• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او اروپايي متحدینو د ایران د اټومي تړون لپاره د اګست وروستۍ نېټه ټاکلې ده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د فرانسې، جرمني او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلیفوني خبرو کې هوکړه وکړه، چې د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره دې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې پای وروستی ضرب‌الاجل وټاکل شي.

اکسیوس خبري اژانس د درېیو معتبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، که د دې نېټې تر رسېدو پورې کومه هوکړه ونشي، نو درې واړه اروپايي هېوادونه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته لګولو میکانېزم فعال کړي، کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران له نړۍوال اتومي تړون سره سم لغوه شوي وو.
یاد تړون چې د ایران اټومي فعالیتونه محدودوي، له کلونو راهیسې د کړکېچ ښکار دی.
امریکا او متحدین یې وايي، که ایران همکاري ونه کړي، نو نړۍوال فشار به پرې زیات شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

اروپایان وایي چې نړۍ باید پر غزې د اسراییل د روانو ظلمونو مخه ونیسي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.

د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي اتحادیه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
امنستي ویلي: «دا چوپتیا جنایتکارانو ته دا پیغام ورکوي چې دوی به نه یوازې نه مجازات کېږي، بلکې ان جایزه به هم واخلي.»

د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي اتحادیه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»

لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.

لاوروف: ټرمپ د اوکراین په اړه وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپایي ټولنې تر فشار لاندې کړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپايي ټولنې تر سختو فشارونو لاندې کړې دي.

د اې ای خبری اژانس د خبر له مخې، لاوروف دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، وکړې.

نوموړي وویل: «د اروپایي مشرتابه اوسنۍ ټولنه په ښکاره ډول د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ کوي. دوی نه یوازې سیاسي ملاتړ کوي، بلکې اوکراین ته د برید کوونکو وسلو د لېږد له لارې جګړه اوږدوي او د دې مالي بار د لوېدیځو هېوادونو مالیه ورکوونکي وړي.»

لاوروف د ټرمپ له خوا د "۵۰ ورځو ضرب‌الاجل" په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو غواړي د دې نېټې د مفهوم وضاحت وښيي.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ټرمپ د ۲۴ ساعتونو او بیا د ۱۰۰ ورځو یادونه هم کړې وه. موږ دا ډول څرګندونې مخکې هم اورېدلي او غواړو په رښتیا د امریکا د ولسمشر د دریځ اصلي موخه درک کړو.»

په ورته وخت کې، لاوروف د ټرمپ له لوري د هغو ګواښونو په اړه چې که په اوکراین کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې او د هغې پر شریکانو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي، وویل چې مسکو له بې‌ساري بندیزونو سره مقابله کړې او له هر ډول نویو فشارونو سره به هم مقابله وکړای شي.

لاوروف د سولې د خبرو اترو د ځنډ پړه پر اوکراین واچوله او ویې ویل: «دوی هڅه وکړه زموږ د پلاوي کچه ناکافي وبولي، خو اوس چې د اوکراین پخوانی دفاع وزیر رستم عمروف په امریکا کې سفیر دی، خپل پلاوی هم نه لري. د درېیم پړاو خبرو لپاره نېټه (د جون ۲۲مه اوونۍ) ټاکل شوې وه، خو نه د کییف له خوا او نه د لوېدیځ له لوري کوم رسمي یادونه شوې.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د SCO غړي هېوادونه د روسیې د دریځ ملاتړ کوي او دوی ته یې د اوکراین د وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر : پر روسیې دې نور هم فشار زیات شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر فېلډکمپ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې ویلي یې دي امریکا به د ناټو متحدینو ته د اوکراین د ملاتړ لپاره وسلې ورکړي. فېلډکمپ وویل: «موږ باید پر روسیې فشار زیات کړو».

هغه د ټرمپ پر ۵۰ورځني ضرب‌الاجل اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې دا "نسبتاً اوږده موده ده."

هغه وویل، هالنډ له مخکې نه هم اوکراین ته د پام وړ پوځي ملاتړ برابر کړی.

هغه زیاته کړه: "زه دا هم ارزښتناک ګڼم چې امریکا بالاخره دا درک کړې چې پوتین د اوربند لپاره رښتینی اقدام نه کوي او وخت ضایع کوي."

هغه وویل: "ډېره مهمه ده چې امریکا ګام پورته کړي او موږ هم د اروپايي ټولنې په توګه یو ځای مخ پر وړاندې ځو." نوموړي هیله وښوده چې اروپايي ټولنه به ژر تر ژره د بندیزونو اتلسمه کڅوړه تصویب کړي.

متقي: له بهره د نشه‌يي توکو قاچاق افغانستان ته یو جدي ګواښ ګرځېدلی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. متقي له نشه يي توکو سره د مبارزې پر نه سیاسي کېدو ټینګار کړی.

نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رییس بو ماتیاسن سره لیدنه کې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ‏د (UNODC) دفتر عملیاتي رییس افغانستان ته خپل سفر مهم بللی او «د نشه یي توکو پر وړاندې یې د طالبانو اقدامات ستایلي.»

متقي د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي یاده کړې او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.

د طالبانو د یاد وزارت له قوله، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې له نشه يي توکو سره مبارزه سیاسي نه شي.

طالبان وایي، تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۷۷زره مټریک ټنه راکړه ورکړه شوې ده

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۷۷۰۲۹ مټریک ټنه راکړه ورکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راکړه ورکړه د تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو سره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د حیرتان، تورې غونډۍ، اقچې او خواف سوداګریزې لارې یادې شوې دي.

په صادراتو کې وچه مېوه او د انارو اوبو (جوس) یادونه شوې؛ خو د وارداتي توکو په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.