خامنهیي: ایران داسې ځای ته رسېدلی چې له امریکا څخه نه ډاریږي بلکې امریکا ترې وېرېږي

د ایران مذهبي مشر وايي، چې هېواد یې اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا نه، نه وېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي. خامنه يي په قطر کې د امریکا پر اډه د ایران د توغندیز برید په تړاو وویل، چې« که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».