کوي چې نه یوازې د ژوند اساسي امکاناتو ته لاسرسی نه لري، بلکې له سرحدي سیمو څخه خپلو اصلي ولایتونو ته د تګ زمینه هم ورته په سمه توګه نه‌ده برابره شوې. دوی له نړۍوالو ادارو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې له دوی سره ژر تر ژره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو مسوولین سره له دې چې د راستانه شویو د ثبت، تنظیم او لومړنیو مرستو هڅې کوي، خو ټینګار کوي چې دا یو بشري ناورین ته ورته وضعیت دی او نړۍواله ټولنه باید خپله ژمنه عملي کړي

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

تاجکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له کورسونو، روغتونونو او بازارونو نیولي او د اېستلو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي دي.

له دغو کډوالو څخه افغانستان انټرنشنل ته ځینو ویلي، دا لړۍ له میاشتو راهیسې روانه ده، خو پخوا به نیول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې کېدل.

کډوال وایي، ډېری یې قانوني اسناد لري او د ملګرو ملتونو له‌خوا ثبت شوي دي.

هغوی له نړیوالو ادارو غوښتي، چې د افغانانو د وضعیت په تړاو اقدام وکړي.

ځینې انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او کورنۍ په زور له وحدت ښارګوټي ایستل کېږي.

د سره صلیب کمېټه: له ایرانه راستانه شوي افغان ماشومان له ناروغیو او بشري ناورین سره مخ دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، هغه افغان ماشومان چې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي، د افغانستان په پوله له جدي روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ، کمزورو خدماتو او بشري ناورین سره مخ دي.

نیکول فن بټنبرګ چې د سره صلیب له نړۍوالې کمېتې سره کار کوي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ یې همکاران سلګونه هغه ماشومان چې د راتګ پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي وي، بېرته له خپلوانو سره یې یو ځای کوي.

د هغه په وینا، زیات شمېر کورنیو د ناڅاپي لېږد او ګډوډۍ له امله خپلې پېژندپاڼې، شخصي وسایل او د ژوند لومړني توکي له لاسه ورکړي دي. ځینې خلک یوازې څو بکسونه له ځان سره راوړي او همدا محدود توکي اوس د ژوند د لنډمهاله وسایلو په توګه کاروي.

نیکول وایي: «افغانستان یو هېر شوی ناورین دی. اوس په نړۍ کې ګڼې نورې سترې فاجعې روانې دي، د افغانستان خلک له پامه غورځېدلي دي. دوی له مرستې پرته له ناورین سره یوازې پرېښودل شوي دي.»

د سره صلیب چارواکي اندېښنه لري، چې راستانه شوي کسان نه یوازې د پولې په اوږدو کې له ناورین سره مخ دي، بلکې د افغانستان دننه هم له سرپناه، عوایدو او د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) استازې رزا اوتونبایوا د هرات ولایت د اسلام‌ کلا له پولي لیدنه کړې او د راستانه شویو کسانو د وضعيت په اړه یې نړۍوالو ته خبرداری ورکړی دی.

هغې ویلي: «په زور او بېړنۍ توګه راستانه شوي کډوال د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دي. که ژر اقدام و نه شي، دا څپه به د بیا بې‌کوره کېدو، د کوربه ټولنو ګډوډېدو او امنیتي ګواښونو لامل شي.»

د کډوالو چارو د نړۍوال سازمان «ای او اېم » د معلوماتو له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له ۱.۴ میلیونه زیات افغانان یا خو بېرته په خپله خوښه راستنه شوي او یا له ایران او پاکستانه شړل شوي دي.

د معلواتو له مخې، له دې ډلې تر یو میلیونه ډېر کسان یوازې له ایران څخه راشړل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو کمپاینونو زور اخیستی.

که څه هم تهران او اسلام‌اباد وايي، چې خاص افغانان موخه نه ګرځوي، خو زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول هغه چې قانوني اسناد نه لري، له پولو اخراج شوي.

د «ای او اېم» د وروستي راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې له ۲۸،۰۰۰ ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د ناورین جدي بڼه ښيي.

د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو پر بنسټ ولاړ دي، د نړۍوالو خیریه بنسټونو بودیجې سختې راکمې شوې دي.

دا کمښت د زده‌کړو، روغتیا او حمایوي پروګرامونو پراخې نیمګړتیاوې راولاړې کړې دي او دا وضعیت د یوې بلې بشري فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتوي.

د بې ‌پولې ډاکټرانو ډله: پاکستان کې افغان کډوال د رواني او فزیکي فشار لاندې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۱

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، چې په پاکستان کې پاتې افغانان د نیول کېدو له وېرې له داسې یوه حالت سره مخ دي، چې له امله یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمنېږي. دا وېره نه یوازې فزیکي روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د افغان ټولنې رواني حالت یې هم سخت اغېزمن کړی.

د بې پولې ډاکټرانو په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو په زوره د شړلو یو پراخ کمپاین پیل کړی. که څه هم دا کمپاین په پیل کې یوازې غېر راجستر شويو کډوالو پورې محدود و، خو اوس له اسنادو لرونکو کډوالو سره هم ورته چلند کېږي.

دغه ټولنه زیاتوي، چې د کارټ لرونکو ته هم د اېستلو لنډمهالی ځنډ اعلان شوی، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې نافذ دی، خو دا هم د افغان کډوالو پر وېره سیوری نه شي کمولی.

په بلوچستان ایالت کې د بې‌پولې ډاکټرانو «اېم اېس اېف» یوه روغتیايي مرکز ته یو افغان کډوال، چې د دوو نجونو پلار دی، وایي: «له هغې ورځې چې اېستنې اعلان شوي، موږ له دوامدارو اندېښنو سره ژوند کوو. له وېرې بهر نه ځو. خلک د شپې خوب نه‌شي کولی، ځکه نه پوهېږي چې کله به د پولیسو چاپه راځي، ماشومان له ذهني فشار سره مخ دي.»

د بې‌پولې ډاکټرانو ډله وایي، هغوی په دوامداره توګه دا ویني چې څنګه د اېستلو وېرې د افغانانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی. یو شمېر ناروغان که څه هم د مزمنو ناروغیو لپاره دوامداره درملنې ته اړتیا لري، نور نه‌شي کولای کلینیکونو ته ورشي.

یو افغان کډوال چې د«اېم اېس اېف» له یوه روغتیايي کارکوونکي سره د ټلیفوني اړیکې پر مهال خبرې کولې، وویل: «زه نشم کولای روغتون ته لاړ شم، ځکه وېرېږم چې وبه نیول شم او افغانستان ته به ولېږدول شم. د همدې له امله د درملنې وختونه له لاسه ورکوم.»

د بې پولې ډاکټرانو ډله زیاتوي، چې د ښځو لپاره دا ستونزه نوره هم جدي ده.

د افغاني کلتور له مخې، ښځې باید له یوه نږدې نارینه (محرم) سره عامو ځایونو ته ولاړې شي، خو د عامو خلکو له وېرې دا کار هم ستونزمن شوی. ډېری نارینه د امنیتي پوستو له امله نه‌شي کولای له خپلو ښځینه خپلوانو سره کلینیکونو ته ولاړ شي. دې حالت ډېری افغان ښځې اړې کړې چې یا خو له کلتوري محدودیتونو سرغړونه وکړي یا هم روغتیايي پاملرنه پرېږدي.

د «اېم اېس اېف» مشر ژو ویبینګ (Xu Weibing) په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته سخت اندېښمن دی.

هغه وایي: «موږ ژورې اندېښنې لرو. ډېر افغان کډوال د لسیزو راهیسې پاکستان کې ژوند کوي. اوس هغوی د دوامدارې وېرې له حالت سره مخ دي. دوی خپل کورونه، عاید او روغتیا له لاسه ورکوي.»

د «اېم اېس اېف» راپور ښيي، چې اېستل شوي کورنۍ د رواني او ټولنیز فشار سره مخ شوي.

یو شمېر کسان له خپلو کورنیو بېل شوي او یو شمېر نور له هغه هېواد سره بېرته مخ شوي چې نه پکې کور لري، نه ملاتړ او نه هم روغتیايي چوپړتیاوې.

د «اېم اېس اېف» د عملیاتو مشر سټیفن مک‌کې وایي: «بېرته ستنېدونکي خلک خپلې روغتیايي اړتیاوې نشي پوره کولای. ډېری یې له مزمنو ناروغیو سره مخ دي، چې د دوامداره درملنې اړتیا لري. خو د افغانستان روغتیايي سیستم له وړاندې له مالي ستونزو، کمو امکاناتو او کم رسی ملاتړ سره مخ و. اوس د زرګونو بېرته ستنېدونکو له امله دا فشار نور هم ډېر شوی.»

یوې افغانې میرمنې چې د بلوچستان په یوه «اېم اېس اېف» کلینیک کې یې درملنه کوله، وویل: «موږ هېڅ نه لرو، بېرته به څه ته ستنېږو. هلته نه کور لرو، نه خپلوان. هر څوک چې ستانه شوي، وایي هلته هېڅ نه شته.»

د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۷۴ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه شړل شوي او له ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د اېستل شویو افغانانو شمېر له یو میلیون اوښتی.

بې‌پولې ډاکټران چې له ۱۹۸۶ کال راهیسې په پاکستان کې فعال دي، دا مهال د خېبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې پکې د مور او ماشوم پاملرنه، د تغذیې ملاتړ او د ساري ناروغیو درملنه شامله ده.

له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو بد وضعیت؛ ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر « یوناما» له لوري نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اغلې اوتنبایوا له قوله ویل شوي، چې د راستنېدونکو لوی شمېر باید نړۍوال اندېښمن کړي.

نوموړې همدا راز خبرداری ورکړی، که له دغه کډوالو سره له ځنډ پرته مرستې ونه شي؛ نو د کړکیچ د ژورتیا ګواښ به لا پسې پراخ شي.

هغې ویلي:« د راستنېدونکو دغه لوی شمېر چې ډېری یې نا څاپي او په زور اېستل شوي دي، په ټوله نړۍ کې باید د خطر زنګونه وکړنګوي. افغانستان چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږد مهاله بشري ناورین سره مخ دی دا کړاو په یوازې ځان نه شي زغملی.»

نوموړې تېره ورځ هم د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی و، چې د افغان کډوالو اېستل په خطرناکه توګه زیات شوي او که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د هغوی ستونزو ته رسېدنه به خورا ستونزمنه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او طالبانو ویلي، چې په تېرو څه باندې ۲۰ ورځو له نیم مېلیون زیات افغانان له ایرانه ستانه شوي دي.

د امریکا یوې محکمې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام موده د یوې اوونۍ لپاره وغځوله

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د امریکا استیناف محکمې د ولسمشر ټرمپ ادارې هغه پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره وځنډوله، چې د زرګونه افغانانو لنډمهاله خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو په اړه یې کړې ده.

پرون دوشنبه د ( چنګاښ ۲۳مه) ناوخته د امریکا یوې فدرالي محکمې دغه پریکړه د روانې (جولای میاشتې تر ۲۱مې نېټې) وځنډوله.

د CASA په نامه د کډوالو ملاتړ سازمان له محکمې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ځنډولو غوښتنه کړې وه.

که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې یاده قضیه د قانوني پړاونو تر بشپړېدو د لنډې مودې لپاره ځنډیږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د لنډمهاله خوندیتوب یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له‌خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

د راپورونو له مخې؛ څه باندې ۱۲زره افغانان د یاد پروګرام په اډانه کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې اوسېږي، چې په لغوه کېدو یې دغه کسان افغانستان کې د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي.